صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د اندونيزيا کنفرانس، د سولې لپاره مهم فرصت دى

د اندونيزيا کنفرانس، د سولې لپاره مهم فرصت دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اندونيزيا کنفرانس، د سولې لپاره مهم فرصت دى

په پام كې ده ،چې په دوست هېواد، اندونيزيا كې د افغان سولې لپاره د ديني عالمانو غونډه جوړه شي، دا غونډه د افغانستان، پاكستان او اندونيزيا ( د درېـواړو اسلامي هېوادونو ) د ديني عالمانو ترمنځ جوړېږي، چې په خپل وار بې سارې او تاريخي پېښه ده، په دې غونډه كې به د افغانستان ديني عالمان ،چې افغان جګړه تپل شوې او ناروا بولي، د پاكستان له هغو ملايانو سره مخامخ شي، چې د همدوى د ماحول د تش په نامه ديني عالمانو د ناسمو فتوا ګانو له مخې په افغانستان كې بيا همدا ناروا جګړه، (( جهاد !؟ )) بلل كېږي او در ګرده يې دوكه شوي ځوانان د دوام لپاره كارول كېږي. د وسله والو طالبانو ډلې له ديني عالمانو غوښتي چې په اندونيزيا کې د سولې د ملاتړ لپاره په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ونه کړي،خو اندونيزيا د دغه كنفرانس لپاره پوره تيارى نيولى. د دغه هېواد ولسمشر په دې وروستيو كې كابل ته راغى او له ولسمشر غني سره يې وليدل، اندونيزيا ژمنه كړې ،چې د افغان سولې لپاره به په ټول وس كار وكړي او د افغان حكومت تر حاكميت لاندې د سولې د لړۍ ملاتړ كوي، اندونيزيا دغه راز د كابل پروسې په دوهمه غونډه كې ،چې څو ورځې مخكې جوړه شوه ، د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د مهمې او تاريخي طرحې او پلان هركلى او ملاتړ هم كړى دى. ولسمشر غني په هغې غونډه كې طالبانو ته مهم چانس وركړ ،

چې كه د سولې لپاره تيار شي، دوى به له هر ډول بنديزونو او بنديخانو آزاد كړي، په اساسي قانون كې به بدلونونه راوړي او د طالب ډلې ګوند ته به د سياسي فعاليت لارې پرانيزي، دا ډول ډېر نور مهم چانسونه هم وركړ شوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه مثبت ځواب نه دى ويلى. په هر حال افغان حكومت د سولې لپاره د هر ګام هركلى كوي، په تېره بيا د اندونيزيا د غونډې، د مارچ په شپږمه اندونيزيا اعلام وکړ چې د روانې مياشتې په نيمايي کې به د افغانستان او پاکستان ديني عالمان دغه هېواد ته ورشي چې د سولې په اړه خبرې وکړي.د اندونيزيا مرستيال ولسمشر يوسف کالا وويل چې د افغانستان او پاکستان ديني عالمان به د جاوا ټاپو په بوګور ښار کې راغونډ شي او د افغانستان د اوږدې جګړې د پاى ته رسېدو پر لارو چارو به وږغېږي. د اندونيزيا د ديني عالمانو د شورا د نړيوالو اړيکو د څانګې رييس محى الدين جنيدي هم ويلي چې د جاوا په کنفرانس کې به ۴۵ ديني عالمان ګډون وکړي چې ۱۵ به افغان او همدومره نور به د پاکستان وي. جنيدي دا هم وويل چې دوى هڅه کوي طالبان هم دعوت کړي. طالبانو ويلي چې: (( د افغان، پاکستاني او اندونيزيايي ديني عالمانو د کنفرانس هدف دا دى چې په اسلامي افغانستان کې د کفارو او يرغلګرو حضور مشروع کړي. )) دا کنفرانس، چې د جنورۍ په مياشت کې يې د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو وړانديز کړى و، د مارچ له ۱۵مې تر  ۱۹مې دوام کوي. افغان او اندونيزيايي ديني عالمانو ته په كار ده ،چې پاكستاني لوري ته ټول هغه اسلامي استدلالونه وړاندې كړي، چې پر افغانستان د تاريخي دښمن له خوا تپل شوې جګړه (( نامشروع )) ګڼي. دا په داسې حال كې ده ،چې د افغانستان او نړۍ ديني عالمانو ځانمرګي او ترهګر بريدونه حرام بللي او دغه راز يې د ترهګرۍ ضد جګړې ملاتړ كړى دى. دا غونډه ډېره مهمه ده ،چې بايد ښه رهبري شي او

 په كې د سولې لپاره لاره پرانيستل شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha