صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د رڼو ټاكنو له پاره د حكومت ژمنو د خلكو زړونه راخپل كړي دي

د رڼو ټاكنو له پاره د حكومت ژمنو د خلكو زړونه راخپل كړي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د رڼو ټاكنو له پاره د حكومت ژمنو د خلكو زړونه راخپل كړي دي

د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني د افغانستان د ټاكنو د خپلواك كمېسيون له غړو سره د كتنو پر مهال او دغه راز د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو له په ټاكنو كې د رايو اچولو له پاره د نوم ثبتولو پر مهال دا ژمنه وكړه چې نه يوازې نورو خلكو بلكې آن ځانته به هم دا اجازه ورنه كړم چې د راتلونكو ټاكنو په چارو كې لاس وهنه وكړي او يا د خپل ځان او يا د خپلې خوښې نوماند په ګټه په دغو ټاكنو كې درغليو ته زمينه برابره كړي او له دې لارې د ټاكنو مشروعيت له پوښتنو سره مخ كړي. د افغانستان جمهور رييس په ټاكنو كې د رايو اچولو له پاره د نوم ليكنې په دغو مراسمو كې پر ټولو هېوادوالو غږ وكړ چې د نوم ليكنې په بروسه كې هرومرو فعاله ونډه واخلي او د ټاكنو له پاره د يو ستر امانت په توګه په دغو ټاكنو كې د خپلې رايې له كارولو څخه كار واخلي.

په دغو مراسمو کې چې د حکومت مشرتابه او د کابىنې غړو هم حضور درلود، د هېواد جمهور رىېس ووىل: نن ورځ په نىک فال نىسو او د ټاکنو قانون او د اساسي قانون له سپارښتنو سره سم ستر ګام واخېستل شو. هغه زىاته کړه، د راىې ورکولو حق او د ټاکلو حق د ولسواکۍ ځانګړنه ده او حکومت د ټاکنو د کېدو نىت، اراده او څرګند تعهد لري. د هېواد جمهور رىېس ووىل، تر اوسه مې د ټاکنو د خپلواک کمېسىون له هىڅ غړي سره ىواځې نه دي لېدلي، بلکې د بىن‌المللي شرىکانو په حضور کې چې اجراىېه رىېس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود د مهمو موضوعاتو په اړه مو بحث کړى، ځکه زه د کمېسىون استقلالىت ته درناوۍ لرم. هغه ىوځل بىا ټىنګار وکړ چې ملکي او پوځي مسوولان باىد د ټاکنو د کمېسىون خپلواکۍ ته درناوى ولري او د ټاکنو د خپلواک کمېسىون په چارو کې ورته هىڅ ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده. جمهور رىېس محمد اشرف غني د ټاکنو له خپلواک کمېسىون څخه وغوښتل چې په بې پرىتوب او اىماندارى سره خپله دنده ترسره کړي؛ ځکه د هغه په وىنا، کمېسىون، ملي کمېسىون دى او پر ټولو خلکو پورې اړه لري او مسوول دى. هغه په دغه ملي پروسه کې د رسنىو نقش هم وستاىه او له مدني بنسټونو، سىاسي ګوندونو او نړىوالې ټولنې ىې وغوښتل چې د راتلونکو ټاکنو هراړخىزه څارنه وکړي.  هغه زىاته کړه، د ټاکنو کمېسىون دې په راتلونکي کال کې د جمهوري رىاست د ټاکنو  له پاره هم پوره ترتىبات ونىسي او پر هغې ىې هم جدي څارنه وغوښته. جمهور رىېس د ټاکنو د خپلواک کمېسىون، امنىتي سکتور، د احوالو د ثبت رىاست، سىمه‌ ىىزو ارګانونو او نورو برخو څخه مننه وکړه چې په ټول هېواد کې يې د نوم لىکنې پروسې پىلولو ته زمىنه برابره کړې ده. جمهور رىېس له ملي شورا وغوښتل چې دغه نوي فصل ته د داخلېدو په درشل کې دې د حکومت په څېر خپل کارونه له ملت سره شرىک کړي او له هغو کسانو چې راتلونکو ټاکنو ته کاندىد دي وغوښتل چې د ټاکنو قانون رعاىت کړي.  هغه په ټىنګار ووىل، هىڅ کاندىد د ټاکنو په پروسه کې د مداخلې حق نه لري او د ټاکنو له خپلواک کمېسىون او نورو همکارو بنسټونو ىې وغوښتل چې له سرغړونکو او درغلګرو سره کلک قانوني چلند وکړي.  جمهور رىېس خلکو ته په خطاب کې ووىل: ښځې او نر په ىو غږ د راىې ورکولو په پروسه کې نوم لىکنه جدي ونىسئ، لکه دا نن چې ما او او د هېواد لومړۍ مىرمن په دغه پروسه کې نوم لىکنه وکړه.

 هغه زىاته کړه، په شراىطو برابر هر افغان ته باىد د نوم لىکنې زمىنه برابره شي. دغه راز جمهور رىېس محمداشرف غني له طالبانو هم وغوښتل چې د افغانستان حکومت د سولې وړاندىز سره چې کوم فرصت برابر شوى دى له هغې دې ګټه واخلي او په راتلونکو ټاکنو کې دې ونډه واخلي او د ىو سىاسي ګوند په توګه دې راڅرګند شي. د هغه په خبره ټاکنې ىوه وسىله ده چې سىاسي او فکري اصلاحات د خلکو د رڼو راىو په اساس رامنځته کوي او ګټور سىاستونه باىد د جبري سىاستونو ځاى ونىسي، ځکه خلک له جنګه ستړي شوي دي. په هېواد كې د رڼو، آزادو او سراسري ټاكنو له پاره د افغانستان د جمهور رييس محمد اشرف غني دغه ډول ژمنو، په زغرده او سپينو خبرو ته يوازې د خلكو زړونه راخپل كړل بلكې د ولسواكۍ د يوې سترې لاس ته راوړنې په توګه يې پر رڼو ټاكنو د څار كورني او بهرني بنسټونه او نورې بې پرې ټولنې هم پر دې پوره باوري كړي دي چې له امله به يې رڼو او عادلانه ټاكنو ته زمينه برابره شي او پر مټ به يې پر خپل وطن او خلكو مين او رښتيني خدمتګاران د هېواد ولسي جرګې او دغه راز د ولسواليو شوراګانو ته لاره پيدا كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha