صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په ټاکنو کې فعاله ونډه اخيستنه د هرافغان ستر ملي او تاريخي رسالت دی

په ټاکنو کې فعاله ونډه اخيستنه د هرافغان ستر ملي او تاريخي رسالت دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ټاکنو کې فعاله ونډه اخيستنه د هرافغان ستر ملي او تاريخي رسالت دی

د افغانستان جمهوررييس محمد اشرف غني ديوې سترې اړتيا په توګه په هېواد کې د وګړني ولسي او ډيموکراتيک نظام دلاغوړېدلو او ځلېدلو په موخه دټاکنو اهميت ته په کتو تېره اوونۍ دافغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له مشر تابه سره په يوې غونډه کې دديني عالمانو،قومي مشرانو،مدني فعالانو،دګوندونو دغړو،مخورو،روڼ اندو او د دولتي اوخصوصي ادارو دکارکوونکو په ګډون دهېواد پر ټولو خلکو غږ وکړ، چې د ۱۳۹۷ لمريز کال دتلې مياشتې په ۲۸ مه نېټه دولسي جرګې او دولسواليو د شوراګانو دغړو د ټاکلو او غوره کولو په موخه درڼو،آزادو،عادلانه او سراسري ټاکنو د ترسره کولو لپاره دنومونو دثبتولو مرکزونو ته ورشي خپل نومونه دې ثبت كړي او دټاکنو پرمهال دې دخپلې خوښې وړ کانديد دټاکلو او غوره کولو لپاره ديوستر ملي امانت په توګه د راى له کارولو ګټه واخلي اوله دې لارې دې دولسي جرګې او دولسواليو دشوراګانو دغړيتوب لپاره داسې کسان وټاکي چې دپوره صداقت، وړتيا، درايت، مديريت ،پوهې ،هېواد پالنې ،وظيفې پېژندنې او نورو ښو اخلاقو پرګاڼه پوره سينګاروي اود کلونو کلونو خپلو جګړه ځپلو هېوادوالو ته درښتينو خدمتونو جوګه شي.

جمهوررييس دهېواد له واليانو هم په کلکه دا غوښتنه کړې، چې دولتي کارکوونکي د نوم ليكنې لپاره  وهڅوي چې نومونه ثبت كړي او هم دې رښتيني عالمان دټاکنو د اهميت په اړه دخلکو دپوهاوي لپاره زمينه برابره کړي چې په دغې ملي پروسه کې فعاله ونډه واخلي. درسنيو له لارې دخپروشويو رپوټونو له مخې د ۱۳۹۷ لمريز کال د وري مياشتې له ۲۵ مې نېټې راهيسې تردې دمه پورې دولسي جرګې او دولسواليو د شوراګانو دغړو د ټاکلولپاره دنومونو د ثبتولو لړۍ په ښه توګه روانه ده، خو دنومونو دثبتولو دغه سترملي بهير د څارونکو ډلو او مدني فعالانو له قوله دهېواد په ځينو لرې پرتو سيمو کې له زياترو خلکو په تېره بياله ښځو سره دپېژندپاڼو او تذکرو اودغه راز په نږدې سيمو کې دنومونو د ثبتولو دمرکزونو دنه شتون له ستونزې او همدارنګه له امنيتي ګواښونو اوپه دې اړه دخلکو له نه پوهاوي سرټکوي او وايي چې دافغانستان دټاکنو خپلواک کمېسيون دې له امنيتي ارګانونو اونورو ادارو او خلکو سره دپوره همغږۍ له مخې ورودانګي او دښځو په ګډون دې د راى اچوونکو يادې ستونزې له منځه يوسي اوله دې لارې دې  ديوې ډېرې مهمې اړتيا په توګه په راتلونکي کې په هېواد كې دسراسري ، ازادو،رڼو او عادلانه ټاکنو دسرته رسولو لپاره لاره پرانيزي. دهېواد سياسی ګوندونه، مدني ټولنې اوپرټاکنو د څار بې پرې ملي، سيمه ييز او نړيوال بنسټونه پر افغان حکومت، دټاکنو خپلواک کمېسيون او دغه راز پر افغان امنيتي ځواکونو غږ کوي چې د نومونو د ثبتولو په مركزونو كې دټاکنو پر شرايطو د برابرو ټولو دوولسو مېليونو راى اچوونکو وګړو دنومونو دثبتولو لپاره دې زمينه برابره کړي چې پرمټ يې دټاکنو دمشروعيت لپاره لاره پرانيستله شي چې دخلکو او پرټاکنو د څار دبې پرې بنسټونو اونورو ناپيلوټولنو باور ترلاسه کړي اوله مخې يې داسې کانديدان ولسي جرګې او دولسواليو شوراګانو ته لاره پيداکړي چې دپوره صداقت، درايت، مديريت،هېواد پالنې،وظيفې پېژندنې او پوهاوي له ښېګڼو برخمن وي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha