صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د اندونيزيا په غونډه کې د ديني عالمانو رسالت

د اندونيزيا په غونډه کې د ديني عالمانو رسالت

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اندونيزيا په غونډه کې د ديني عالمانو رسالت

د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا ديني عالمان به راتلونکې اوونۍ په جاکارتا کې راغونډ شي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره سوله ييزه حل لار ومومي. دا کنفرانس د روانې مې مياشتې په يوولسمه د اندونيزيا د ولسمشر جوکو ويدودو په وړانديز او کوربه توب جوړېږي. په تېره مارچ مياشت کې هم د دې غونډې لپاره هڅې شوې وې، د اندونيزيا ولسمشر د دغه کنفرانس وړانديز د جنورۍ په مياشت کې کابل ته د سفر په مهال کړی و او ويلي يې وو چې اندونيزيا د نړۍ د يو بې پرې هېواد په توګه کېدای شي چې د افغانستان په سوله کې مثبت رول ولوبوي. افغان حکومت د دې غونډې لپاره پوره تياری نيولی، د افغانستان ديني عالمان په هېواد کې د تپل شوې جګړې د دوام لپاره د پاکستاني ملايانو او تش په نامه مفتيانو له خوا ترهګر او ځانمرګي بريدونه غندي، په همداسې حال کې طالبانو هم د افغان حکومت او ولس پرضد ترهګريز بريدونه ډېر کړي ، هغوی د (( خندق )) په نامه نوي پسرلني عمليات اعلام کړي ،چې په افغانستان کې يې ملکي وګړو ته سخت زيانونه اړولي دي.دا بريدونه په هېواد كې هر ډول پرمختيايي، ولسواکي او نورو هڅو مخنيوي کوي.

دې ته په کتو سره افغان ديني عالمانو له ولسمشر غني سره وکتل او د دغو بريدونو د مخنيوي د لارو چارو په اړه يې پرېکړه ليک خپور کړ، په پرېکړه ليک کې څرګنده شوې ،چې د علماوو سرتاسري شورا په کابل او ولايتونو کې د دښمنانو ځانمرګي او ترهګر بريدونه چې د خبريالانو په شمول د خلکو د شهادت لامل شول، غندي او دا د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف دي. همدارنګه د افغانانو دښمنانو د خندق په نامه عمليات پيل کړي ، په داسې حال کې چې د اسلام د ستر پيغمبر(ص) په زمانه کې د خندق غزوه له مشرکينو سره کېده. د افغانستان دښمنان اوس د خندق په نوم د سپين ږيرو، ښځو، ځوانانو او ماشومانو په شمول د عامو مسلمانانو قتل عام ته لار جوړوي په داسې حال کې چې دا د اسلام د مقدس دين له دستورونو پر خلاف عمل دی. د ديني عالمانو د دغه پرېکړه تود هرکلی او ننګه وشوه، جمهوررييس غني د دغو بريدونو په ناروا ګڼلو، له فساد سره مبارزه او په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په برخه کې د هېواد د علماوو دريځ وستايه او زياته يې کړه، موږ نړيوالو ته په سرلوړۍ وايوو چې په دغه برخه کې مود هېواد علما سرتاسري اجماع ته رسېدلي دي. دا د اندونيزيا د کنفرانس لپاره پوره تياری او اجماع ده، په اصل کې پر افغانستان روانه تپل شوې جګړه ناروا او هېڅ ديني روايت نه لري، د پاکستان ديني عالمان بيا دې جګړې ته له خپلې خېټې روايتونه را باسي، په داسې حال کې ،چې سعودي عربستان هم د افغانستان د جګړې د نارواوالي په اړه د اسلام د ديني عالمانو د غونډې جوړولو اراده لري. په هغې غونډه کې به هم دا جګړه رد او ناروا اعلام شي. له همدې امله بايد د اندونيزيا په غونډه کې د پاکستان له ديني عالمانو سره په ګډه اسلامي اجماع را منځته شي او ټول په ګډه د دې جګړې د بندولو لپاره غږ پورته كړي او د سيمې هېوادونه يې د پرېکړو پلي کولو ته لاس واچوي، له دې پرته به ناروا ترهګري د افغانستان تر څنګ سيمې ته هم پام واړوي او بيا به له دې بلا خلاصون ستره او لويه ستونزه وي، نن که پر افغانستان د دښمنانو له خوا تپل شوې جګړه د بې ګناه خلکو ژوند اخلي، نو وېره ده ،چې د دې جګړې اور به سيمه هم وسوځوي، بل دا چې دښمن خپلې ناروا جګړې ته د اسلام جامه ور اغوندي،خو تر اوسه ديني عالمان پټه خوله دي، نو دا د ديني عالمانو او اسلامي نړۍ دنده ده ،چې د دغه ډول غونډو له لارې د دې جګړې د مخنيوي لپاره غږ پورته کړي او خپل په دې برخه كې رسالت په ښه توګه ادا کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha