صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | له اسلام آباد سره (( دولت د دولت په کچه د سولې د خبرو )) هرکلی کوو

له اسلام آباد سره (( دولت د دولت په کچه د سولې د خبرو )) هرکلی کوو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له اسلام آباد سره (( دولت د دولت په کچه د سولې د خبرو )) هرکلی کوو

پرون د اسلام آباد لومړی وزير خاقان عباسي د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راغی، ښاغلي عباسي ته د کابل په ارګ کې ولسمشر غني هرکلی ووايه، دواړو لوريو د افغانستان او اسلام آباد ترمنځ (( دولت د دولت په کچه د خبرو )) لومړی پړاو پيل کړ، په لومړي ځل د خاقان عباسي او ښاغلي محمد اشرف غني تر منځ د دواړو هېوادونو د دولتونو د سولې پر اهميت،د ګډې همکارۍ او په تېره بيا د ترهګرۍ پرضد د مبارزې پر اهميت خبرې وشوې، ولسمشر غني ښاغلي عباسي ته له ډيورنډ کرښې پورې غاړې پر کونړ او ننګرهار د پنجابي ملېشو د بريدونو اعتراض وړاندې او په کلکه يې ترې وغوښتل ،چې د دې مخه ونيسي، پر کونړ او ننګرهار له تېرو نږدې اوو کلونو را په دې خوا د پاکستاني ملېشو بريدونه روان دي، دا په داسې حال کې ده ،چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبرداری ورکړی ،چې د پاکستاني ملېشو د دغه شان بريدونو ځواب به په (( بريدونو )) ورکړي! د ښاغلي عباسي په مشرۍ پلاوي ډېرې نورې ژمنې هم وکړې، له دې يوه ورځ وړاندې ښاغلي عباسي په اسلام آباد کې رسنيو ته ويلي وو ،چې ګنې ترهګري په پاکستان کې نه ،بلکې په افغانستان کې ده!؟ هغه همدا راز د اسلام آباد د نورو چارواکيو په څېر تکراري او کليشه يي خبرې وکړې، چې ګنې :

(( د افغان سوله د پاکستان د سولې په مانا ده!؟ )) دا هغه خبرې دي ،چې هېڅ عمل پرې نه دی شوی. ښاغلي  عباسي همدارنګه له اجرائيه رييس ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم وکتل، په دغو کتنو کې د سيمې پر اتصال او د اسلام آباد له خوا پر هغو پروژو هم بحث وشو، چې له ډېرو کلونو را په دې خوا په ټپه درېدلې دي،خو څه چې مهم وو، هغه د دولت د دولت په کچه د سولې د خبرو لومړی پړاو و، له ولسمشر غني سره د اسلام آباد پلاوي پرېکړه کړې،چې دواړه لوري (( د سولې او پيوستون لپاره دې د افغان ـ پاک د عمل پلان سند  نهايي کړي )) دا هغه څه دي، چې ولسمشر غني يې له اسلام آباده غوښتنه کوي. د افغان سوله ،له اسلام آباد سره له سولې پرته هېڅ تحقق نه مومي، د ترهګرۍ او اورپکۍ مسئله هم دلته مطرح شوه، هغه چې د اسلام آباد يې ملاتړ کوي او په هېڅ توګه ترې لاس نه اخلي، خو په دې وروستيو کې اسلام آباد تر سخت نړيوال فشار لاندې دی، د دغه فشار د کمولو لپاره د عباسي په مشرۍ پلاوی دا رنګه ژمنې کوي ، خو بيا هم افغان حکومت هيله لري، چې دا پرېکړې او خبرې دا ځل پايلې ولري، ځکه دا د اسلام آباد په ګټه دي او له دې پرته به له سختو نورو ستونزو او تاوانونو سره مخ شي. ښه او غوره ده ،چې اسلام آباد دا ځل په ژمنو ودرېږي او په عمل کې له افغانستان سره همکاري وکړي، داسې همکاري ،چې د سيمې په ګډو ګټو او تصاميمو کې ځان شريک کړي او د متقابلې همکارۍ په لړ کې روا او دايمي ګټې تر لاسه کړي، دا د اسلام آباد د راتلونکو نسلونو لپاره مهمه ده او نن يې بايد مشران د هغوی د ښې او غوره راتلونکې لپاره کار وکړي او د ترهګرۍ او اورپکۍ پرضد مبارزه پيل کړي، منو چې د اسلام آباد تصاميم د پوځ او څارګرې شبکې له خوا نيول کېږي او سياسي ډلې يې د هغوی له خوښې پرته، د افغانستان په شمول له هر چا سره کړې ژمنې نه شي پوره  کولی، خو دا د نن ورځې ستره اړتيا ده، چې اسلام آباد پر خپلې ناسمې او دوه مخې پاليسۍ له سره کتنه وکړي، له دې پرته بله لاره نه لري او په دوه مخې، ناروا او ترهګريزې پاليسۍ کې يې زيان دی او دا يې د تباهۍ په مانا ده! له افغانستان سره د اسلام آباد (( دولت د دولت په کچه د خبرو )) د پيل هرکلی کوو او دا په نېک پال نيسو ،هيله ده ،چې اسلام آباد ترې ښه ګټه واخلي،هسې نه چې د تېر په څېر وخت تېر او د ځان د برئت او بيا فرصت د تر لاسه کولو لپاره هڅې وکړي!

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha