صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د نوم ليكنې پر مركز بريد پر انسانيت او شرافت بريد دى!

د نوم ليكنې پر مركز بريد پر انسانيت او شرافت بريد دى!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نوم ليكنې پر مركز بريد  پر انسانيت او شرافت بريد دى!

ترهګرو خپلو بادارانو ته په چوپړ كې پرون سهار يو ځل بيا ګڼ ملكي وګړي د وير او ماتم پر ټغر كېنول، دوى په کابل ښار کې دانتخاباتو لپاره د نوم ليكنې اود پېژندپاڼو پر مرکز ځانمرګى بريد وكړ.په دغه بريد كې ۳۵ تنه شهيدان او 54 نور ټپيان شوي دي. دغه بريد د کابل ښار په شيعه مېشته سيمه ( دشت برچي ) كې وشو. ددغه بريد پړه بياهم پرداعش ترهګرې ډلې وراچول شوې ده. په دغه بريد دښمن څو موخې په نښه كړې، لومړى دا چې دا بريد د ولسواليو د شوراګانو او دولسي جرګې د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې پر مركز وشو او دښمن غواړي، چې په دې توګه په ولس كې د وېرې او ډار فضا خوره كړي ،چې ګنې د ټاكنو لپاره د دا ډول تياريو چارې هم له ترهګريزو بريدونو خوندي نه دي دوهم دا چې دا بريد يو ځل بيا د نورو بريدونو په څېر په شيعه مېشتې سيمې كې شوى دى. دښمن دغه راز ډېر نور ترورېستي بريدونه هم كړي،چې د افغانانو ترمنځ د بېلتون او تفرقې اچولو لپاره لاره برابره كړي، درېـيم دا چې دا بريد پر ولسواكو ارزښتونو بريد دى،

د افغانستان دښمنان په خپلو دغه راز ترورېستي بريدونو سره غواړي چې افغان او د ناټو ځواكونه كمزوري وښيي ،چې ګنې د ټاكنو لپاره څه ،چې د نوم ليكنې بهير هم نه شي خوندي كولى! دا په داسې حال كې ده ،چې دكورنيو او د ناټو ځواكونو مسوولو ادارو ژمنې وركړې ،چې د ټاكنو لپاره  د نوم ليكنې او بيا د ټاكنو لپاره په ټول هېواد كې امنيت ټينګوي، د ملي دفاع وزارت خو دا هم ويلي ،چې په سختو ناامنو سيمو كې يې هم تصفيوي عمليات پيل كړي دي. د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيكولسن هم ژمنه كړې، چې د خوندي ټاكنو لپاره به له افغان ځواكونو سره اوږه په اوږه امنيت ونيسي، خو دا بريد په لرې پرته سيمه كې نه ،بلكې په كابل ښار كې كېږي!نو هرو مرو دا اندېښنې را ولاړېږي، چې په پلازمېنه كابل كې د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې ادارې خوندي نه وي، نو په نورو ولايتونو كې به څنګه خوندي شي!؟ هسې هم په ګڼو ولايتونو كې د نوم ليكنې مراكز د ناامنيو له امله تړلي پاتې دي، نو په داسې مهم وخت كې دا ډول بريدونه د ولس پر اذهانو منفي اغېزې شيندي او په ټاكنو كې يې له ګډونه زړه توري كوي! پوښتنه دا ده ،چې ولې ځانمرګى بريدګر آن په كابل ښاركې د نوم ليكنې تر مركزه ورسېد او خپله موخه يې په نښه كړه؟ دې ته بايد څارګرې شبكې ځواب ووايي: خو په اصل كې دغه بريدګر ملكي وګړي په نښه كړي ،چې دا بل ستر جنايت دى. دا ځل ملكي وګړي په داسې حال كې په نښه كېږي، چې د ولسواكۍ د مهم اصل ( ټاكنو ) لپاره نومونه ثبتوي! په پاى كې بايد يو ځل بيا يادونه وكړو، چې دا ډول بريدونه د افغانانو د پرمختګ، هېوادنيو ګټو او دولسواكۍ د خونديتوب لپاره پر تصميمونو بريد دى، دا بل انساني ضد او بشري ضد ستر جنايت دى، خو دښمن مالوم دى، دا دښمن هم ملت ،هم حكومت او هم نړيواله ټولنه پېژني! غوره دا ده ،چې افغان او نړيوال ځواكونه په ټول هېواد كې تصفيوي عمليات وكړي او د دا ډول ترورېستي بريدونو مخنيوى وكړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha