صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د دښمنانو وحشيانه بريدونه افغان ځواكونه د هغوى ځپلو ته لا هوډمنوي

د دښمنانو وحشيانه بريدونه افغان ځواكونه د هغوى ځپلو ته لا هوډمنوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د دښمنانو وحشيانه بريدونه افغان  ځواكونه د هغوى ځپلو ته لا هوډمنوي

دافغانستان دكورنيو چارو وزارت ديو باوري خبرځاى له قوله دهېواد تاريخي دښمنانو او روزل شويو وحشي صفتو ترورېستي ډلو تېره اوونۍ يوځل بيا دكابل ښارشپږمې حوزې اړوند دالزاهرا په جومات كې دشهيد عبدالعلي مزاري د ۲۳ تلين دلمانځلو مراسمو ته څېرمه پربې ګناه اوبې دفاع خلكو او دغه راز په ننګرهار دولايت په مركز كې ددغه ولايت دحج او اوقافو پر رييس ظاهر حقاني باندې ځانمرګو بريدونو ددغو وحشي صفتو ترهګرو ناولې څېره لابربنډه او رسوا كړه،دزړه سواندو او دانساني عاطفې لروونكو خلكو زياتې كركې اوغوسې يې راوپارولې او دهغو پرعاملينو يې ډېر زيات لعنتونه وويل اودلوى خداى (ج) له لوري يې پرې دزياتو عذابونو دنازلېدلو غوښتنه وكړه. رپوټونه وايي چې دجلال آباد په يادې خونړۍ پېښه كې د ظاهر حقاني په ګډون دده چلوونكى او ساتونكى شهيدان او نهه تنه ملكي وګړي په كې ټپيان شوي دى او ترڅنګ يې دكابل ښار په يادې پېښه كې دېرشو بېګناه خلكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهور رييس غني د دغو ترهګرىزو برىدونو د غندلو پرمهال د ترهګرۍ او افراطىت پر ضد د مولوي عبدالظاهر حقاني اسلامي او ملي درىځ ته په اشارې ووىل: مولوي عبدالظاهر حقاني د دىني عالم په توګه په ډېر جرائت او صراحت ترورېستي فعالىتونه حرام او د اسلام د مقدس دىن د حکمونو پرخلاف بلل. د هېواد جمهور رييس  زىاته کړه: ترورېستي ډلې د خپلو جناىتونود رسوا کېدو له وېرې پر دىني علماو بريدونه كوي په دې توګه زموږ دىني علما د ترهګرۍ پرضد له اسلامي او ملي درىځ څخه نه شي اړولى او نه هم ترورېستي ډلو ته د دىني ارشاداتو په ناسم تعبىير د خپلو ناوړو کړنو د توجىه اجازه ورکوي.

د افغانستان تاريخي دښمنان اوپه سركې يې دسيمې او نړۍ محركې اومخربې استخباراتي اوپوځي شبكې اودهغوى روزل شوې وحشي صفته ترورېستي ډلې، پېرودل شوى اجيران، مزدوران، تالي څټي اولاس پوځي اوپرهغوى پورې تړلې مغرضې كورنۍ كړۍ ،بلواگر ، وطن پلورونكي او ورانكاري عناصر هرڅومره چې په هېواد كې خلكو ته مرګ ژوبلې اړوي، له زړه در دوونكو او بوگنوونكو پېښو سره يې مخ كوي او ياداسې نور اسلامي ضد،انساني ضد او ترقۍ ضد عملونه سرته رسوي، نو په غبرګون كې يې په بې سارې كچه دخلكو زياتى كركې او غوسې راپارېږي او هم افغان ځواكونه ددښمنانو اودهغوى د روزل شويو ترورېستي ډلو ځپلو ته لا هوډمنېږي،بېدارېږي ،له غاښ ماتوونكواو ريزمزيزكوونكو ګوزارنو سره يې مخ كوي چې دهلمند، كندهار، كندوز، شبرغان، تخار، پكتيا، لوگر،ننگرهار اوكونړ په ګډون دهېواد په بېلابېلو ولايتونو كې دطالبانو ، دحقاني شبكې، القاعده او داعش په څېرپرترورېستي ډلو اودهغوى پرمركزونو، دنېشه يې توكو پرزېرمو ، كارخانو او لابراتوارونو دافغانستان دمېړنيو باتورو، اتلو او سرښندونكو امنيتي ځواكونو او دغه راز دبهرنيو پوځيانو هوايي اومځكني بريدونه يې دثبوت څرګندې بېلګې كيداى شي، چې په پايله كې يې ترهګرو ته زيات ځاني او مالي زيانونه اړولي دي او دهېواد يادې سيمې يې دپاكستان په څېر د استخباراتي شبكو له پېردول شويو ا جيرانو او ترهګرو څخه پاكې كړي دي. ستره غوښتنه داده چې امريكا بايد له افغانستان سره دپوره مرستې اوهمغږۍ له مخې دبشر د ډېرستر او ګډدښمن په توګه په هېواد كې دترهګرو دځپلو له پاره له خپل ټول ځواك څخه كارواخلي اوآن تردې چې امريكا دې په پاكستان كې دترهګروځالې اودهغوى روزنځايونه په نښه كړي اوپه اړه دې خپلې پوځي ستراتېژۍ ته دعمل جامه ور واغوندي، نوهله به دافغانستان اوامريكا په ګډون دسيمې او نړۍ هېوادونه دتل پاره دهغوى
له شره خوندي شي.


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha