صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه

سرلیکنه

د پاكستان حكومت دې پر ډيورنډ كرښې د خنډونو جوړولو پرځاى په خپل هېواد كې ترهګر وځپي

د لرو او برو پښتنو او بلوڅو په ګډون دافغانانو پر زړه دوخت د انګليسي استعمار دخنجر د تور داغ په توګه پر افغانستان د ډيورنډ د تپل شوې منحوسې او كرغېړنې كرښې له تپلو او په ۱۹۴۷زېږديز كال كې د وخت د انګليسي استعمار له لوري دپاكستان د مصنوعي هېواد له جوړېدو راهيسي د وخت انګليسي ښكيلا كګرو او زبيښاكګرو او د هغوى د جوړ شوي مصنوعي او ګوډاګي هېواد پاكستان بې رحمو، مغرضو ،محركو او مخربو استخباراتي او پوځي كړيونه يوازې د ډيورنډ د منحوسې او كرغېړنې كرښې په دواړو غاړو كې په پرتو پښتنو او بلوڅو ولسونو زيات تيري كړي او دپښتنو واحد او يو موټى ولس يې ټوټه ټوټه كړى دى او دغه راز له روغتيايي، ښوونيزو او اقتصادي خدمتونو او نورو ښيګڼو څخه يې محروم او بې برخې كړى ،بلكې پرافغانانو د ډيورند ددغې منحوسې او كرغېړنې كرښې په تپلو سره يې آن د دوى كلي ،بانډې ،حجرې، دېرې ،جوماتونه ،كاريزونه ،باغونه او كرنيزې ځمكې ،هم سره جلا كړي او ټوټه كړي دى او ددغه ډول جايدادونو يوه برخه يې د ډيورنډ كرغېړنې كرښي يوې غاړې او بله برخه يې بلې غاړې ته راغلي دي چې د بشر د حقوقو په اړه له وضع شويو نړيوالو اصولو ،منشورونو او نورمونو سره هېڅ اړخ نه لګوي چې د امريكا په مشرۍ ... ادامه

له ترهګر پاکستان سره دې امريکا او د بشري حقونو سازمان حساب وکړي!

ښه شوه چې امريکا ومنله چې امريکا يي ـ کاناډايي جوړه پاکستان برمته ساتلې وه ،د دې جوړې ماشومان هم د پاکستان د څارکرې شبکې له خوا برمته ساتل کېدل او پر مېرمن يې پرله پسې جنسي تېري کېدل، دا تر ټولو ستر بشري او اسلامي جنايت دی، موږ د بشري حقونو پر نړيوال سازمان او امريكا غږ کوو ،چې له پاکستان سره دې په ګډه حساب وکړي. د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې يا سي آی اې د پنجشنبې په ورځ په زغرده وويل چې امريکايي – کاناډايي جوړه ۵ کاله په پاکستان کې يرغمل ساتل شوې وه. پاکستان غوښتل چې يوځل بيا د امريکا سترګو ته خاورې ور وشيندي ،ای اېس ای ادعا کړې وه چې ګنې دا جوړه يې وروسته له دې وژغورله چې له افغانستانه تازه ورواوښتله!؟ خو ښه شول چې دا د خندا وړ دورغ يې ژر افشا شول. د سي آی اې رييس مايک پومپيو په واشنګټن کې د دفاع او ديموکراسيو څېړنيز انستيتوت ته وويل :((موږ تېره اوونۍ د څلورو امريکايي اتباعو، چې پنځه کاله په پاکستان کې يرغمل وو، د خلاصون په برخه کې ښه نتيجه ترلاسه کړه.)) کله چې جوشوا بويل او د کورنۍ غړي يې خوشي شوي،دا لومړی ځل دی چې د امريکا يو جګپوړی چارواکى په زغرده اعلاموي چې دې کورنۍ د برمته توب ټوله موده په پاکستان کې تېره کړې ده. ... ادامه

د څلور اړخيزې غونډې ثمره، د پكتيا او غزني بريدونه

په افغانستان کې د طالبانو پرمټ د پاكستان پرونيو تروريستي بريدونو ګڼ كسان شهيدان كړل، يوازې په پكتيا كې پر امنيه قومندانۍ، د پوليسو پر روزنيز مركز ، پاسپورت دفتر او د نجونو پر ليليه ترهګرو ځانمرګوبريدونو ۵۱ تنه شهيدان كړي او تر ۱۶۰ ډېر نور يې ژوبل كړي دي. اکثره ټپيان د پوهنتون د ۱۵ محصلانو نجونو په شمول ملکي وګړي دي. په شهيدانو كې د پکتيا امنيه قوماندان توريالى ابدياني هم شامل دى. بل ترهګر بريد د غزني په اندړو ولسوالۍ كې شوى، دا موټر بم بريد و ،چې ۲۱ افغان امنيتي ځواکونه يې شهيدان كړي او ۲۴ نور يې ټپيان كړي دي. له دې دوې ورځې وړاندې په كابل كې پر چاودېدونكو توكو او بمونو بار مازدا ډوله موټر ونيول شو او د ستر ترهګر بريد مخنيوى وشو، دا په داسې حال كې ده ،چې وړمه ورځ د عمان په مسقط كې د افغانستان ،پاكستان ،امريكا او چين څلور اړخيزه غونډه بيا پيل شوه، په هغې غونډه كې به هرو مرو بيا هم پاكستان ژمنه كړې وي ،چې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي!؟ خو د هغې غونډې ثمره دا اوسني بريدونه شول! پاكستان دغه راز د نورو څلور اړخيزو غونډو ټولې ژمنې هم تر پښو لاندې كړې وې، اوس هم پاكستان د امريكا له فشاره ځان غړوي او د ساړه موسم په لړ كې يوځل بيا د ترهګرۍ روزنې ته مينې برابروي، بايد پرې دوكه ونه وخوړل شي، ... ادامه

له پاكستانه دې د څلور اړخيزې غونډې د پرېكړو د پلي كېدو لپاره پياوړى ضمانت واخيستل شي

پرون له پلان سره سم ،د عمان په پلازمېنه مسقط كې د افغانستان ،پاكستان ، امريكا او چين څلور اړخيزه غونډه پيل شوه، دا د پخوانيو هغو غونډو لړۍ ده ،چې پاكستان په كې ټولې ژمنې تر پښو لاندې كړې دي، پرون هم داسې نظرونه خپاره شول ،چې له دې غونډې كومه تمه نه شي كېداى، خو افغان حكومت يې بيا له پاكستان سره د سولې په اړه د خبرو لپاره ، بيا پيل ، غوره ګام بولي او وايي چې پر پاكستان د امريكا د فشار له امله د دغه هېواد چارواكي وارخطا شوي او له افغانستان سره سولې ته مايل شوي، خو په حقيقت كې پر پاكستان ډېر فشار په كار دى او هغه هم د امريكا او نړيوالې ټولنې فشار، كه پر پاكستان د امريكا د نوې ستراتيژۍ له امله فشار راغلى ، خو په ټوليزه توګه يې د دغه هېواد دريځ نه دى بدل كړى او نه هم له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره پر ژمنو پرې بار كېداى شي. دا منو چې په تېر اګېست كې د افغانستان او سويلي آسيا لپاره د امريكا د نوې ستراتيژۍ له اعلامه وروسته پر پاكستان فشار راغلى ،خو كافي نه دى، ... ادامه

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا څلور اړخيزه غونډه

په پام كې ده ،چې نن دوشنبې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازي د عُمان په پلازمېنه، مَسقط کې سره جرګه شي او د افغانستان پر سوله خبرې وكړي. دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په لومړۍ، د پاکستان د پوځ لوى درستيز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته راغى او له ولسمشر محمد اشرف غني سره‌يې د دغو څلور اړخيزو غونډو د بيا پيل كېدو او له افغانستان سره د سولې پر لارو چارو هوكړه كړې ده. د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګېسټ په مياشت کې د افغانستان په ګډون، د ټولې جنوبي آسيا لپاره د خپلې ستراتېژۍ د اعلانولو په مراسمو كې په خپلې وينا کې پر پاکستان پړه واچوله چې ترورېستانو ته‌يې پناه ورکړې او پر اسلام‌آباد يې غږ وکړ چې ډېر ژر دې د افراطي ډلو او ترورېستانو پر وړاندې خپل دريځ بدل کړي. بل لورى افغان حكومت له پاكستان سره ځكه سوله غواړي ،چې د دغه هېواد كړيو په افغانستان كې د نورو افغان دښمنو هېوادونو په ملاتړ تپل شوې جګړه توده ساتلې او ترڅنګ يې د هغې ترهګرۍ او اورپكۍ ملاتړ ته زور وركړى ،چې د افغانستان په شمول يې سيمه او نړۍ ناامنه كړې ده. د بهرنيو چارو وزارت دا غونډه د هر بل وخت په پرتله، ښه فرصت بولي چې پاکستان د بېلابېلو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې او له خپلې خاورې د هغوى د ايستلو لپاره کلک ګام پورته کړي. ... ادامه

د يوې امريكايۍ كورنۍ د ژغورلو له پاره د پاكستاني كړيو تشې نارې سورې

د رسنيو له لارې د خپرو شويو رپوټونو پر بنسټ د وخت د انګليسي استعمار له لورې د پاكستان د جوړ شوي مصنوعي او ګوډاګي هېواد پاكستان مغرضو، محركو او مخربو استخباراتي او پوځي شبكو اوس بيا پر داسې بې بنسټه لاپو شاپو او تشو نارو سورو لاس پورې كړى دى چې د حقاني پر تروريستي شبكې پورې د تړلو كړيو او طالبانو له خوا يوه تښتول شوې امريكنۍ كورنۍ تر دې دمه پورې د افغانستان په خاوره كې وه او اوس اوس پاكستاني پوځيانو او مغرضو كړيو هغه د افغانستان له خاورې څخه د پاكستان خاورې ته د راننوتو پر مهال په نښه كړه او د طالبانو او د حقاني د شبكې د تروريستي ډلو له منګولو يې وژغورله او پاكستاني كړيو له تروريستي ډلو څخه د پاكستان له ملاتړه د امريكا د پام د اړولو له پاره هغه د امريكا هېواد ته وسپارله چې له دې لارې د امريكايي چارواكو بايللي او خوابدي زړونه بېرته راخپل كړي، په داسې حال كې چې د امريكا د استخباراتي ادارو او نورو باوري سرچينو له قوله د حقاني پر تروريستي ډلې پورې تړلو كړيو لا پنځه كاله پخوا په ۲۰۱۲ زېږديز كال كې دغه تښتول شوې امريكايۍ كورنۍ د پاكستان خاورې ته رسولې وه او د القاعده د تروريستي سازمان د مشر اسامه بن لادن به څېر يې په يوې تل خونې كې ځاى پر ځاى كړي، خوندي كړي او پټه كړې وه. رپوټونه وايي چې پاكستاني استخباراتو دغه را د افغانستان امريكايي پوهنتون دوه تښتول شوي استادان هم د دغه هېواد په يوې سيمه كې پټ كړي دي او په خوشې كولو سره به يې د امريكا د ستراتيژۍ له خطره د خپل هېواد وژغوري رپوټونه وايي چې د دې تر څنګ پاكستاني كړيو د تل له پاره داسې نور بې ځايه او بې ځايه او بې بنسټه تورونه هم پر افغانستان لګولي او لګوي يې چې ټولې تروريستي ډلې په افغانستان كې ځاي پر ځاى شوې دي او په پاكستان كې ځالې او روزنځايونه نه لري، په داسې حال كې چې د امريكا په گډون د نړۍ ټولو هېوادونو ته اوس دا ثابته شوې ده چې د داعش، القاعده، طالبانو، لشكر طيبه، جيش محمد، لشكر جنګوي او جندالله په ګډون د ټولو تروريستي ډلو ځالې او روزنځايونه په پاكستان كې دي او هلته په استخباراتي مدرسو كې روزل كېږي، تغذيه كېږي، وسله وال كېږي او له دغه ځايه د سپټمبر د مياشتې د يوولسمې نېټې په څېر د زړه دردوونكو او بوګنوونكو پېښو د سرته رسولو له پاره لمسېږي او هڅول كېږي. ... ادامه

د افغانستان په اړه د روسيې او مغرضو كړيو اوتې بوتې!

په دې وروستيو كې هم روسيې او هم يو شمېر مغرضو كړيو په افغان حكومت پسې غير منطقي ډنډورې پيل كړې دي، روسيې يوځل بيا په ډېرې سپين سترګۍ ويلي، چې ګنې (( له افغانستانه د ترهګرۍ خطر ويني )) او يا له افغانستانه ترهګري ور اوړي، روسيې له ځانه سره تاجكستان هم ملګرى كړى او د افغانستان په ګاونډ كې يې پوځي مانورې پيل كړې، خو هغوى د ترهګرۍ پر اصلي ځالو او هېواد ( پاكستان) سترګې پټې كړې او هغه پاكستان چې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د ګردې نړۍ له خوا ملامت شوى ، روسيې خپل دوست ګڼلى!؟ يا د روسيې ضمير خراب دى او يا خو هېڅ ضمير هم نه لري! د روسيې په دې مكارۍ هر څوك پوهېږي او د پخواني شوروي اتحاد د كبر د كاسې نسكورېدو هم هر چا ننداره وكړه، ښايي روسانو اوس خپل ټپونه څټلي وي، خو موږ يې يو ځل بيا ور يادوو،چې د كبر هغه كاسه يې چې په افغانستان كې نسكوره شوه، دړې يې په ګرده نړۍ كې خورې ورې شوې. موږ روسيې ته وايوو چې له افغانستان، سيمې او نړۍ سره په سالم رقابت كې تلپاتې ګټې ولټوي، نه داچې داځل يې د كبر كنډولى مات او دړې وړې شي، چې بيا به يې هېڅ د رغېدو امكان نه وي. ... ادامه

طالبان يې په جګړه نه شي ګټلى!

د سږ كال جګړييز موسم مخ په ختمېدو دى، طالبان ، ترهګرې او اورپكې ډلې مجبورې دي ،چې په ساړه موسم كې د تاريخي او قسم خوړلي دښمن غېږې ته ځان ورسوي، پرې ناز وكړي ،ځان پرې پياوړى او ترې د افغان وژنې او هېواد ورانونې لپاره د بل نوي كال لپاره پلان او تجهيزات وغواړي ،خو دا تاريخي دښمن هم ،چې دغه جنګيالۍ او ترهګرې ډلې يې تر اوسه نازولې ، تر بل هر وخته ډېر تر فشار لاندې دى، د امريكا نوې ستراتيژي ،چې د سويلي اسيا لپاره يې جوړه كړې او پلې كېږي ،پر بنسټ يې هغه ځالې هم په نښه كېږي ،چې له ساړه موسمه د تېښتې او تجهيز لپاره دا ډلې په كې دمه كوي. پاكستان چې د افغانستان تاريخي دښمن دى او په هېڅ توګه د افغان ولس پرضد له جګړې لاس نه اخلي ،د ترهګرۍ او اورپكۍ د ساتلو او ملاتړ له امله تر سخت نړيوال فشار لاندې دى، نړيواله اجماع غوښتنه كوي ،چې پاكستان دې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر شي ،كه نه نو پرې دې سخت فشارونه نور هم راوړل شي ،نړيواله غوښتنه دا هم ده،چې هلته د ترهګرۍ ځالې وويشتل او له منځه لاړې شي. له همدې امله طالبان او نورې ترهګرې ډلې نه شي بريالي كېداى ،خو يوه لار لري ،چې د پاكستان لپاره جګړه او ځان تېرېدنه بس كړي ،په دې كې هم د دوى او هم د ټول ملت خير دى. كه بيا هم د پاكستان جګړې ته په افغانستان كې زور وركوي ،نو له منځه وړل كېږي. طالبان او ترهګر سږ كال د پاكستان له خوا په هغه پلان كې په بشپړه توګه ناكام شول ،چې ګنې په افغانستان كې به يو شمېر ولايتونه لاندې كړي!؟ هغوى هم باټې ويشتې ،خو له درانه زيان پرته يې نور څه تر لاسه نه كړل. دغه راز پاكستان پرته له دې ،چې انزوا ته لاړ او په نړيواله كچه د ترهګرۍ پر ملاتړ تر فشار او ملامتيا لاندې راشى ،نور هېڅ هم تر لاسه نه كړل. پاكستان ډېر غوښتل چې په افغانستان كې نظام او نړيوال مرستندويان وننګوي ، ... ادامه

پاکستان طالبان او داعش يو ځای د افغانستان پرضد کاروي!

د پاکستان له خوا طالبانو ته امر شوی ،چې له داعش جنګياليو سره اختلافات پای ته ورسوي او اوږه په اوږه د افغانستان د نظام او پرمختګ پرضد ګام پورته کړي. دا ماموريت طالب مشر ملا هبة الله ته ورکړل شوی او د هغه له خولې پر طالبانو امر شوی ،چې له داعش سره لاسونه يو کړي. د طالبانو مشر مولوي هبة الله څو ورځې مخکې د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته را استول شوی و او هلته يې د کوټې شورا له مهمو غړو سره يوځای له خپلو پلويانو غوښتي چې نور له داعش سره مخالفت ونه کړي. دغه طالب مشر د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر مټ راغلی و، د طالبانو او داعش د يو ځای کولو ګام د پاکستان هغه بل پلان دی ،چې غواړي د امريکا له فشاره ځان ګوښه کړي او افغان حکومت له نورو ستونزو سره مخ کړي، په دې اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير څه موده وړاندې ويلي وو چې‌‌‌‌‌که فشارونه زيات شي، ښايي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د داعش ملاتړ وکړي. موسی کلا ته د ملا هبة الله د سفر په اړه د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي: په راغلو کسانو کې د کوټې شورا د غړو او مشر تر څنګ د لشکر دعوا او لشکر طيبه خلک هم وو. ... ادامه

بلک هاک الوتکې د جګړې لورى بدلولی شي

افغان هوايي ځواک ته وړمه ورځ د کندهار په هوايي ډګر کې پرمختللې امريکايۍ څرخۍ وسپارل شوې ،دا څرخۍ بلک هاک دي ،چې د روسيو هغو ځای به ډک کړي، امريکايي چارواکي دا له افغانستان سره د خپلو ژمنو د لړۍ پيل بولي ، د دغو څرخيو د سپارلو مراسمو ته ولسمشر غني هم ورغلى و ،چې په کې ګڼو نورو چارواکو او د ناټو قوماندانانو ګډون کړی و ،افغانان د امريکا له دغو مرستو د زړه له تله هرکلی کوي، دا مرستې افغان هوايي ځواک پر پښو دروي او اړتياوې يې پوره کوي، ځکه افغان ځواکونه د نړيوالې ترهګرۍ پرضد جګړه کې ښکېل دي او دا الوتکې به د هغوی ملاتړ وکړي، ولسمشر غني او نورو امريکايي چارواکو وويل ،چې دا به د يرغلګرو او طالبانو ليکې ماتې کړي او هغوی به هېڅکله هم د جګړې او بريدونو پر مټ بريالي نه شي ،نو غوره ده چې د سولې له بهير سره يوځای او د دښمن وسلې پر مځکه کېږدي. امريکا پلان لري چې تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانستان ته ۱۵۹ بلک هاک څرخۍ الوتکې ورکړي. ۵۸ دغسې څرخۍ پر اضافي توغنديو او وسلو مجهزې دي ،چې هوايي ملاتړ هم سر ته ورسوي. دا به د ام آی ۱۷ ډوله روسي څرخيو ځای ډک کړي. ... ادامه

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 next last مجموعه نتایج: 490 | نمایش: 1 - 10