صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د كندوز د پېښې هر اړخيزه څېړنه كېږي

د كندوز د پېښې هر اړخيزه څېړنه كېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د كندوز د پېښې هر اړخيزه څېړنه كېږي

وړمه ورځ دوشنبې له غرمې وروسته دكندوز په ارچي ولسوالۍ كې افغان هوايي ځواك بريد كړى، چې درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده، د ملي دفاع وزارت وايي ،چې په دغه بريد كې د كوټې شورا د غړيو په شمول له پاكستانه تازه دمي را استول شوي جنګيالي او نور ترهګر وژل شوي دي، خو داسې ويل كېږي، چې ګنې دا بريد د دستار بندۍ پر مدرسه شوى او د ماشومانوپه ګډون يې ګڼ ملكي وګړي وژلي دي. په دې اړه د افغانستان ټولې رسنۍ او نور خلك بېلابېلې خبرې كوي، دا خبرې متضادې دي او درست حقيقت په كې نه شي ښكاره كېداى، خو د پېښې د هر اړخيزې څېړنې لپاره ولسمشر غني پلاوى ټاكلى ،چې په دې اړه هر اړخيز مالومات راټول او د ولسمشر په حضور كې يې د ملي امنيت په راروانه غونډه كې بيان كړي. د دغه بريد په اړه ځكه كره مالومات نه شته، چې څوك په كې وژل شوي كسان ماشوم قاريان او ملكي وګړي يادوي او څوك بيا وايي ،چې ګنې دغه بريد پر هغې غونډه شوى ،

چې په كې طالبان او ترهګر را ټول شوي وو او له دې موخه دا وه ،چې د پاكستان او نورو دښمنو هېوادونو له خوا د تپل شوې جګړې د دوام لپاره خپل پلانونه عملي او د سولې لپاره پيل شوې هلې ځلې بيا هم له خنډونو سره مخ كړي، داسې ادعاوې شته ،چې له پاكستانه را ستانه شوي او روزل شوي طالبان او ترهګر دې غونډې ته راغلي وو او هغوى ملكي خلك هم را بللي وو،نو له همدې امله بيا هم ملكي وګړي د جګړې د ډال په توګه وكارول شول. د دې غونډې يوه وېډيو ښيي ،چې غونډې ته ډېر خلك را ټول شوي وو او هغوى ته په ترنم باندې د طالبانو د بريدونو او د هغوى د عملياتو او عمري ځواكونو ستاينې كېدې! خو د دې ترڅنګ داسې انځورونه هم په خواله رسنيو كې خپاره شوي ،چې تنكي قاريان ښكاره كوي، چې وژل شوي دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په دې پېښه سخته خواشيني ښكاره كړې، د وژل شويو ملكي وګړو له كورنيو سره يې غم شريكي ښوودلې او ټپيانو ته يې د ژر ترژره روغتيا تر څنګ د هغوى د غوره درملنې امر كړى دى. په عين حال كې ولسمشر دا هم ويلي ،چې د ترهګرو او جګړه مارانو د ځپلو په موخه د عملياتو لپاره يې تل ټينګار كړى،چې په دې كې ملكي وګړي خوندي وي. مشرانو جرګې هم ويلي ،چې د پېښې د څېړنې لپاره يې پلاوى ټاكلى دى. په هر حال دا پېښه سخته دردوونكې ده، د ملكي وګړو وژنې د سختې اندېښنې وړ او جنايت دى، خو د لا سختې اندېښنې مسئله دا ده ،چې ترهګرو او طالبانو چې د مخامخ جګړې زور نه لري، تل يې ملكي وګړي د جګړې د ډال په توګه كارولي ، دا په داسې حال كې ده ،چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ځانمرګو او موټر بم بريدونو كې په پراخه توګه ملكي وګړي وژل كېږي ،چې ښې بېلګې يې په تېره سلواغه او مباركه روژه كې د كابل هغه بريدونه دي، چې زرګونو ملكي وګړيو ته يې مرګ ژوبله واړوله او تر ننه هم د ګڼو ملكي وګړو مړي او ژوندي ورك دي. هغه بريدونه د سخت وحشت وړ وو، چې طالبان او نورو ترهګر يې نه يادوي! د خواله رسنيو چلوونكي دې لږ صبر وكړي، چې د دشت ارچي د پېښې حقيقت څه دى، تر كره ارزونې وروسته دې قضاوت وشي، چې څه پېښه ده او د دې تر شا د چا لاسونه دي او كه دا د كورنيو ځواكونو پړه ده!

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha