صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | له طالبانو پرله پسې د سولې غوښتنې

له طالبانو پرله پسې د سولې غوښتنې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له طالبانو پرله پسې د سولې غوښتنې

کله ،چې د تېرې چارشنبې په ورځ د کابل پروسې د دوهمې غونډې په لړ کې ولسمشر غني طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ او هغوی ته يې په مشروطه توګه بلنه ورکړه ،چې د سولې له بهير سره يوځای شي،نو په پراخه توګه د دغه وړانديز ملاتړ وشو.په هغې غونډه کې افغان حکومت طالبانو ته چانس ورکړ ،چې د سياسي ګوند په توګه به يې ومني ،د هغوی بنديان به آزاد کړاى شی، بهرنيو هېوادونو ته به د تګ وېزې ورکړل شي او دغه راز به د افغانستان په اساسي قانون کې بدلونونه را وستل شي او د طالبانو مشران به د ترهګرۍ له تور لېسته آزادشي، نو دا وړانديزونه په خپل وار بې ساري دي او له همدې امله يې افغان ملت ، ملګري ملتونه ،نړيواله او اروپايي ټولنه او دغه راز د هند په شمول د افغانستان دوست هېوادونه ملاتړ کوي. ولسمشر غني دغه راز طالبانو ته وړانديز وکړ ،چې په کابل کې د دوست هېواد په منځګړيتوب له دې ډلې سره د خبرو مېز ته کيني، خو له بده مرغه چې طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم مثبت غبرګون، نه دی ښکاره کړی. دا دی د کابل پروسې له دوهمې غونډې پنځه ورځې تېرې شوې ،خو بيا هم د طالبانو له خوا کوم اقدام نه دی شوی ،چې د سولې له بهير سره يوځای شي،

دا په ريښتيا چې د اندېښنې وړ مسئله ده، په افغانستان کې د ملت له خوا د طالبانو د دغه ساړه غبرګون په اړه  شکونه پر يقين بدل شوي ،چې دا ډله د پنجاب د ګټو لپاره د افغانستان د ورانولو او د افغانانو د وژنو جګړه پر مخ وړي! په همداسې حال کې افغان حکومت وړانديز کړی، چې د سولې لپاره دې لومړی  اوربند وشي، خو دا اوربند نه تر سترګو کېږي او طالب جنګيالي له هر فرصته ګټه پورته کوي، ترهګر بريدونه کوي، خلک وژني ،برمته کوي يې او په لويو لارو كې له موټرو مسافر کښته کوي او له ځان سره يې بنديان ساتي، دغه حالت په ډاګه کوي، چې طالبان د پنجاب تر سخت فشار لاندې دي او هغوی په هېڅ توګه خپلواک نه دي، چې د سولې له بهير سره يوځای شي او يا دې د سولې وړانديز  ومني! خو په همداسې حال کې افغان حکومت سوله ،اسلامي او ملي غوښتنه بولي او دې ته په پام سره خپل ستر لومړيتوب ګڼي ،چې بيا هم د سولې لپاره لاره پرانيستي وساتي او دا به د سولې لپاره وروستی فرصت او چانس  نه وي، بلکې له ډېرو نورو لارو به د سولې لپاره هڅې وکړي. خو غوره ده ،چې طالبان دغه اسلامي او ملي غوښتنه ومني او ځان د پنجاب له اسارته آزاد کړي. له دې پرته به جګړه د اسلامي او ملي غوښتنو پرضد او د پنجاب د غلامۍ د دوام لپاره د هغوی تګلاره وي، په هغه حالت کې به په بشپړه توګه جنګيالۍ ډله له ملت او نړيوالې  ټولنې تجريد او دا ډله به د ترهګرې ډلې په توګه په نړۍ کې معرفي شي! افغان حکومت چې اوس پياوړي کورني ځواکونه او پوخ نړيوال ملاتړ لري، طالبانو او هرې ترهګرې ډلې ته سخت ګوزارونه ورکولی شي، له همدې امله افغان حکومت د سولې د وړانديزونو د نه منلو په صورت کې، جګړه د سولې لپاره غوره اقدام بولي، دا جګړه په خپل ذات کې اسلامي روايت هم لري او د افغانستان ديني  عالمان او ټول ملت د خپلو ځواکونو ملاتړ کوي. بل لوری افغان حکومت د پرمختګ لپاره پراخ پلانونه لري چې افغان ولس يې د خپلې ښې او غوره  راتلونکې لپاره هيله من کړی ، همدا ملت هره هغه ډله غندي او له ځانه يې لرې کوي،چې د دغه پرمختګ او وينې تويونې لپاره پردۍ او تپل شوې جګړه دوامداره ساتي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha