صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پاكستان بايد له افغانستان سره خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي

پاكستان بايد له افغانستان سره خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاكستان بايد له افغانستان سره خپلو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي

د رسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ دپاکستان دخپلسري، تېري کوونکي، پاروونکي، دوه مخي او درواغجن هېواد پوځيانو په تېرو نهو کلونو کې دکونړ ، نورستان، ننګرهار،پکتيا، پکتيکا، کندهار او هلمند په ګډون دهېواد پرسرحدي سيمو دتوغنديو او توپونو ړندې ګولی اورولي، ځايي او سيدونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې، کورونه ، بڼونه او کروندې يې ويجاړې کړي، خلك يې دخپلو کورونو پرېښودوته اړ کړي او نورو خوندي سيمو ته کډه شوي، په وچو ډاګونو او سپېرو خاوروکې يې اړولي او لوږې، تندې ، تودوخې او ناروغيو په څېرزياتې ستونزې اوکړاوونه يې ګاللي دي، چې دعاطفه لرونکو او صله رحمو انسانانو زياتې غوسې اوکرکې يې راپارولي او پردغو بې ګناه ، بې دفاع او مظلومو خلکو دپاکستان دتېري کوونکو پنجابي پوځيانو دغه ډول بريدونه يې تل په کلکه غندلي او محکوم کړي، دا غوښتنه يې کړی، چې پر هېواد يې د بريدونو د بندولو په اړه خپلو شويو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوندي او له دې پرته دې افغان ځواكونه پرافغانستان دپاكستاني پوځيانو د بريدنو په غبرګون كې پاكستاني پوځيان له داسې سختو، خوله ماتوونکو اوغاښ ماتوونکو ګوزارونو سره مخ كړي چې بيا ور ته زړه ښه نه کړي او هم بيا هېڅكله دتورخم ، غلام خان اوسپين بولدک دروازې دلرواوبروپښتنو په ګډون دافغان سوداګرو پرمخ ونه تړي او بيا دسوداګرۍ اونورو چارو په اړه له نړيوالو اصولو او منشورونو سرغړونه ونه کړي

 او په دې برخه کې خپلی  ژمنې ترپښولاندی نه کړي همدارنګه دوخت دانګليسي استعمار په لاس جوړ شوي مصنوعي ، ګوډاګي، خپلسري، تيري  کوونکي، دوه مخي او درواغجن هېواد پاکستان ددې ترڅنګ نه يوازې دلرو او برو پښتنو په ګډون دافغانانو پرزړه د انګليسي استعمار دخنجر دتور داغ په توګه پرافغانانو د ډيورند دتپل شوې  منحوسې او کرغېړنې کرښې د دواړو غاړو دپښتنو او بلوڅو دپرتو ولسونو پرضد هم تل له زياتو تېريو څخه کار اخيستى، تل يې دترهګرو ټاپې پرې لګولي،بمبارۍ يې پرې کړي ، وژلي،  بې كوره کړي،لوټ کړي او تښتولي يې دي، دهغوى کورونه يې پرکنډوالو بدل کړی ، دزده کړې له سترو نعمتونو او له داسې نورو حقوقو څخه يې بې برخې کړي  بلکې دهغوى پرمخ يې دتورخم ، سپين بولدک او غلام خان په څېرد دروازو او بندرونو له تړلو څخه هم تل کاراخيستی  او  په دې توګه يې دهغوى دسواګريزو چارو دپرمخ بيولو  په لاره کې تل خنډونه اچولي او  آن تردې پورې چې دپاکستان پنجابي واکمنانو دپښتنو او بلوڅو پر ملت پالو او آزادي غوښتونکوولسونو ددغه ډول  زياتو بې رحمانه او وحشيانه تېريو ترڅنګ په دغه هېواد پاکستان کې پرميشتو افغان کډوالو هم  له هېڅ  ډول تېريو ډډه نه ده کړې ، بنديان کړي او وژلي يې دي او  دالقاعده او داعش په څېر له ترورېستي ډلو  سره يوځای کېدو ته يې اړ کړي  اودافغانستان، هند ، بنګله دېش،  امريکا او فرانسې په څېردسيمی اونړۍ دهېوادونو  دخلکو دوژلو او داسې نورو ورانكارو فعاليتونو دسرته رسولو له پاره يې هڅولي او لمسولي اوخپلو شومو موخو  او ناوړو عملونو ته يې پرې دعمل جامه وراغوستې ده. ستره غوښتنه داده چې نړيواله ټولنه اوپه سرکې يې امريکا بايد له افغانستان سره داوږد مهالو ستراتېژيکو او امنيتي همکاريو لا سليک شويو تړونونو ته په کتو دپاکستان پنجابي واکمنانو ته له دې وروسته دااجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې دامريکا پراخ پوځي اوملکي شتون ته له کتو پرته دافغانستان پرمځکنۍ بشپړتيا تېری وکړي او دسولې، سوداګرۍ او ياد داسې نورو چارو په اړه له افغانستان اوامريکا سره له خپلو ژمنو څخه سرغړونه وکړي او په دې برخوکې خپلې شوې ژمنې دتير په څېر په ډېرې بې شرمۍ ، سپين سترګۍ اوبې باکۍ سره ترپښو لاندې کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha