صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ليکلي چې د کندهار په معروف او د کونړ د سرکاڼو په ولسواليو باندې د ډيورند د کرښې له اخوا څخه د پاکستاني پوځيانو د وروستيو راکټي حملو په تړاو يې په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړى او ورته يې د افغانستان د جمهوري رياست د اعتراض رسمي ياداشت ورسپارلى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سياسي دفتر رييس محمد موسى عارفي په خپل دفتر کې د پاکستان سفير ته د رسمي ياداشت د سپارلو پر وخت ټينگار وکړ چې پر افغانستان د پاکستاني پوځيانو له خوا د راکټونو دا ډول توغول په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو اړيکې حساسې مرحلې ته رسېدلې، لمسونکى او کړکېچنې بولي.د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي چې دا کار ددې سبب کېږي چې د دوو گاونډيو هېوادونو اړيکې نورې هم خړې پړې شي.د څېړونکو په اند دا لومړى ځل نه دى چې پاکستاني پوځيان او ملېشه قواوې په کونړ او ننگرهار باندې راکټونه او هاوان توغوي. څه موده دمخه په دې ډول حملو کې په کونړ کې د مرگ ژوبلې خبر هم ورکړل شوى و. افغان حکومت وايي چې په دې مسئله يې څو ځله له اسلام اباد سره خبرې کړې خو لا هم دغه ډول اعمال نه دي ختم شوي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha