صفحه اصلی | hiwad | سیاست | له يوه هېواد سره د افغانستان نږدېوالى د بل په زيان نه دى

له يوه هېواد سره د افغانستان نږدېوالى د بل په زيان نه دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له يوه هېواد سره د افغانستان نږدېوالى د بل په زيان نه دى

افغان حكومت وايي، د هېواد بهرنى سياست داسې نه دى تنظيم شوى چې له يوه سره نږدېوالى د بل په زيان وي.يوه پاکستاني لوړپوړي چارواکي په دې وروستيو کې ويلي چې کابل د اسلام آباد په وړاندې هغه سياست چې نوي غوره کړى، مخ ته وړي.افغانستان د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې وايي، افغانستان د پاکستان په وړاندې هغه سياست مخ ته وړي چې هند د دغه هېواد په وړاندې غوره کړى او هغه منفي سياست دى.

د کابل او نوي ډهلي ترمنځ د نږدې اړيکو په اړه پاکستاني لوړپوړو چارواکو په دې وروستيو کې انتقادونه وروسته له هغې زيات کړي چې د هند په امرېتسر ښار کې د افغانستان په اړه د آسيا زړه په کنفرانس کې افغان ولسمشر په زغرده پر پاکستان انتقاد وکړ او ويې ويل چې د دغه هېواد هغه پنځه سوه مېليونه ډالره مرسته نه مني چې د افغانستان له بيارغونې سره يې ژمنه کړې ،بلکې په خپله اسلام آباد ته په کار ده چې دغه مرسته د ترورېزم په وړاندې پر مبارزې ولګوي ځکه له دغه ترورېزم څخه افغانستان او ټوله سيمه کړېږي. د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو د دغو انتقادونو په ترڅ کې د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت معيين اعزاز احمد چوهدري ويلي چې د هند او افغانستان اتصال يا نږدېوالى د سيمې په زيان دى.چوهدري دغه راز پر افغانستان تور پورې کړى چې دا هېواد د پاکستان په وړاندې هغه سياست مخ ته وړي چې هند د دغه هېواد په وړاندې غوره کړى دى.خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزرات د غه ادعا ردوي او وايي افغانستان خپلواک هېواد دى او  بهرنى سياست يې د اسې نه دى تنظيم شوى چې له يوه هېواد سره نږدېوالى د بل په زيان تمام شي. د بهرنيو چارو د وزارت وياند شکېب مستغني ازادۍ راډيو ته وويل:(( د افغانستان د اسلامي جمهوريت بهرنى سياست هېڅ کله هم داسې نه دى تنظيم شوى چې له يوه هېواد سره د افغانستان د اړيکو څرنګوالى له بل هېواد سره د افغانستان د اړيکو په ګرو کې وي، ياهم د افغانستان د اړيکو او همکارۍ څرنګوالى د بل هېواد پر اړيکو او همکارۍ اغېز ولري، افغانستان دغه راز هېڅ کله هم اجازه نه ده ورکړې چې له خاورې يا يې له يوه هېواد سره د اړيکو څرنګوالي د بل هېواد په وړاندې وکارول شي.))په دې اړه چې آيا افغانستان په دې وروستيو کې د پاکستان د منزوي کېدو لپاره په سيمه ييزه کچه د خپلو هڅو په ترڅ کې په رښتيا نوي ډهلي ته ځان ډېر ورنږدې کړې او آيا دا د افغانستان په ګټه دي؟ افغان سياسي کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزى وايي، افغانستان په سيمه کې  د ترورېزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دى او حق لري چې له هغو هېوادونو سره اړيکو ته پراختيا ورکړي چې په دې برخه کې ورسره له زړه همکاري کوي. نوموړي زياته کړه:(( د افغانستان دولت حق لري چې خپل بهرنى سياست څه ډول تنظيم کړي په دې شرط چې له بين المللي حقوقو سره په ټکر کې نه وي او خپلې ګټې په څه ډول تامين کړي، پاکستاني چارواکو ته نه ښايي چې د افغانستان دولت ته نسخه ورکړي چې له چا سره دوستي وکړي او له چاسره دښمني وکړي، افغانستان او هند دوه مستقل هېوادونه او دوه مستقل دولتونه دي چې دواړه مختلفې ګټې لري، په ځينو مواردو کې ښايې دا ګټې سره مشترکې وي د بېلګې په توګه له ترورېزم سره مبارزه د دواړو هېوادونو ګډ هدف دى او ترورېزم دواړو هېوادونو ته مشترک تهديد دى.))د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت معيين اعزاز احمد چوهدري دغه راز يووار بيا ادعا کړې چې هېواد يې تيار دۍ چې په افغانستان کې د سولې په ټينګېدو کې رول ولوبوي ځکه د دغه هېواد له امن کېدو سره سيمه امن کېداى شي. خو د افغانستان حكومت په دې اړه شک لري ځكه تېرو تجربو ښودلې چې پاکستاني چارواکي يوازې په خوله د سولې خبره کوي بلکې په عمل کې يې هېڅ هم نه دي کړي. د يو شمېر افغان کارپوهانو په وينا د پاکستان د لامنزوي کېدو لپاره د افغانستان د حکومت اوسني سياست اغېز کړي چې پاکستاني چارواکي يې يوڅه وارخطا کړي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha