صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ټاپي پروژه د افغانستان او سيمې لپاره

د ټاپي پروژه د افغانستان او سيمې لپاره

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ټاپي پروژه د افغانستان او سيمې لپاره

د امريکا په مشرۍ ناټو او نړيواله ټولنه بايد هغه استخباراتي ډلې او دښمن هېوادونه تر فشار لاندې راولي ،چې په افغانستان کې د جګړې دوام ته لمن وهي او د ترهګرۍ ضد مبارزه له ستونزو سره مخ کوي، دغه څارګرې ډلې او دښمن هېوادونه،اسلامي ازښتونه پلمه ګرځوي او په هېڅ توګه نه غواړي ،چې په افغانستان کې دې امنيت او ثبات وي، دا ډلې او هېوادونه خپلو ترهګرو ډلو ته داسې پلانونه ورکوي، چې د جګړې د دوام لپاره داوطلب ځوانان نور هم را جلب کړي. د دې جلب او جذب لپاره ،اسلامي پاک او سپېڅلي ارزښتونه پلمه ګرځوي او پرې نوي ځوانان دوکه کوي، چې ګنې په افغانستان کې (( جهاد )) وکړي، اوس چې القاعده نږدې د له منځه تلو په حال کې ده، د داعش په نامه بله ترهګره ډله را مخې ته شوې ،چې دا تپل شوې جګړه پرمخ يوسي او په افغانستان کې د ملي او سيمه ييزو پروژو د تطبيق مخنيوى وکړي، د داعش ترهګرې ډلې بيا په عراق او سوريه کې له منځه تللې ،خو د افغانستان په څنګ کې بېلابېلې ډلې د داعش په نامه فعاليت کوي، چې د دښمنو کړيو موخې تر لاسه کړي، دې ترهګرې ډلې د نړۍ پر ټولو مسلمانانو ږغ کړی چې افغانستان ته د جګړې لپاره راشي.

دې تروريستي ډلې د خراسان ولايت څانګې د تېرې چهارشنبې په ورځ په يوه وېډيو کې، د نړۍ مسلمانانو ته په خطاب کې ويلي چې که عراق او سوريې ته نه شي تللی، افغانستان ته دې راشي. دا ډله اوس د افغانستان په ختيځ او شمال کې ځای ځای فعاليت کوي،چې له پاکستانه د پاکستاني ملېشو په لمسون را اوړي. دې ډلې په ننګرهار کې د حج او اوقافو د رييس او مشهور ديني عالم عبدالظاهر حقاني د وژلو مسووليت هم ومانه. د داعش له لوري په خپره شوې ويډيو کې يو جګړه مار وايي: (( د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اې مسلمانانو! خراسان ته مهاجرت وکړئ، که عراق او شام ته تللی نه شئ، خراسان ته راشئ.)) دا تروريستي ډله افغانستان د عربو يو ولايت ګڼي او هغه ته خراسان وايي. په افغانستان کې د دې ډلې اکثره غړي د منځنۍ آسيا، او پاکستان اتباع دي. دا ډلې اوس د افغان ځواکونو په وړاندې نه شي درېدی، نو د خپلو ډلو د جلب او جذب لپاره يې داسې تېرايستونکی ږ غ پورته کړی دی، دا چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه د مرستندوی او اکمال په حالت کې دي او دغه راز سيمه او نړۍ د ترهګرۍ ضد مبارزه غواړي، نو بايد د ترهګرۍ د جلب او جذب هغه ځالې له منځه يوسي، چې د ترهګرۍ د دوام لپاره تېر ايستونکی تبليغ کوي، موږ وينو ،چې افغانستان ته ترهګري له پاکستانه راځي، د داعش ترهګرې ډلې غړي هم ډېر پاکستانيان دي، چې د پاکستان مېلشې هم په کې ورګډې دي، پاکستاني کړۍ د افغانستان پرمختګ ،خپله تباهي ګڼي، نو د دې د مخنيوي لپاره ترهګريز فعاليتونه پلانوي، دغه راز حالت بايد کنټرول شي، پاکستان بايد خپل امنيت ، ثبات او پرمختګ د افغانستان په پرمختګ ، ثبات او امنيت کې ولټوي، له دې پرته بايد تر فشار لاندې راوستل شي ،چې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha