صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پر طالبانو او پاكستان فشارونه او د افغان سولې لړۍ

پر طالبانو او پاكستان فشارونه او د افغان سولې لړۍ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پر طالبانو او پاكستان فشارونه او د افغان سولې لړۍ

په دې وروستيو كې د افغان سولې لپاره هڅې تر بل هر وخته ډېرې پراخې شوې دي، د كابل لړۍ په دوهمې او د تېرې اوونۍ د تاشكند غونډه كې، سيمې او نړۍ د افغان حكومت پر مشرۍ د سولې ننګه كړې، ولسمشر غني هم د طالبانو لپاره مهم فرصتونه برابر كړي او ښايي هغوى ترې ګټه پورته كړي، دا فرصتونه بې بېلګې دي ،چې تر اوسه حكومت نه وو وړاندې كړي، ولسمشر غني طالبانو ته فرصت وركړ، چې هغوى به د سولې په صورت كې سياسي حزب په توګه ومني، د تګ او راتګ لپاره به يې ديپلوماتيك امكانات برابر كړي او د هغوى مشران او بنديان به له تور لېست او زندانونو ازاد كړي، په اساسي قانون كې هم بدلون ورته منل شوى ،نو ښايي د طالبانو مشران له دغو فرصتونو ګټه پورته كړي او د سولې له بهير سره يوځاى شي. داسې ګنګوسې شته ،چې د امريكا متحدو ايالتونو چارواكو له يو شمېر طالب مشرانو سره كتلي او د كابل پروسې او دغه راز د تاشكند د تېرې اوونۍ غونډې د دې سبب شوې ،چې د حكومت او طالبانو تر منځ سوله وشي. افغان حكومت هم په پوره ډاډ ولس ته وايي ،چې سوله كېدونكې ده. په همداسې حال كې هم پر طالبانو ولسي او هم پر پاكستان نړيوال فشارونه زيات شوي دي، پاكستان به هرو مرو د سولې لپاره تمايل ښكاره كوي او نړۍ ته به بيا هم ژمنه وركوي،

خو دا نه شي كېداى ،چې پاكستان د ترهګرۍ له ملاتړه په شا شي، ځكه دا ترهګري په افغانستان او كشمير كې د خپلو موخو د دوام لپاره كاروي. خو بيا هم پرې فشار دى او د دغه فشار د كمولو لپاره يې له افغان حكومت سره د سولې طرحه منلې ده، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله، تهمينه جنجوعه د افغانستان او پاکستان د سولې عمل پر پلان د خبرو لپاره پرون کابل ته راغله. وروسته ښايي د راتلونكې جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د ترورېزم پرضد په مبارزه او د افغانستان د سولې په څېر پر مهمو مسئلو د خبرو لپاره کابل ته راشي. هغه به له افغان ولسمشر او اجرائيه رييس سره خبرې وكړي او بيا به په ارګ كې رسنيو ته د ليدنو او خبرو پايلې وړاندې كړي. داسې ويل كېږي، چې په طالب ډله كې پراخ اختلافونه او درځونه را منځته شوي دي، د ملا محمد عمر مجاهد زوى ملا يعقوب هم د طالبانو پر اوسني دريځ سختې نيوكې كړې او بيا دا نيوكې په كلكو ټكيو رد شوې هم دي، له همدې امله به دا ډله په دوو ټوټو ووېشل شي، چې سياسي ډله به يې له وركړل شوي فرصته ګټه پورته كړي او نظامي برخه به يې بيا هم د پاكستان او نورو دښمنو هېوادونو په لمسون له داعش ډلې سره يوځاى او ترهګرۍ ته به دوام وركړي ، خو څه چې اهميت لري، هغه هم پر پاكستان او هم پر طالبانو نړيوال او ولسي فشارونه دي، پر پاكستان خو نړيوال فشارونه ټول ويني ،خو په دې وروستيو كې د ډيورنډ كرښې په دواړو غاړو كې ولسونه د تشدد، جګړې او وژنو پرضد را پورته شوي دي، ولس سوله او خپل حقونه غواړي، ځكه چې په ترهګرو بريدونو كې همدا ولس وژل كېږي او د تعليم په شمول له ډېرو حقونو محروم شوي دي، دا هم يو سبب كېداى شي، چې طالب سياستوال راشي او سوله وكړي، ځكه نور نه په ولس كې ځاى لري او نه يې د جګړې د تمويل لپاره امكانات شته، په پام كې ده ،چې پر ترهګرۍ د امكالاتو د بندولو لپاره په سعودي كې د افغانستان ، امريكا او سعودي چارواكو تر منځ هم غونډه وشي او سعودي ومني، چې پر ترهګريزو شبكو او دغه رازپر طالبانو هغه مالي سرچينې بندې كړي، چې عرب شيخان او نورې ډلې يې وركوي.  

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha