صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پر ديني او ولسواكو بنسټونو ترهګر بريدونه د خلكو مفكوره نه شي بدلولى!

پر ديني او ولسواكو بنسټونو ترهګر بريدونه د خلكو مفكوره نه شي بدلولى!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پر ديني  او ولسواكو بنسټونو ترهګر بريدونه د خلكو مفكوره نه شي بدلولى!

پرون په لوګر او وړمه ورځ په خوست کې د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې پر مراكزو ترهګر بريدونه وشول، په خوست كې خو دا مركز په يوه جومات کې جوړ شوى و، چې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو لپاره په كې نوم‎ليکنې وشي، خو له بده مرغه ،چې په دغه مقدس ځاى كې هم دا مركز په نښه شو او هېڅ د جومات تقدس ته هم پام ونه شو. په داسې حال كې ،چې جومات د اسلام د مبين دين سپېڅلى او له هر ډول تعرض نه خوندي ځاى دى، آن تر دې چې د خداى کور ګڼل کېږي، خو د تاريخي او قسم خوړلي دښمن له پلان سره سم يې ترهګر طالب او داعش په بمونو الوځوي او په كې د بې ګناه ملكي وګړو وينې تويوي. دغه راز ښوونځي د ښوونې او روزنې مراكز دي، چې ديني، پرمختيايي، صحي او نورې زده كړې په كې كېږي. د دې ترڅنګ رسنۍ د ملت د پرمختګ، روا غوښتنو او د خلكو د ارامۍ او امنيت لپاره خپرونې كوي، خو په دې وروستيو كې هم جوماتونه ، هم ښوونځي او هم دا رسنۍ ،چې د پوهنتون، ښوونځي او ديني مركز رول ادا كوي، تر بريدونو لاندې راغلې دي، د خندق په نامه عملياتو وښووده ،چې د افغانستان دښمنان د افغانستان د خلكو پر ديني، ښوونيزو ،روزنيزو او ولسواكو ازرښتونو بريدونه متمركز كړي دي! دښمن مو نه پرېږدي، چې ازاد، خپلواك، ولسواك او پوه مسلمانان وو! په لومړي سر كې دولت دا مسووليت پر غاړه اخيستى ،چې د خلكو لپاره د پرمختګ، زده كړو او ازادۍ حقونه خوندي كړي او د دغو ډګرونو امنيت ټينګ وساتي.

 د خندق له عملياتو وروسته افغان حكومت په پام كې لري، چې د رسنيو، د ټاكنو د نوم ليكنې او ټولو ديني، فرهنګي او روزنيزو مراكزو امنيت خوندي كړي، چې خلك هم د ولسواكۍ د ارزښت ساتلو او د ولسواكۍ د تحقق لپاره هم د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې او د رايې اچونې لپاره په ازاده ،باامنه او خوندي فضا كې تصميم ونيسي، دوهم د رسنيو د كاركوونكو د امنيت، كار او كړنو ثبات دې ټينګ كړي. د دې لپاره مرستندويې، خوندي كوونكې او ملاتړې ادارې رامنځته كېږي. ولسمشر غني امنيتي او دفاعي ځواكونو ته امر كړى، چې د نوم ليكنې ټول مراكز خوندي وساتي او د رسنيو د كاركوونكو امنيت ټينګ كړي او اړوندې ادارې د هغوى د شهيدانو له پاتې كسانو سره مرستې وكړي، چې آن بچيان يې هم زده كړې وكړاى شي. په دوهم قدم كې خلك هم مسوول دي، چې د خپلې ښې او باامنه راتلونكې لپاره لاس په كار شي او د هغو ترهګريزو اعمالو په وړاندې بې‌تفاوته پاتې نهشي،چې ديني، ولسواك ، ښوونيز او روزنيز ارزښتونه يې ور ورانوي او د پرمختګ په مخ كې يې خنډ ګرځي. په اصل كې ملت مهم دى، كه ملت نه وي، نو هلته دولت هم كوم مفهوم شتون نه لري، دولت د ملت دى او د ملت لپاره خدمات وړاندې كوي، نو چې داسې ده، ملت دې، د خپلو مرستندويانو او په خدمت كې د نظام ملاتړ او ننګه وكړي او په هوښيارۍ او ويښتيا سره دې د ترهګرۍ ،تاريخي او قسم خوړلي دښمن او د هغوى د وسله والو او ځانمرګو بريدګرو ډلو او افرادو په وړاندې غږ پورته كړي. بيا هم پر ديني، روزنيزو او ولسواكو بنسټونو او د رسنيو پر كاركوونكو بريدونه غندو،خو ولس ته ډاډ وركوو، چې دښمنان په دا شان ترورېستي بريدونوسره نه شي كولى،چې پر ولسواکۍ، مدني حقونو او فردي ازاديو د خلکو باور له منځه يوسي او يا دا مفكوره کمزورې او د ټاکنو ملي بهير ګډوډ كړي، ټاكنې هرو مرو كېدونكې دي، امنيت به يې خوند وي او د ملت دا قربانۍ به رنګ راوړي!

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha