صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ترهګرۍ پرضد د امريكا او روسيې د ګډې مبارزې اوازې

د ترهګرۍ پرضد د امريكا او روسيې د ګډې مبارزې اوازې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترهګرۍ پرضد د امريكا او روسيې د ګډې مبارزې اوازې

د امريکا او روسيې حكومتونو په افغانستان كې د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې وړانديز كړى دى. دا په نړۍ كې ستر قدرتونه او يو د بل رقيب هېوادونه دي، د دواړو له همكارۍ او ګډې مبارزې پرته د افغانستان، سيمې او نړۍ جګړې او لانجې هم نه شي حل كېداى، خو كه دواړه لوري وغواړي، نو دا كار په كم وخت كې هم كېداى شي. له بده مرغه همدغو رقابتونو په افغانستان كې تپل شوې جګړه روانه ساتلې ده، خو زيانونه يې دغو دوو سترو قدرتونو ته هم اوړي، روسيې هم ستره تېروتنه وكړه ، له امريكا او لوېديځ سره يې په سيالۍ كې پر افغانستان يرغل وكړ او تر اوسه ځان د افغانستان وارثه بولي، خو په دې كې يې ستره ماتې وخوړه او دا ماتې يې د امريكا په همكارۍ او مرسته خوړلې ده، سره له دې، چې ډېرو هېوادونو له روسيې آزادي واخيسته او په سياسي ،پوځي او اقتصادي ډګرونو كې يې سختې ماتې وخوړې، خو په افغانستان كې يې تپل شوې جګړه دوامداره وساتله او تر اوسه د دې جګړې د دوام لپاره هلې ځلې كوي ، ان تر دې چې روسيه د افغانستان د وېشلو او تجزيې له مفكورې او پلانه لاس نه اخلي!

كله چې د طالبانو له واكمنۍ وروسته د امريكا په مشرۍ نړيواله ټولنه په افغانستان كې ښكېله شوه، نو همدا روسيه يې د نورو ملګرو هېوادونو په همكارۍ د كار مخنيوى كوي. روسيه د افغانستان د لانجې د دوام  ترڅنګ په افغانستان كې د امريكا په مشرۍ د ناټو د حضور مخالفت كوي او په مخ كې يې د ترهګرۍ په واسطه ستونزې را ولاړوي، روسيه د دې لپاره له هر فرصته ګټه پورته كوي، نو په همداسې حال كې بيا ډېره جالبه ده ،چې روسيه دې له امريكا سره د ترهګرۍ په مخنيوى او له منځه وړلو كې د همكارۍ لپاره چمتو شي!؟ دا ښه اقدام دى او افغان حكومت يې هركلى كوي. روسيه بايد د خپلو ګټو لپاره دا كار وكړي، ځكه په افغانستان كې يې د څو سوه كلونو په موده كې له لاسوهنې هېڅ كومه ګټه نه ده تر لاسه كړې، خو يوازې او يوازې يې په افغانستان كې بشري ستر ستر جنايتونه كړي او سختې سياسي، پوځي او اقتصادي ماتې يې خوړلي او په دې ډګرونو كې يې زيانونه ليدلي دي. په هر حال په افغانستان کې د نيابتي جګړې له اندېښنو سره هممهاله ښايي دا لومړى ځل وي چې يو لوړ پوړى امريکايي چارواکى په افغانستان کې د واشنګټن او مسکو د ګډ کار خبره کوي، خو ترورېزم نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولو هېوادونو ګډ دښمن دى او پر وړاندې يې مبارزه هم بايد په ګډه وشي. د دې لپاره د ښكېلو لوريو مخامخ اړيکې او همکارۍ اغېزمنې تمامېداى شي او د افغانستان په شمول سيمه او نړۍ له ترهګرۍ خوندي كېداى شي، خو دا اړيكې بايد مخلصانه ،هدفمندانه، د ولسونو د ژغورنې او په افغانستان ،سيمه او نړۍ كې د امنيت ،ثبات او سوكالۍ لپاره وي! داسې نه ،چې روسيه دې له هغه ترهګر پاكستان سره دوستي وپالي، چې د افغانستان ، سيمې او نړۍ د ګډوډۍ او ناامنه كولو لپاره يې ترهګري مهمه وسيله ګرځولې او ترهګر توليدوي. كه روسيه په رښتيا هم دا كار غواړي،نو لومړى دې له دغې ترورېستي ځالې سره اړيكې وشلوي او بيا دې د تر هګرۍ ضد مبارزې ژمنه وكړي! ترهګري ستر خطر دى، دا د هر هېواد دچارواكو ستر مسووليت دى،چې پرضد يې مبارزه وكړي او له خپل ملته دا ګواښ لرې كړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha