صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | ولسمشر غني د لويې پكتيا پر جلغوزو حساب كوي

ولسمشر غني د لويې پكتيا پر جلغوزو حساب كوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د لويې پكتيا پر جلغوزو حساب كوي

پرون ولسمشر محمد اشرف غني خوست ته سفر وكړ او هلته يې ملت ته وويل ،چې د هغوى جلغوزي به نړيوال بازار مومي : ((بهر ته د خوست، پکتيا او پکتيکا د ځلغوزيو د لېږدولو لپاره به د خوست او جرمني ترمنځ هوايي لاره پرانيزي.)) په همداسې حال كې محمد اشرف غني د خوست هوايي ډګر د الوتكو ځغاست ليكه پرانيستله او تر څنګ يې د دغه هوايي ډګر د رادار سيستم او د هوايي ډګر د داخلي سړک د جوړولو بنسټ ډبره کېښوده. د خوست د هوايي ډګر ځغاست ليكه يا رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالى او ۴۵ متره پلنوالى لري چې له ۷۲۹ ميليونه افغانيو ډېر لګښت پرې شوى دى. ولسمشر په هوايي ډګر کې د دې پروژو د بنسټ ډبرې له اېښودلو وروسته اسماعيل خېل اومندوزيو ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د ۱۳ زره کورنيو لپاره د برېښنا د لېږد شبکې د بنسټ ډبره کېښووده. دا ډېرې مهمې پروژې وې، چې ولسمشر غني يې د پرانيستې پټۍ پرې كړه او يايې د بنسټ ډېره كېښووده. راځو اصلي مسئلې ته، هغه د خوست د هوايي ډګر له لارې د نړۍ بازارونو ته د لويې پكتيا د جلغوزيو رسول دي، ولسمشر غني څه موده وړاندې د لويې پكتيا له واليانو او خلكو وغوښتل ،چې د جلغوزيو د پروسس ، سوداګرۍ او لېږد لپاره طرحې وركړي، يوه اوونۍ وړاندې پكتيا ته د ولسمشر په سفر كې دا طرحې يادې شوې ،چې ګنې هغه منلې دي، نو ځكه يې پرون يوځل بيا يادونه وشوه،

چې منلې يې دي. دا به د لويې پكتيا څه چې د ټول هېواد اقتصاد او ثبات ښه كړي. پر لويې پكتيا سربېره د هېواد په شمالي او لوېديځ كې هم د جلغوزيو ونې شته، خو له ډېر بد حالت سره مخ دي، د تپل شوې جګړې په دوام كې دا ونې له بېخه ايستل شوې او د پاكستاني كړيو له خوا ولس لمسول شوى او رېښې يې پر پاكستان پلورل شوې دي. دغه راز د ايران په لوېديځ كې هم دا مېوه شته چې د ايران په مخ كې ستونزې جوړوي. دغه تاريخي دښمنان هڅې كوي، چې د افغانستان جلغوزي يا په خپل نامه كړي، يا يې ونې تباه كړي، خو اوس اوس د جلغوزيو د ونوله امله سيمې د ترهګرو او اورپكو له خوا ناامنه ساتل شوې او له دې لار هغوى د خپلو جګړو د اكمال لپاره ګټه پورته كوي، د ولسمشر پلان ډېر د پام وړ او مهم دى، چې د افغانستان جلغوزي راټولى كړاى شي، د افغانستان په نامه په ډېر عزت او وياړ سره په نړيوال بازار كې خپل نوم او نښان پيدا كړي. پر جلغوزيو سربېره د افغانستان نورې مېوې لكه زردالو او مڼې د پام وړ شهرت لري، چې په ګرده نړۍ كې يې د خوند او مزې سارى نه ليدل كېږي، خو دا مېوې هم د پاكستاني او ايراني كړيو او دغه راز د افغانستان د نورو دښمنانو له خوا له سختو ستونزو سره مخ دي، سره له دې، چې د افغانستان د مېوو لكه انارو د لېږد لپاره له هند سره هوايي دهلېز پرانيستل شوى، خو د مڼو او زرداليو غمه لا هم نه ده خوړل شوې، هيله ده ،چې دا ځل ولسمشر غني وردګو ته هم سفر وكړي او د وردګو د زرداليو ،مڼو او كچاليو لپاره هم د نړيوال بازار پلان عملي كړي. دغه مېوه د نړيوال بازار د نه شتون له امله په تاوان پلورل كېږي اويا هم خوسا كېږي، پر نړيوال بازار سربېره ورته د ساتنې سړې خونې په كار دي، چې هر واكمن يې ژمنې كړې، خو تر اوسه نه دي جوړې شوې، دا مڼې ايران او پاكستان ته لېږل كېږي ،چې بېرته د ژمي په موسم كې د ايراني او يا پاكستاني مڼو په نامه پر افغانانو پلورل كېږي، پياز او نورې غلې دانې هم همداسې وضعيت لري. هيله ده، چې د دې لپاره ژر او عملي كار وشي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha