صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پکتيا ته د ولسمشر غني د سفر اهميت

پکتيا ته د ولسمشر غني د سفر اهميت

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پکتيا ته د ولسمشر غني د سفر اهميت

ولسمشر محمد اشرف غني پرون ديو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتيا ته لاړ . ولسمشر غني په لومړۍ ورځ ( پرون ) د خپلو ژمنو له مخې مهمې پروژې پرانيستلې او يا يې د بنسټ ډبرې کېښودلې، د برېښنا د سب‎سټيشن او د برېښنا د ستر لاين د وصل پرانيسته ، ډېره د پام وړ وه، چې ورسره سم به د برېښنا د يو کيلوواټ بيه له ۳۰ افغانيو ۶ افغانيو ته راټيټه شي چې د دغه ولايت په صنعتي کېدو کې مهم او اساسي رول لري. له پکتيا والو سره د ولسمشر بله پخه ژمنه دا وه، چې د دغه ولايت ټولې ولسوالۍ به د سړک جوړولو د پروژو په تطبيق سره يوه له بلې سره وصل شي. د پانګوالو د صنعتي پارک د جوړولو غوښتنه هم پوره شوه او پرون دا پارک هم پرانيستل شو او په راتلونکي کې به متشبثينو ته ځمکه هم ووېشل شي. وروسته ولسمشر غني د پکتيا ولايت له ديني عالمانو او له ولسي او د فعالو او مبارزو ښځو له استازيو سره وکتل. په پام کې ده ،چې نن هم ولسمشر غني په پکتيا کې مهمې ولسي کتنې ولري او د دغه ولايت د امنيتي ،اقتصادي او ټولنيز حالت له پوره پوره ارزولو وروسته به بېرته ارګ ته راستون شي.

ولسمشر غني ته په پکتيا کې تود هرکلی وويل شو، پکتياوال په دې باوري شول، چې ولسمشر يې ولايت ته ځانګړې پاملرنه لري،چې په دوه ورځني سفر ورځي او هر اړخيزه ارزونه يې کوي. پکتيا ته د ولسمشر غني سفر په داسې حال کې کېږي، چې دغه ولايت د ترهګرو او پاکستاني ملېشو تر سختو بريدونو لاندې دی، ولسمشر غني په دغه سفر کې په ډاګه کړه ،چې پکتيا هم ډېر اهميت لري او دښمن ته يې روښانه کړه، چې پر غورځو پرځو افغان ولس له خپل ملي هوډه نه شي په شا کولى. ولسمشر غني دغه راز د پکتيا ولس ته په ډاګه کړه ،چې د پاکستاني ملېشو د بريدونو په مقابل کې يوازې نه دي،بلکې د حکومت او ټول ولس ملاتړ ورسره دی. د ولسمشر غني د پلان له مخې پکتيا د هېواد پر مهم ټرانزېټي مرکز بدلېدای  شي او نن ده په ډاګه کړه ،چې په ريښتيا په پکتيا کې هم دا ٰظرفيت شته، ولسمشر غني د پکتيا د جلغوزيو لپاره مهم پلان لري، چې د هېواد پر مهمو او ارزښتمنو صادراتي توکو بدلېږي او د چين ،هند او د منځنۍ اسيا او دغه راز د نړۍ ستر ماکېټونه ورته سترګې په لاره دي،چې بيا به له خيره (( د افغانستان د جلغوزيو )) په نامه په ګرده نړۍ کې مشهور شي. ولسمشر غني له همدې امله د جلغوزيو د صادراتو لپاره د لويې پکتيا د ولسونو طرحې وستايلې او لارښوونه يې وکړه، په پکتيا کې به د جلغوزيو د پروسس مرکز جوړ شي. د پوهنې په برخه کې هم ولسمشر غني نه يوازې پکتياوالو ،بلکې ټول ملت ته زېری ورکړ، چې سږکال به په ټول هېواد کې شپږزره معياري ښوونځي جوړ شي او د نجونو ښوونځيو ته به د لومړيتوب حق وركړ شي او دغه راز به د پکتيا په هره ولسوالۍ کې مسلکي ښوونځي ولرو. ده زياته کړه: د پکتيا ولايت په ټولو ولسواليو کې به د پوليسو مرکزونه او  اساسي ودانۍ جوړې شي. د کار نه شتون ،بله ستونزه ده ،چې ولس ورسره لاس او ګرېوان دی، ولسمشر غني دې ته په اشارې وويل چې ډېر ژر به ۸  زره بستونه اعلان شي او د ښځو ونډې ته به ځانګړې پاملرنه وشي: (( په لوړو بستونو کې به د خويندو د استخدام په برخه کې اقدام وشي، په دولتي ادارو کې به د ښځو ونډه زياته شي، د روغتيا په برخه کې به ستونزې امکاناتو ته په کتو حل او په عدلي او قضايي ارګانونو کې به د ښځينه قاضيانو برخې ته پام وشي. ))د پکتيا د بالاحصار د بيا رغاونې لپاره هم پلان شته او دا بالاحصار به د پکتيا د تمدن د کور په توګه بيا را څرګند شي. سولې ته رسېدل او د راتلونکي کال ولسمشريزې ټاکنې د حکومت نور مهم پلانونه دي، چې ولسمشر ورته ژمن دی، په ټوله کې پکتيا ته د ولسمشر غني سفر ډېر مهم دی، ولسمشر به دغه راز نورو ولايتونو ته هم سفرونه ولري، څه موده وړاندې ولسمشر غني هرات ته سفر لاره او هلته يې د ټاپي د ګازو د پروژې د پرانيستلو تر څنګ له ولسونو سره وليدل او مهم ملي ملاتړ يې تر لاسه کړ.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha