صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | افغان ملت د برېښنايي تذکرو د وېش توود هرکلى کوي!

افغان ملت د برېښنايي تذکرو د وېش توود هرکلى کوي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان ملت د برېښنايي تذکرو د وېش توود هرکلى کوي!

افغان ولس په پراخه کچه د برېښنايي تذکرو د وېش هرکلی کړی او ملت د مهم ملي بهير د تحقق او ملي هويت د خوندي کېدا لپاره د دغو تذکرو د تر لاسه کولو لپاره بشپړ تياری ښکاره کړی دی. له همدې امله د تېرې پنجشنبې ورځ د افغانانو په تاريخ کې مهمه وګڼل شوه او د برېښنايي تذکرو بهير رسماً پيل شو، چې افغان ولس يې د يو ويشتمې پېړۍ مهم پړاو ته داخل کړ.د برېښنايي تذکرو وېش ستره ملي اړتيا ده، چې له نېکه مرغه اوس يې ټول قانوني پړاوونه بشپړ شوي او د اجرا کولو لړۍ يې پيل شوه، د نفوسو د احوال د ثبت ادارې هم ويلي ،چې هغوی به دا لړۍ په لومړيو کې په کابل او بيا ټول هېواد کې بشپړه کړي. ولسمشر غني لومړی امنيت ياد کړ، چې دا تذکرې يې خوندي کولی شي، د هغه خبره پر ځای ده ،چې په دې سره د خپل او پردي توپير کېدای شي او د افغان ملت هويت ثابتوي او د افغان په جامه کې بې مسؤوليته او مجرمانو د پټېدلو مخه نيسي. دا تذکره اقتصادي رفاه رامنځته کوي او عدالت او ټولنيز حقونه تامينوي.

دا د هېواد د ښې راتلونکي لپاره، لوی ملي پروګرام دی او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له  هر افغان وګړي غوښتنه کېږي چې تذکره واخلي او د دې مهمې ملي پروسې ملاتړ وکړي. دغه راز ولسمشر د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ د نظام  ‌جوړونې په لور اساسي ګام وباله، خو د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله دغه بهير نامشروع وباله ، چې لا هم د الکترونيکي تذکرو د وېش پر سر د حکومت د مشرانو تر منځ د نظر اختلافات شتون لري. د ښاغلي عبدالله پر وينا، په اوسنيو شرايطو کې افغانان يووالي ته جدي اړتيا لري، خو له سلامشورو پرته د برېښنايي تذکرو د وېش پيل به د افغانستان د قومونو ترمنځ د اختلافاتو لامل شي. موږ پوه نه شوو، چې ښاغلی اجرائيه رييس ولې دا ملي پروسه ، چې د ټول ملت پرې ملي اجماع ده ،د اختلافونو لامل بولي!؟ پوښتنه دا ده ،چې افغانان دې په يوه ملي هويت ونه پېژندل شي؟ ايا د افغان ولس په منځ کې دې د غله، ترهګر او جنايت کار مخنيوی ونه شي، ايا دا تذکرې دې د ټاکنو په شمول د ګڼو درغليو د مخنيوي لپاره ونه کارول شي؟ او ايا افغان ولس دې هم د نورو هېوادونو د ملتونو په څېر د ۲۱ مې پېړۍ د لويې غوښتنې پر بنسټ دا تذکرې ونه لري، چې د ملي هويت د تثبيت تر څنګ د ګڼو چارو په اسانتيا او د درغليو په مخنيوي کې مهم او ستر رول لوبوي؟ اوس ملت پوه دی ، چې دا لړۍ يې ملي يووالی خوندي ساتي، ځکه د نفوسو د احوال د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې له تعديل او د ولسمشر غني له توشېح وروسته، د دغو تذکرو د  بهير په وړاندې ټول خنډونه له مخې پورته شوي.

دا ماده چې په برېښنايي تذکرو کې د افرادو د مشخصاتو د ثبتولو په اړه ده، له تعديل وروسته يې په الکترونيکي تذکرو کې د دين، مليت او قوم د نومونو يادولو ته لاره  هواره کړې ده.دا کار د ټول ملت له نظرياتو، اندېښنو او نيوکو وروسته تر سره او ټول قانوني مراحل يې بشپړ شوي دي، له همدې امله د تذکرو په تر لاسه کولو کې ټول ملت ګډون کوي، که  څوک بيا  هم اختلافات لري، نو دې عالمانه، منطقي، دور اندېشانه، ملي او په نړيوال تفکر دې برخورد وکړي، خو اوس ټولې اندېښنې له منځه تللې، په تذکرو کې هم د دين، هم د ملت او هم د قوم يادونه شوې ده سربېره پر دې په۲۱ مه پېړۍ کې اوسنۍ تکنالوژي امر کوي، چې ملتونه دې برېښنايي تذکره ولري، چې په سياسي، اقتصادي، امنيتي او فرهنگي معاملو کې ورته ستره اړتيا ده. له همدې امله د برېښنايي تذکرو وېش مهم ملي گام، د امنيت د تحقق لپاره ستر عمل، د پرمختګ، هوساينې ،ټولنيز نظم او ملي يووالي لپاره مهم اصل دی، چې په کې د ټول ملت خير دی،نو ټولو سياسيونو، مشرانو، ځوانانو او ټول ملت ته په ډېر احترام غږ کوو، چې په اوسني مهم مهال کې د برېښنايي تذکرو د تر لاسه کولو په لړۍ کې ګډون وکړي او دا ملي او مهمه لړۍ په خوښۍ او ملي رسالت سره بشپړه کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha