صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د وسله والو طالبانو د سياسي كېدو لپاره بل مهم چانس !

د وسله والو طالبانو د سياسي كېدو لپاره بل مهم چانس !

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د وسله والو طالبانو د سياسي كېدو لپاره بل مهم چانس !

په افغانستان كې د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو د ټاكنو لپاره د نوم ليكنې بهير وړمه ورځ شنبه په رسمي توګه له ارګه د ولسمشر محمد اشرف غني او د هېواد د لومړۍ مېرمنې په نوم ليكنه پيل شو، دوى د دې ټاكنو لپاره نوم ليكنه وكړه او په هېواد كې به دا بهير په چټكۍ سره خپور شي. په همدې موقع ولسمشر محمد اشرف غني يو ځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو په راروانو انتخاباتو کې ګډون وکړي. ښاغلي غني په ارګ کې د نوم ليکنې په پيل کې رسنيو ته وويل: دا د طالبانو لپاره مناسب وخت دى چې سياسي فعاليت ته مخه وکړي. «که دوى باور لري چې د افغانستان په خلکو کې رېښې لري، انتخابات ورته ښه چانس دى او افغانان هم د سياسي ګوند په توګه د طالبانو د برخليک په توګه پرېکړه کولى شي.» دا دوهم ځل دى ،چې د افغان ولسمشر له خوا پر وسله والو طالبانو غږ كېږي،چې د سياست لاره خپله كړي او له پردۍ جګړې تېر شي ، ځكه اوس نړيوالې ټولنې او خپله امريكا هم منلې ،چې طالبانو ته د ښاغلي غني د وړانديز ننګه كوي، ولسمشر محمد اشرف غني تېره مياشت طالبانو ته دا وړانديز وکړ چې که له جنګه لاس واخلي، د سياسي ګوند په توګه به يې په رسميت وپېژني، بنديان به يې خوشي کړي او ګڼ نور امتيازونه به ورکړي.

په كور د ننه او په نړيواله كچه  د دغو بې بېلګو وړانديزونو هركلى وشو.په ټاكنو كې د هغوى ګډون د دې ډلې د حيثيت لپاره مهمه مسئله ده، ځكه اوس د پردۍ جګړې بوى لګي او ټول په دې پوه شوي ،چې طالبان پر هېواد تپل شوې جګړه پر مخ وړي او د دې جګړې ګټې د افغانستان دښمنانو ته رسېږي! همدا ستره ملي اندېښنه ده ،چې طالبان د دښمن په ولكه كې دي او تپل شوې جګړه پرې پر مخ وړي، له همدې امله طالبانو د ښاغلي غني وړانديزونو ته ځواب نه دى ويلى. طالبان بايد داسې ګونګ پاتې نه شي، كه هغوى ځانونه خپلواك بولي، نو را دې شي دا دې ولس ته په ثبوت ورسوي، چې دوى خپلواك دي او يا هم دوى په ولس كې څومره اثر او رسوخ لري، دا بيا د ټاكنو په ډګر كې په ثبوت رسېږي! له همدې امله دا بل مهم فرصت دى، چې بايد ترې ګټه پورته كړي او ملت ته رجوع وكړي.
دا وړانديز په داسې حال كې كېږي، چې پاكستان عملاً له افغانستان سره په جګړه كې ښكېل دى او روسيې هم طالبان مخ ته كړي، چې د افغان وژنې جګړه دوام وكړي، پرون هم د خوست په ځاځي ميدان كې پاكستاني ملېشو يرغل وكړ ،چې د افغان ځواكونو تر څنګ د سيمې د اوسېدونكو له غاښ ماتوونكي ځواب سره مخ شول. په همداسې حال كې كه طالب د پاكستان دا تپل شوې جګړه پر مخ وړي، نو بيا يې په ولس كې هېڅ ځاى نه شته، موږ بيا هم وايو، چې دا مهم فرصت دى، چې طالبان د سياست لاره ونيسي او خپلې غوښتنې په روا او معقوله توګه مطرح كړي، ځكه اوس په زور د حكومت كولو وخت پاى موندلى او د خلكو خوښه چې د خپل ځان لپاره څوك استازى ټاكي، نو غوره به وي، چې طالبان هم د  ولسي جرګې او د ولسواليو دشوراګانو او دغه رازپه ولسمشريزو ټاكنو كې استازي ولري، دا موقع تېرېدونكې ده او له لاسه ځي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha