صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د افغانستان او پاكستان د دولتونو ترمنځ د خبرو د مثبتو پايلو په هيله

د افغانستان او پاكستان د دولتونو ترمنځ د خبرو د مثبتو پايلو په هيله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او پاكستان د دولتونو ترمنځ د خبرو د مثبتو پايلو په هيله

درسنيو له لارې دخپرو شويو رپوټونو پربنسټ، دافغانستان اوپاكستان په ګډون دسيمې دامنيتي ، اقتصادي اوسياسي ثبات د لوړ هدف او دداعش په ګډون دترروېستي ډلو دځپلو او دغه راز د هغوى دملاتړو هېوادونو د خطرونو او ناوړو پلانونو دبيخي شنډولو په موخه دافغانستان دجمهوررييس دپرله پسې غوښتنو له مخې بالاخره له افغان دولت سره دپاكستان ددولت دخبرو له پاره لاره پرانيستل شوه او دپاكستان لومړى وزير شاهدخاقان عباسي افغانستان ته درسمي سفر له پاره دجمهور رييس غني بلنه منلې او دې ته چمتو شوى ، چې له افغان دولت سره دخبرو له پاره دراتلونكې جمعې په ورځ كابل ته راشي او دافغانستان اوپاكستان ترمنځ داړوندو مهمو مسايلو اوپه سركې يې ددغو دواړو هېوادونو په ګډون دسيمې دهېوادونو ثبات ته دسترګواښ په توګه دترهګرو اودهغوى دملاتړو هېوادونو له شره دافغانستان اوپاكستان په ګډون دسيمې اونړۍ د هېوادونو دژغورلو دلارو چارو په اړه دافغانستان دامنيتي او دفاعي ځواكونو داعلى سرقوماندان په توګه له جمهور رييس محمد اشرف غني سره خبرې وكړي

 او دبشر د ډېرستراوګډدښمن په توګه د ترهګرو دځپلو له پاره په پوره جديت، قاطعيت اوصداقت عمل وكړي، نه داچې دتېر په څېر دافغانستان دسولې او داسې نورو مسايلو په اړه په تېرو شپاړسو كلونو كې دپه لسګونو ملي، سيمه ييزو او نړيوالو غونډو، جرګو او كنفرانسونو دپرېكړو او خبرو دپلي كولو په اړه خپلې شوې ژمنې په ډېرې سپين سترګۍ ، بې باكۍ او بې شرمۍ ترپښو لاندې كړي اوپرځاى يې دحقاني شبكې ،طالبانو، القاعده او داعش په ګډون ترورېستي ډلې لاخپلې غېږې ته ورنږدې كړي، ويې روزي، ويې پالي، وسله والې يې كړي او د هغوى دځپلو په اړه دخپلو ژمنو پرخلاف يې دافغانستان، هند، بنگله دېش او امريكا په ګډون دسيمې اونړۍ دهېوادونو دخلكو دوژلو او داسې نورو بشري فجايعودسرته رسولو له پاره لاوهڅوي او ولمسوي او خپلو ناوړو پلانونو او شومو موخوته پرې دعمل جامه ور واغوندي اوله امله يې خلك دزياتو ويرونو او ماتمونو دګاللو پرټغر كښېنوي اوله دې لارې دافغانستان اونړيوالې ټولنې په وړاندې خپل حكومت اودولت لابې باوره كړي. دكلونو كلونو جګړه ځپلي او دسولې آرمانجن افغانان او دسيمې او نړۍ نور سوله غوښتونكي خلك په ډېرې بې صبرۍ دې ته لارې څارې چې دافغانستان دسولې او داسې نورو مهمو مسايلو په اړه دافغانستان او پاكستان ددولتونو او حكومتونو دمشرانو ترمنځ خبرې مثبتې پايلې راونغاړي او دافغانستان اوپاكستان په ګډون دسيمې په هېوادونو كې دترهګرو اسلامي ضد، انساني ضد اوترقي ضد عملونو ته دپاى ټكې كېږدي اوخلك يې له رښتينې اوتلپاتې سولې څخه برخمن كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha