صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په کندهار کې د ټاپي پروژې کارکوونکي چا وژلي؟

په کندهار کې د ټاپي پروژې کارکوونکي چا وژلي؟

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کندهار کې د ټاپي پروژې کارکوونکي چا وژلي؟

په کندهار کې چارواکي وايي، چې ناپېژاندو وسله‌والو پرون سهار د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ټاپي د پروژې پنځه کارکوونکي وژلي او يو تن يې له ځان سره بيولی دی. پېښه له هلمند سره نږدې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د کندهار د والي وياند داوود احمدي ويلي، وژل شوي کسان د ټاپي د پروژې د سروې کار کوونکي دي چې په سيمه کې په کار بوخت وو. نوموړي زياته کړه : (( دا کارکوونکي د ملنګ کارېز په سيمه کې د نا معلومو وسله والو تر بريد لاندې راغلي چې پنځه تنه پکې وژل شوي او يو تن بيول شوی.)) د کندهار امنيتي مقامات بيا د دې مهمې او حياتي پروژې ،چې د سروې کار يې پيل شوی د کارکوونکو د امنيت او ثبات ساتلو له مسووليته اوږه خالي کوي،خو دا پروژه، پروژه ګۍ نه ده،بلکې له ګڼو ناندريو او لسګونو کلونو هڅو او منډو ترړو وروسته پيل شوې، دا د قناعت وړ نه ده،چې ګنې د ټاپي د پروژې يادو کار کوونکو د ميوند ولسوال او امنيه قومندان ته ويلي وو چې دوی هېڅ امنيتي ستونزه د خپل کار په وړاندې نه ويني او امنيتي کسانو ته هم اړتيا نه لري. احمدي په دې اړه وويل : (( د ټاپي د پروژې ياد ګډ ټيم په ميوند ولسوالۍ کې زموږ له امنيتي او محلي مسوولينو سره په غونډه کې ډاډ ښودلی و چې ددوی په امنيتي برخه کې دې څوک مداخله نه کوي او دوی کوم خطر نه احساسوي.))

عجيبه ده!؟ دا پېښه په داسې حال کې کېږي، چې د ايران له پلان سره سم د فراه تر جګړې وروسته دا وېره خپره شوه، چې ايران په لوېديځ کې د افغانانو د اوبو د مديريت او دغه راز د ټاپي پروژې د عملي کار مخه نيسي او هڅې يې دا دي، چې دا پروژه ناکامه او په بدل کې يې پاکستان او هند ايران ته ګاز ورکړي، ايران د دې لپاره د خپلو ګازو نل ليکه تياره تر بلوچستانه را تېره کړې هم ده! په همداسې حال کې د امنيتي کسانو بې توپيره پاتې کېدل، په لوی لاس دښمن ته زمينه برابروي او دا پروژه د افغانانو له خولې باسي! د سيمې امنيتي کسان بايد ځواب ووايي، دا مسئله ډېره مهمه او جدي ده، بايد د دې سترې پېښې تر شا دې د دښمن لاسونه بربنډ شي. د ټاپي پروژه اوس د نړۍ د سترو قدرتونو له جنجاله را ايستل شوې،خو افغانانو ته په کمين کې ناست دښمن لپاره د زغملو نه ده، دا پروژه د افغانستان امنيت، ثبات او اقتصاد تضمينوي او ورپورې د افغانانو غوره راتلونکې او حيثيت تړل  شوی دی. دښمن چې دا ښې ګڼې يې پر افغانانو پېرزو نه دي، له هر ممکن حالته ګټه پورته کوي او د دې پروژې مخنيوی کوي.

افغان حکومت دې د دې پېښې ژوره پلټنه وکړي، دا ډېره خطرناکه دسيسه ده. د ټاپي د ګازو د بېولو ستره سيمه ييزه پروژه ده، چې د ترکمنستان ګاز په کې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته بېول کېږي،دا پروژه يوازې نه ده، بلکې نورې پروژې هم ورسره تړلې دي، په څنګ يې د اوزګاډي پټلۍ او د برېښنا مزي هم غځول کېږي، چې افغانانو ته يې د ټرانزيټ ګټه ډېره لوړه ده، دا دې نل ليکې مسير له ترکمنستانه د افغانستان هرات ولايت ته را لېږدول کېږي  او بيا يې تګلوری تر هلمند وروسته د کندهار له ميوند، ژېړۍ، پنجوايي، ډنډ، تخته پل او سپين بولدک ولسواليو تېرېږي. دا پروژه د ستر ضمانت له مخې پيلېږي، که امنيت او ثبات يې خراب شي، نو د دې پروژې تحقق ناممکن دی!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha