صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پاكستان له افغانستان سره په هېڅ يوه ژمنه هم ولاړ نه دى!

پاكستان له افغانستان سره په هېڅ يوه ژمنه هم ولاړ نه دى!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاكستان له افغانستان سره په هېڅ يوه ژمنه هم ولاړ نه دى!

تېره جمعه د اسلام اباد لومړى وزير كابل ته راغلى و او له ولسمشر غني سره يې ژمنه وكړه ،چې پر ختيځو سيمو به د راكټي بريدونو د بندولو تر څنګ د هغوى له لوري د سولې مذاكراتو او په بېلابېلو برخو كې د همكاريو لپاره عملي هڅې وكړي، خو په افغانستان كې دغو ژمنو ته بيا هم د شك په سترګه ، ځكه و كتل شول، چې د اسلام اباد چارواكي د افغانستان په وړاندې جګړه غوره ګڼي او ترې په هېڅ توګه لاس نه اخلي، خو بيا هم د اسلام اباد پوځي او سياسي چارواكي هڅه كوي ،چې د ترهګرۍ د ساتنې او پالنې له امله پرې نړيوال فشار كم او له افغانستان سره ژمنې تكرار كړي، خو له دې ژمنو اوونۍ لا پوره نه وه ،چې پاکستاني ملېشو پر کونړ ۴۳۵ راکټونه وويشتل او د سر او مال زياتونه يې بيا هم واړول. پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښې له پورې خوا د کونړ پر بېلابېلو سيمو له ۴۳۵ ډېر راکټونه ويشتلي چې تر ټولو ډېر پر دانګام ولسوالۍ لګېدلي دي. په دانګام کې څو کورونه نړېدلي، د وه ملکي افغانان يې شهيدان كړي او ۳ نور ژوبل كړي دي. تېره اوونۍ هم پر کونړ د پاکستاني ملېشو د راکټي او هوايي بريدونو په نتيحه کې څلور تنه ژوبل شوي وو. د افغانستان ملي دفاع وزارت بيا خبردارى وركړى و،

 چې د هر ډز ځواب په ډزو وركړي، ځكه له تېرو ۷ کلونو راهيسې پر ختيځو ولايتونو په تېره بيا کونړ دا راکټي بريدونه کېږي خو افغان چارواکيو ويلي، چې دا مسئله به پر خبرو حل كړي او ځوابي بريدونه ځكه نه کوي چې د کرښې پورې خوا ته هم پښتانه افغانان اوسي او د پنجاب ملېشې غواړي چې افغانستان ځوابي اقدام وکړي ،چې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ واټن رامنځته شي. د اسلام اباد كړۍ د پښتنو ترمنځ د يووالي هڅې تتوي او نه پرېږدي ،چې تر منځ يې كرښه له منځه لاړه او بېرته سره يو شي، خو اوس په دواړو غاړو كې ولسي خوځښتونه را منځته شوي او ډېره ژر به دا كرښه مرښه له منځه يووړل شي! له دغو بريدونو د پاكستان څو موخې دي، لوړى دا چې پاكستان د ترهګرۍ د ساتنې له امله تر سخت نړيوال فشار لاندې دى او هڅې كوي، چې د دغه فشار د كمولو او پر ځان د ترهګرۍ د تور داغ د پاكولو لپاره د ترهګرۍ خوندي سيمې ومومي او بيا يې ور انتقال كړي، د دې لپاره مناسب ځاى ختيځ او  كرښې دې غاړې نور سويلي ولايتونه دي،پر ختيځو ولايتونو د پنجابي بريدونه هم د دې لپاره  دي چې د سرحدي ولسواليو اوسېدونکي کډه شي او هلته داعش او طالبان اډې جوړې کړي. دوهم دا چې اسلام اباد نه غواړي ،چې په ختيځو او له ډيورنډ كرښې سره جوختو سيمو كې ابادي وشي او پرې د ورتلونكو اوبو مديريت وشي. درېـيم دا چې پاكستان د دغو سيمو د لاندې كولو لپاره اساسي پلانونه لري او ورو، ورو يې له كرښې دې غاړې ته پوستې او پوځي تاسيسات را اوږد كړي دي. افغان حكومت بايد په دې اړه سمه او معقوله لاره خپله كړي، داسې چې د پنجابي د دغو ناوړو هڅو په مخنيوي كې نه خپل ها خوا ورور ژوبل كړي او نه هم د هغوى ناوړه موخې تحقق ومومي. د دې لپاره غوره ده ،چې د پښتون ژغورنې په غورځنګ كې عملاً برخه واخلي او پر پنجاب د نړيوالو فشارونو د زياتولو تر څنګ د ختيځو او د كرښې په اوږدو كې پرتو بېوزلو سيمو ته د پرمختګ پلانونه ډېر كړي. 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha