صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د مسکو غونډه د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده

د مسکو غونډه د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مسکو غونډه د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده

ولسي جرګه د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړېدونکي کنفرانس د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه بولي.

د افغانستان ولسي جرګه له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له روسيې غواړي چې له افغانستان سره د خپلواک هېواد په توګه چلند وکړي.د دغې جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې وويل، د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړېدونکى کنفرانس د هېواد په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده.نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ چې په دې اړه دې خپل دريځ روښانه کړي:(( دا ډول غونډې د افغانستان په چاروکې ښکاره لاسوهنه ده موږ هيله کوو چې افغان حکومت دې د ګاونډيو هېوادونو د دا ډول پرېکړو په اړه تماسونه ولري.))د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن د سې شنبې په ورځ د افغانستان په اړه په مسکو کې د پاکستان، چين او روسيې درې اړخيزه غونډه جوړه شي چې ممکن د وسله والو طالبانو استازي هم په کې برخه ولري.دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې د روسيې او وسله والو طالبانو داړيکو په اړه راپورونه خپاره شوي وو چې د افغانستان ملي شورا په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.څو اوونۍ وړاندې په افغانستان کې د روسيې سفير الکساندر مانتيستکي د افغانستان د مشرانو جرګې د نړيوالو اړيکو په کمېسيون کې ويلي وو چې له طالبانو سره اړيکې لري، خو ټينګار يې کړى وو له وسله والو طالبانو سره د روسيې اړيکې شته. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو هر هغه غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړېږي او   د افغان حکومت استازي په کې برخه وانه خلي بريالۍ به نه وي.په عين حال کې د افغان حکومت د اجرائيه رياست مرستيال وياند اميد ميثم ازادي راډيو ته وويل چې د افغانستان په اړه په مسکو کې د جوړېدونکې غونډې پرېکړې به عملي جنبه ونه لري.په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د افغان حکومت کمزوري ډېپلوماسۍ نه په استفادې ګاونډي هېوادونه د افغانستان په اړه پرېکړې کوي او تصميمونه نيسي.د دغې جرګې غړي صالح محمد صالح وايي، افغان حکومت دې د داسې غونډو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي.دا په داسې حال کې ده چې د يکشنبې په ورځ د افغانستان مشرانو جرګې هم په مسکو کې جوړېدونکې غونډه غندلې وه او له افغان حکومت څخه يې د زيات وضاحت غوښتنه کړې وه.معلومه به شي چې د افغانستان په اړه مسکو کې جوړېدونکي کنفرانس د افغانستان په اړه څه پرېکړې کوي؟

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha