صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د افغان جګړې اور د سيمې او نړۍ هېوادونه هم وريتولى شي!

د افغان جګړې اور د سيمې او نړۍ هېوادونه هم وريتولى شي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان جګړې اور د سيمې او نړۍ هېوادونه هم وريتولى شي!

د طالبانو له خوا د نويو پسرلنيو عملياتو د اعلام پرضد سخت حساسيتونه را پارېدلي دي، ملي فكر دا دى، چې طالبان په هېڅ توګه خپلواك كېداى نه شي او د هغوى تر څنګ نورې ترهګرې ډلې هم د پردۍ تپل شوې جګړې د دوام او بيا په دې جګړه كې د افغان دښمنو كړيو د ناوړو مقاصدو لپاره كارول كېږي! دا مفكوره وروسته له هغې بيا تازه كېږي، چې طالبانو بيا هم د افغان حكومت سوله ييز وړانديزونه ونه منل او د خپل بادار په امر يې رد كړل. كه نه نو هغوى ته دا ځل بې ساري داسي چانسونه وركړل شوي ،چې كولى شي، ترې د خپل سياسي ظهور لپاره كار واخلي، خو داسې نه شي كولى! پر طالبانو بيا هم د نوي كال په را د بره كېدو سره د (( خندق )) په نامه پسرلني عمليات اعلام كړاى شول، چې ورسره جوخت د هېواد په ګڼو سيمو كې افغان ځواكونو ته مرګ ژوبله واوښته. دا چې د (( خندق )) د عملياتو رېښه له كومه ځايه او څنګه سرچينه اخلي، پر دې نه غږېږو ،ځكه دا نوم په هېڅ توګه د افغان تپل شوې هغې جګړې لپاره اطلاقېداى نه شي، چې افغان او د ګردې اسلامي نړۍ ديني عالمان يې (( ناروا )) بولي، خو دلته بحث پر دې دى،

 چې ولې د دې تپل شوې جګړې ،چې سيمه او نړۍ هم ورسره ناامنه ده، مخنيوى نه كېږي؟ د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد دا ومني ،افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د خپل بې ساري ستراتيژيک او جغرافيايي خورا مهم موقعيت له کبله د نړۍ او شا او خوا لويو او کوچنيو ځواکونو د رنګارنګ ګواښونو، پوځي او ګوريلايي تېريو موخه او ميدان ګرځېدلى، خو هېڅ ځواک او امپراتورۍ پرې منګولې ټينګې نشواى کړاى او دا پر خپلواکۍ مين خلک يې تسليم نشواى كړاى،خو افغان ملت د هرې دفاع او سرښندنې په پاى کې د بهرنۍ لاسوهنې او جوړښتونو ښکار ګرځېدلى او سياسي ماتې يې خوړلې او په هېواد كې يې تپل شوې جګړه دوامداره پاتې شوې ،چې رنځ او درد يې هم ټولې سيمې او نړۍ ته غځېدلى دى. دا ستره ستونزه به تر هغې  دوامداره وي،چې د افغانستان بشپړه سياسي او اقتصادي خپلواکي بېرته نه وي تآمين شوې. د نړۍ لرې او نږدې ځواکونه که وغواړي يا ونه غواړي، اړ دي چي د ځان او ښکېلو هېوادونو د سوله ييزې ژغورنې لپاره د افغانستان ملي خپلواکي او ناپييلتوب د ملګرو ملتونو له لارې په عملي توګه په رسميت  وپېژني ، د ګاونډيو او نورو هېوادونو لاس وهنې په نړيواله كچه غيرقانوني وګڼل شي او د هېواد د ړنګولو او بربادۍ د تاوان په بدل کې نړيوالې پوځي او اقتصادي مرستې د قانوني حق په توګه حکومت ته وخت په وخت وركړل شي، چې يو ځل بيا افغانستان په اصلي او تاريخي بڼه را څرګند شي او له ستراتېژيك اهميته يې سيمه او نړۍ روا ګټې پورته كړاى شي. موږ وينو، چې روس له شماله ، پاكستان او د هغه باداران له ختيځ او سوېل ختيځه ، ايران له لوېديځه او نورو دښمنو هېوادونو له سيمې او نړۍ لاسونه را غځولي او د افغان ناروا جګړې اور ته تېل ور شيندي ، روس خو دا لاسوهنې د تجزيې تر كچې پراخې كړي ، خو په دې كې يې تاوان دى، دا اور چې نن د افغانانو په كور كې بل دى او په يو او بل نامه افغانان په كې وريتېږي ، په ګاونډ ،سيمه او نړۍ كې هم شغلې پورته كولى او ملتونه وريتولى شي! غوره دا ده ،چې دغه اور په ګډه ووژل شي او د افغانستان له موقعيته په ښه توګه ګټه پورته كړاى شى.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha