صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ټاکنو د مخنيوي لپاره طالبان سولې او اوربند ته نه پرېښوودل کېږي!

د ټاکنو د مخنيوي لپاره طالبان سولې او اوربند ته نه پرېښوودل کېږي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاکنو د مخنيوي لپاره طالبان سولې او اوربند ته نه پرېښوودل کېږي!

د کابل په ګډون په ګڼو ولايتونو کې د انتخاباتو لپاره د نوم ليکنې پر مرکزونو ترهګرو بريدونو وښوده ،چې دښمن په هېڅ توګه نه غواړي، چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د مهم اصل د تحقق لپاره ټاکنې وشي! په کابل کې وړمه ورځ ترهګر بريد د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره د نوم ليکنې پر مرکز په برچي سيمه کې وشو،چې څه باندې ۱۷۰ کسانو ته مرګ يې ژوبله اړولې ده، ورته بريد پرون په بادغيس کې هم وشو ،چې نهه افغان ځواکونه يې شهيدان او يو شمېر نور ټپيان کړل، دا ډول بريدونه په ننګرهار او د هېواد په شمل کې هم شوي دي. دا بريدونه که څه هم په کور د ننه او نړيواله کچه سخت غندل شوي او اروپايي او نړيوالې ټولنې يو ځل بيا د ټاکنو د ملاتړ لپاره د هر راز مرستو ژمنې تازه کړې، خو دا وېره ده ،چې دا ډول نور بريدونه به هم وشي. سره له دې، چې د افغانستان ملي دفاع وزارت د دغو ټاکنو د امنيت ډاډ ورکړی او وايي چې د دې لپاره به پر ترهګرو او وسله والو مخالفينو بمبارۍ زياتې کړي، خو بيا هم راتلونکې انتخابان خوندي دي! دا منو ،چې د ناټو تړون به د امريکا په مشرۍ له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر شا وي،خو د افغانستان تاريخي او قسم خوړلی دښمن په ټول وس د ټاکنو د پراخ بهير مخنيوی کوي.

همدا اوس په ګڼو ولايتونو کې د نوم ليکنې مراکز د امنيت او د حکومت د حاکميت د نشتوالي له امله تړلي پاتې دي او طالبان هم څوک نه پرېږدي، چې نوم ليکنه او په ټاکنو کې ګډون وکړي، بل لوری که د نوم ليکنو په مرکزونو کې تذکرې هم وېشل کېږي، ډېر خلک له تذکرو سره سره ،نورې جعلي تذکرې هم اخلي. پنجابی او د هغه تر شا د افغانستان تاريخي دښمنانو طالبان پرې نښتودل چې سوله وکړي او د ټاکنو په څېر دې افغانستان له پرمختګه برخمن شي. د امنيت د نه شتون له امله د غزني له دوولس پښتون مېشتو ولسواليو، په ولسي جرګه کې يو استازی هم نه شته، خو د همدغه غزني د دونيمو هزاره مېشتو ولسواليو څو استازي په ولسي جرګه کې دي ، اوس هم د راتلونکو انتخاباتو ورته حال دی، موږ د انتخاباتو مخالف نه يوو، خو سراسري ،عادلانه او له درغليو ډک انتخابات ناشوني دي،چې دا بيا ولسواکي تر پوښتنې لاندې راولي او نه هم ملت ته د منلو وړو دي! موږ وينو چې په ګڼو پښتون مېشتو سيمو کې امنيت نه شته، که د ټاکنو لپاره امنيت ټينګ هم شي، خلک د يوې ورځې په امنيت کې ټاکنو ته نه شي تلای، ځکه سبا بېرته پرې وسله وال مخالفين او ترهګر واکمنېږي او وژني يې، نو د سر په بيه خوار او بېوزله ولس هېڅ ټاکنې نه غواړي! وړانديز مو دا دی، چې په هېواد کې ټاکنې په حوزوي بڼه وشي، له حکومت سره د هر ولايت او ولسوالۍ د نفوسو تخميني احوال شته، د وګړيو د سر د شمېر په بدل کې دې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې وشي، چې هم ملت ته د منلو وړ وي او هم د ولسواکۍ مهم اصل په کې خوندي وي! له دې پرته به ټاکنې د ولس په وينو لړلې وي او د ګڼ ملت حق به يو څو د ګوتو په شمار لږکيو ته ورکول کېږي! په دغه حالت کې به د افغانستان لوی پښتون ملت په پارلمان کې استازي ونه لري او نه به يې څوک د حق او ونډې په کسيه کې وي، د پنجابي  او د هغه ترشا د نورو تاريخي دښمنانو همدا موخه ده، چې لوی پښتون ملت له دا ډول ټاکنو بې برخې کړي، د همدې لپاره طالبان نه پرېښوودل کېږي، چې سوله  او اوربند وکړي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha