صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ټاكنو لپاره نوم ليكنه د هر وګړي ملي رسالت دى

د ټاكنو لپاره نوم ليكنه د هر وګړي ملي رسالت دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاكنو لپاره نوم ليكنه د هر وګړي ملي رسالت دى

د ولسي جرګې او ولسواليو دشوراګانو د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې بهير د روانې وري مياشتې په ۲۵ مه پيل شو، لومړى په ارګ كې ولسمشر محمد اشرف غني ، د هېواد لومړۍ مېرمنې رولا غني، اجرائيه رييس ډاكټر عبدالله عبدالله ، د حكومت نورو لوړ پوړو چارواكو ، واليانو او نورو اراكينو په دغه بهير كې ګډون وكړ. دغه لړۍ به په څو پړاوونو كې بشپړه شي، لومړى پړاو به يې د راروانې غويي مياشتې په ۲۲ مه د ولايتونو په مركزونو كې پاى ته ورسېږي. دوهم پړاو يې بيا د غويي په ۲۵ مې، د غبرګولي تر ۷ مې پورې په ولسواليو او درېيم پړاو يې بيا د غبرګولي تر ٢٢ مې پورې په کليو کې ترسره کېږي .د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي چې د ۳۴ ولايتونو په نږدې ۱۵۰۰ مرکزونو کې به د راى ورکوونکو نومليکنه وکړي. دا ټاكنې به پر اوسنۍ تذكره وشي او كه څوك يې نه لري، په همدغو مركزونو كې تذكره هم وركول كېږي. د دې پروسې هرکلی کوو خو د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې بهير پڅ روان دى، يعنې خلك په كې په لوړه كچه ګډون نه كوي! د دې لاملونه هم مالوم دي، د ټاكنو پر كمېسيون نيوكې دي ،چې له وړاندې يې د خلكو د عامه ذهنونو د روښانه كولو لپاره تبليغات نه دي كړي، يا يې عام خلك د ټاكنو پر اهميت نه دي پوه كړي، بل دا چې له ولسي استازيو د ملت زړه سوړ دى او ډېر وكيلان پر بډو ،په پروژو كې پر ونډو،

 د حكومت په مقرريو، خپلوۍ پاللو او آن د ولسمشر او نظام پرضد را پاڅېدلي ، دا ملت ته د منلو نه دي، بل داچې د امنيت ستونزه هم يادېږي، خو د امنيت د ټينګښت لپاره هم افغان او هم د ناټو په مشرۍ بهرني سرتېري چمتو دي. د ناټو عمومي قوماندان جنرال نيكلسن ويلي، چې هغوى به له افغان ځواكونو سره اوږه په اوږه د ولسواليو او ولسي جرګې د ټاكنو امنيت خوندي كړي. دا چې ولس له خپلو يو شمېر وكيلانو، ناخوښ دى، دا په دې مانا نه شي كېداى، چې ولس دې له ملي پروسې ( ټاكنو ) په شا شي! دا ملي خيانت دى او دا خپله له راتلونكي نسل سره ستره جفا ده، ملت بايد يو موټى وي، همدا يې وخت دى، چې هم د دښمن پرضد او هم د ملي ګټو د ساتنې لپاره په ټاكنو كې ګډون وكړي او ملت په خپله په ډېر دقت سره خپل استازي وټاكي، چې په راتلونكې كې يې ګيله نه وي، چې و فلانى استازى داسې يا هغسې دى! دغه راز د ټاكنو كمېسيون هم مكلف دى، چې د دې لپاره خپرونې او تبليغات وكړي، دغه راز رسنۍ ، ديني عالمان او د سر سړي ، هر يو ملي رسالت لري، چې د ټاكنو په اهميت ولس پوه كړي، د دې لپاره په هر هېواد كې تبليغات كېږي او خلك اړباسي ،چې په ټاكنو كې ګډون وكړي او د خپلې خوښې كانديدان ولري. بلې خوا ته حكومت مكلف دى،چې په ناامنو سيمو کې د نومليکنې د مرکزونو امنيت خوندي کړي،ځكه د نوم ليكنې ډېر مركزونه تړلي دي. يوه بله اندېښنه هم دا ده ،چې بايد راى وركوونكي (( بايمتريك )) شي، يوازې پر تذكره بايد اكتفا ونه شي، ځكه داسې خلك شته ،چې د يوې په ځاى آن تر لسو پورې تذكرې لري او په بېلابېلو نومونو يې تر لاسه كړې دي، د برېښنايي تذكرو د وېش لړۍ د په شا تمبولو يوه موخه هم دا وه،چې د يوه قوم يا يوې ډلې خلك پر نورو لوړ وشېمرل شي او په ټاكنو كې يې ونډه لوړه وي!؟ دغه حالت بايد كنټرول شي ،چې بايمتريك يې ښه او غوره لاره ده،خو په ټوله كې بايد ټاكنې رڼې او سراسري وي، له دې پرته ټاكنې هېڅ مفهوم نه لري.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha