صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | طالبان بايد د سولې له دغه مهم فرصته ګټه پورته كړي!

طالبان بايد د سولې له دغه مهم فرصته ګټه پورته كړي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
طالبان بايد د سولې له دغه مهم فرصته ګټه پورته كړي!

دا چې تېره اوونۍ په پلازمېنه كابل كې افغان ولسمشر محمداشرف غني د كابل پروسه دوهمه نړيواله غونډه كې طالبانو ته مهم فرصت وركړ او د سولې بلنه يې وركړه، نو په كور د ننه ،سيمه ييزه او نړيواله كچه يې كلك ملاتړ وشو، له دې ډلې د امريکا متحدو يالتونو څو ځله پر طالبانو غږ وكړ ،چې له جګړې او ترهګريزو فعاليتونو لاس واخلي او له افغان حكومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي، امريكا د دوشنبې په ورځ يو ځل بيا پر طالبانو غږ کړى چې د سولې د خبرو په هکله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وړانديز په هکله غور وکړي. جمهور رييس محمد اشرف غني، تېره اوونۍ د کابل په نړيوال کنفرانس کې طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ چې پر نورو مسائلو سربېره په کې راغلي وو چې که طالبان د سولې لاره خپله کړي د يوه رسمي ګوند په توګه به ومنل شي. محمد اشرف غني، ويلي چې د دې په بدل کې به طالبان افغان حکومت او اساسي قانون په رسميت پېژني. د دې ترڅنګ ولسمشر غني ژمنه وركړه ،

چې د سولې په صورت كې به د طالبانو بنديان ازادوي او د هغوى نومونه به له تور لېسته باسي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه سوړ غبرګون ښكاره كړى دى، طالبانو همدا راز ويلي چې د کابل کنفرانس د طالبانو «تسليمي» غواړي، خو د ولسمشر غني وړانديز بې سارى دى او آن سيمه او نړۍ يې تر اغېزې لاندې راغلي دي، له همدې امله تر اوسه لا وخت شته او طالبان بايد له ساړه دريځه را ووزي او په خپلواكه توګه د سولې خبرو ته حاضر شي، له دې پرته طالبان په جګړه كې زيان ويني او سږنى كال به هغوى ته د سولې په ډګر كې تر ټولو سخت تمام شي. دا د حكومت له خوا خبردارى نه دى، بلكې هغه حقيقت دى ،چې خپله طالب ډلې هم پرې پوهېږي، دا په دې مانا ،چې افغان حكومت تر بل هر وخته ډېر نړيوال ملاتړ خپل كړى او هغه پاكستان هم تر سخت نړيوال فشار لاندې دى ، چې طالبان يې د افغان جګړې د دوام لپاره پر شا ټپول. سږ كال پاكستان په خپل نس كې باقي دى او نه شي كولى ،چې د ترهګرۍ تر څنګ طالبان هم د جګړې لپاره چمتو كړاى شي، په مقابل كې يې افغان ځواكونه ډېر پياوړي شوي او لا هم پرې پانګونې كېږي، امريكا ،ناټو او نړيواله ټولنه د افغان ځواكونو روزنه كوي ،سلا مشورې وركوي او پر ښو او پر مختلليو وسلو يې سمبالوي، د دې ترڅنګ د افغانستان ځانګړي او كومانډو ځواكونه په نړيواله كچه پېژندل شوى او سارى يې نه ليدل كېږي، چې افغان حكومت د يرغلګرو او اورپكو د له منځه وړلو لپاره ترې كار اخلي، دې ته په كتو سره طالبان جګړه نه شي ګټلى ،نو غوره داده، چې د سولې لپاره د افغان حكومت له دغه مهم او غوره وړانديزه ګټه پورته كړي، دا ډېر مهم چانس دى ،چې طالبان سياست غوره كړي او د سياست پر مټ خپل ځان مطرح او يا په حكومت كې څوكۍ وګټي، دا چې طالبان وايي ،چې ګنې جګړه هغوى نه پرېږدي او يا دې افغانستان له نړيوالې ټولنې تجريد شي، دا ناممكنه ده ،بلكې افغانستان د سيمې پر مهم سټراټيژيك او سوداګريز مركز بدل شوى او سيمې او نړۍ ورته سترګې نيولې دي، له همدې امله نړيواله ټولنه پر افغانستان پانګونه كوي او د سيمې هېوادونه خپل پرمختګ پر افغانستان پورې تړلى بولي. له همدې امله بايد طالبان فكر وكړي او كه د ملت غم ورسره وي، نو د سولې لاره  بايد غوره كړي، له دې پرته به په ولس كې نور هم تجريد او بيا به د جګړې په ډګر كې نور هم ناكام شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha