صفحه اصلی | hiwad | سیاست | حكومت د بشري حقوقو ،د وګړو د ژوند، انساني کرامت خونديتوب او ساتنې ته ژمن دى

حكومت د بشري حقوقو ،د وګړو د ژوند، انساني کرامت خونديتوب او ساتنې ته ژمن دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
حكومت د بشري حقوقو ،د وګړو د ژوند، انساني کرامت خونديتوب او ساتنې ته ژمن دى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمداشرف غني د ليندۍ په ۲۴ مه له غرمې مخکې د امريکا متحدو ايالتونو، جرمني، ترکيې، کاناډا، ناروې، فرانسې، جاپان، انګلستان سفيرانو او د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفير سره وکتل.

د يادو هېوادونو سفيرانو د احمدخان ايشچي د موضوع په اړه د هر اړخيزو څېړنو په اړه د حکومت د موقف هرکلى او د ملاتړ اعلام وکړ. هغوى د هر اړخيزو او بې طرفانه څېړنو او د شفاف حساب ورکولو د پياوړتيا غوښتنه وکړه او د قانون په حاکميت يې ټينګار وکړ.جمهور رييس په دې کتنه کې وويل، لکه د حکومت په رسمي موقف کې چې يادونه شوې، حکومت به د احمدخان ايشچي موضوع د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې په هر اړخيزه توګه وڅېړي.هغه زياته کړه، حکومت  د اسلامي ارزښتونو، اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانينو د حکمونو او د بشري حقوقو ميثاقونو پر وړاندې د افغانستان د ژمنو مطابق د وګړو د ژوند، انساني کرامت اوخونديتوب ساتنه له خپلو اساسي مکلفيتونو څخه ګڼي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha