صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د غزني د خلكو په حق كې دې عدالت وشي او لويه لار دې پرانيستل شي

د غزني د خلكو په حق كې دې عدالت وشي او لويه لار دې پرانيستل شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د غزني د خلكو په حق كې دې عدالت وشي او لويه لار دې پرانيستل شي

د غزني خلك وايي ،چې پرې ظلم شوى او له حكومته د عدالت غوښتنه كوي، هغوى وايي ،چې د ظالمانو له لاسه يې خلك وژل شوي، برمته شوي او ټپيان شوي او دغه راز پرې اوبه هم بندې شوې ،چې له امله يې سخت مالي زيانونه اړولي دي، له همدې امله هغوى د بېګناه کليوالو د وژونکو پر خلاف او د عدالت غوښتنې په موخه احتجاج كړى او دا دى څو ورځو ته وغځېد، په دغه احتجاج كې د کابل – کندهار حياتي لار بنده ساتل شوې ده، دا لومړى ځل دى چې په غزني کې د وحشت او بربريت پر ضد خلک پاڅون ته راپورته شوي دي. د خلکو دا اعتراض، چې د وزيرستان د خلکو په شان د ولسي پاڅون بڼه خپلوي، د جمعې په شپه وروسته له دې پيل شو چې د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو په يونيفورم کې وسله والو کسانو د قره باغ ولسوالۍ په شېراباد کلي کې د بې وسلې کليوالو پر کورونو يرغل وکړ؛ دوه ملکيان يې ووژل، دوې ښځې يې ټپيانې کړې او دوه تنه نور يې وتښتول. ويل کېږي چې په سيمه کې هزاره ګانو، چې په ملي او امنيتي ځواکونو کې يې شمېر زيات دى، له دولتي امکاناتو په استفادې د وزيرو پښتنو پر کورونو يرغل کړى دى. تر دې وړاندې هزاره ګانو د دې سيمې پر اوسېدونکو اوبه بندې کړې وې چې لا هم بندې دي او له دې درکه وزيرو ته د مېليونونو افغانيو زيان اوښتى دى.

اعتراض کوونکو حکومت ته خبردارى وکړ چې حمله کوونکي د عدالت منګولو ته وسپاري او کنې قوم به په خپله اقدام وکړي.په رسمي توګه د دغه احتجاج د پاى ته رسولو هڅې شوې، خو پايله يې نه ده وركړې. مظاهره چيان وايي چې په دې ډول ژمنو ډېر خطا ايستل شوي او تر څو چې عملي اقدام نه وي شوى، احتجاج نه بندوي او لاره نه پرانيزي.احتجاج کوونکو په تېرو درېـيو ورځو کې هېڅ راز تشدد نه دى کړى او مدني اعتراض ته يې دوام ورکړى دى. دا راز غږ پورته كول ډېر اغېزمن ځكه دى ،چې سوله ييز دى او د دولت په شمول مدني ټولنه ،رسنۍ او آن نړيواله ټولنه ورته متوجې كېږي، خو ستونزه دا ده چې خلكو د كابل_ كندهار لويه لار تړلې ،چې دا په ملي كچه ستر اقتصادي زيان دى. اعتراض کوونکو لا هم خپل مړي خاورو ته نه دي سپارلي او وايي، تر هغو د خپلو عزيزانو مړي له روغتونه نه باسي چې د دوى قانوني غوښتنې اجرا شوې نه وي. دوى دغه راز وايي چې لار به هم په همدې ډول بنده وساتي.دا ستونزه اوس ژوره ده، ځكه له ډېرې مودې را هيسې په غزني كې قومي او هدفي وژنې روانې دي او پر خلكو سخت ظلمونه شوي دي، د دغه ولايت خلك آن له پوهنې هم بې برخې شوي او د امنيت او ثبات خونديتوب ته يې هېڅ پام نه دى شوى.يو قوم په كې ګل ګلزار دى، خوبل تر خاورو لاندې كېږي! دا چې حكومت د دې ستونزې لپاره ملا تړلې،هركلى يې كوو، خو ستونزه بايد په اساسي توګه حل شي. غزني د دې ترڅنګ د تاريخي دښمن د ناوړو موخو ښكار شوى دى، په څنګ كې يې زابل پروت دى، چې له قبايلي سيمو سره پوله لري، له هغه ځايه ترهګر او وسله وال په اسانۍ را اوړي او په هېواد كې ستونزې جوړي. دا ډول نورې ډېرې ستونزې شته ،چې د دې سيمې خلك يې سخت په تنګ كړي او وخت ناوخت سترې سترې قربانۍ وركوي. يو وخت د دې سيمې خلك د ترهګرۍ او اورپكۍ پرضد هم را پورته شول، خو حكومت يې ملاتړ ونه كړ، هغوى يو يو د دښمن ښكار شول او پاتې يې په وېره كې دي، دغه راز حالت ته نور بايد د پاى ټكى كېښوودل شي او لومړى بايد د لويې لارې د پرانيستو لپاره هڅه وشي او احتجاج كوونكي پوه كړل شي، چې په دې كې د ملت زيان دى، خو دوى بايد په تشو وعدو تېر نه ايستل شي او عدالت پلى شي. كه داسې ونه شي ،نو د قومونو ترمنځ سترې لانجې رامنځته كېداى شي او ملي يووالى به زيان وويني!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha