صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د پنجابي يرغلګرو هڅې يو پر بل پسې ناكامېږي!

د پنجابي يرغلګرو هڅې يو پر بل پسې ناكامېږي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پنجابي يرغلګرو هڅې يو پر بل پسې ناكامېږي!

افغان لوري د پنجابي يرغلګرو هغه پنځه مړي او يو اسير په ډېر عزت سره پاكستان ته سپارلي ،چې په خوست كې د افغان ځواكونو د ستراتيژيكې او لوړې پوستې د نيولو په موخه په متقابلو او ځوابي ډزو كې وژل شوي وو. پنجابي يرغلګرو هڅه وكړه، چې پښتانه او په تېره بيا نوى پيل شوى، د پښتون ژغورنې غورځنګ بدنام او وځپي او پښتانه د يو او بل پر خلاف جګړې ته راوكاږي. پنجابي ملېشې ،چې د يكشنبې په ورځ يې د خوست په ځاځي ميدان كې له كرښې دې غاړې يرغل وكړ، د كورنيو ځواكونو او د سيمې د ځوانانو له سخت غبرګون سره مخ شوې او مړي يې د جګړې په ډګر كې پاتې شول. افغان اتلانو په ډېره هوښيارۍ سره د پنجابي يرغلګرو په ليكو كې پر هغه نيول شوى پښتون سرتېرى،درملنه وكړه او خپلې دېرې ته يې لكه ځانګړى مېلمه بوت، چې پنجابي عسكرو تېر ايستلى و! موږ د خپلو اتلانو د دغه نېك عمل او په تېره بيا د هېواد په دفاع كې د مېړانې درناوى كوو او په دې لاره كې شهيدانو ته فردوس جنت او كورنيو ته يې جميل صبر غواړو، د شهيدانو له كورنيو سره به په خپل وخت د پام وړ مرستې وشي او هغوى هېڅكله نه هېرېږي!

پنجابي يرغلګرو له ډېرو كلونو را په دې خوا د پښتون او افغان د ځپلو لپاره له هرې موقع ګټه پورته كړې ده، اوس هم طالب، داعش ،القاعده او بهرني ترهګر پاكستان اكمالوي او له افغان حكومت سره پنجابي ملېشې عملاً په جګړه كې دي، په ختيځو سيمو له تېرو اوو كلونو راهيسې د پنجابي يرغلګرو مرمۍ اوري، خو افغان حكومت په ډېره هوښيارۍ د هغوى پرضد غبرګون ځكه نه ښكاره كوي، چې له كرښې هغې غاړې ته بل محكوم افغان ورور، ونه ځپل شي،كه افغان ځواكونه ورته عمل وكړي، هلته محكوم وروڼه د پنجابي ملېشو په ډزو وژل كېږي او بيا به يې پړه پر افغان ځواكونو اچول كېږي! خو كه اړتيا پېښه شي بيا د خوست په څېر خپله مېړانه هم ښكاره كوي! دا ځل پنجابي ملېشو په خوست كې، په داسې حال كې هڅه وكړه، چې د كرښې په دواړو غاړو كې د پښتون ژغورنې غورځنګ روان دى. پنجابي ملېشو د كرښې ها خوا قبايل وروڼه په دې پلمه د كرښې له دې غاړې له خپلو وروڼو سره جګړې ته را وبلل، چې ګنې داعش حمله كړې، حال دا چې داعش خپله د هغوى ملېشې دي. پنجابي ملېشو د جوماتونو په لوډسپيكرونو كې د كرښې هغې خوا ته پرتو توريو او بنګښو وروڼو ته غږ وكړ، چې ملاتړ يې وكړي ، خو دا قومونه چې د پنجابي يرغلونو ښكار او تراوسه پرې ظلمونه كېږي، په ټوليزه توګه حاضر نه شول، چې له خپلو دې خوا وروڼو سره د پنجابي په ګټه جګړه وكړي. همدار راز په بنو بکاخېل او وزيرو کې د منظور پښتين ملاتړي له پنجابي پوځيانو سره لاس او ګرېوان شول. اوس د كرښې په دواړو غاړو كې افغان ولس د ترهګر رياست خلاف د (( لر او بر يو افغان )) ناره پورته كړې، نو د ترهګر رياست پښې په لړزېدا دي او د خپلې دې توجيې لپاره به له هر فرصته ګټه پورته كوي، مهمه دا ده ،چې د خوست د بريد جزئيات په ډاګه شي او له هغو نيول شويو اسيرانو پوښتل شوى حال خپور شي، چې هغوى د چا په امر دا يرغل وكړ، له هغې وروسته به نور هم د پنجابي مخ تور او حالات د افغان ولس په ګټه شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha