صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | طالبانو د سولې په اړه د حكومت د طرحې په ردولو خپله ناولې څېره نوره هم بربنډه كړه

طالبانو د سولې په اړه د حكومت د طرحې په ردولو خپله ناولې څېره نوره هم بربنډه كړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
طالبانو د سولې په اړه د حكومت د طرحې په ردولو خپله ناولې څېره نوره هم بربنډه كړه

د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني د كلونو كلونو جګړه ځپلو افغانانو د يوې ډېرې سترې غوښتنې په توګه په هېواد كې د تلپاتې سولې لوړ او سپېڅلي هدف ته درسېدلو لپاره د نړۍ د ۲۵بېلا بېلو هېوادونو د چارواكو او د درېيو نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون د كابل پروسې دويمې نړيوالې غونډې ته له افغان طالبانواو نورو وسله والو مخالفينو سره د سولې په اړه يوه داسې جامع او هر اړخيزه طرحه وړاندې كړه چې نه يوازې د كابل پروسې د غونډې برخه والو هېوادونو هغه په يوه خوله تائيد كړه بلكې د پاكستان په څېر د طالبانو روزونكو او ملاتړو هېوادونو هم هغه وستايله، خو له بده مرغه طالبانو يې په اړه سوړ غبرګون ښودلى دى.په ۱۳۸۰لمريز كال كې د پاكستان د وخت د پنجابي واكمنانو د ګوډاګي او استبدادي رژيم په توګه په هېواد كې د طالبانو له را پرځېدلو څخه وروسته په تېرو ۱۷كلونو كې په دغې بې ساري او هر اړخيزې سوله ييزې طرحې كې له افغان حكومت سره د طالبانو د بې قيد و شرطه خبرو، د دواړو اړخونو تر منځ د اوربند د اعلانولو، د سياسي ګوند په توګه د طالبانو د ډلې په رسميت پېژندلو ، له جېلونو څخه د دغې ډلې د ټولو بنديانو د آزادولو، له تور لېست څخه د هغوى د ايستلو، پر اساسي قانون د بيا كتنې او د نړۍ په بل ناپيلي او بې طرفه هېواد كې له افغان حكومت سره د طالبانو د سولې د خبرو او په ټاكنو كې د طالبانو د فعالې ونډې اخيستلو په ګډون د افغانستان د حكومت وړانديزونه را نغاړل شوي دي

او دا هم په كې راغلي، چې د سولې او ملي پخلاينې په اړه به د افغانستان د جمهور رييس محمد اشرف غني له دغې اعلام شوې انساني كړنلارې څخه د ګټې اخيستنې له لارې په هېواد كې د سولې له بهير سره د طالبانو د يو ځاى كېدو په حالت كې خپلې يادې وړاندې شوې طرحې ته د عمل جامه ور واغوندي، چې له نېكه مرغه د ملګرو ملتونو ،امريکا ،اروپايي ټولنې او د هند په شمول د سيمې دوستو هېوادونو يې هم هرکلی او ملاتړ وکړ،خو له بده مرغه طالبانو ،چې لا هم د پاکستان لاس پوڅي دي، د ولسمشر غني دا وړانديزونه، نه دي منلي، د کابل پروسه يې فرصت نه ،بلکې دسيسه بللې او له سولې سره يوځای کېدل يې افغان حكومت ته د طالبانو (( تسليمي )) بللې ده.د طالبانو دا بې بنسټه پرېکړه او غبرګون د ملي ګټو، ولس او ملي او اسلامي غوښتنې پرضد دی! هيلې دا وې ،چې ښايي دا بې ساري وړانديزونه به د طالبانو دريځ نرم کړي او دا ډله به سولې ته وهڅوي،خو داسې ونه شول .په داسې حال كې چې  افغان حکومت سوله د اسلامي او ملي غوښتنې له مخې ستر لومړيتوب ګڼي او افغان حکومت هم په سياسي او پوځي ډګر کې سترې برياوې ګټلې او که بياهم وسله وال طالبان د پنجابيانو په فرمايش او غوښتنه جګړه غوره کړي، نو ځپل کېږي او سخت زيانونه به وګالي. اوس ټول پوهېږي،چې طالبان د پنجابي واكمنانو د ګټو لپاره جنګېږي او د پنجابيانو په فرمايش له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اړيکو پرې کول غواړي. طالبان وايي ،چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، خو دا بهرني ځواکونه، افغان ځواکونه روزي ،هوايي ځواک پياوړی کوي او د پاكستان د روزل شويو ترهګرو پر ضد مبارزه کې له کورنيو ځواکونو سره مرسته کوي، له هغوی پرته نه پاکستان ،نه روس ، نه چين، نه ايران او نه هم کوم بل هېواد شته ، چې په دغه مهم وخت کې له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخو کې مرستې وکړي.د سياسي چارو د شنونكو او نورو كارپوهانو په باور كه چېرې طالبان او نور وسله وال مخالفين او د پاكستان په څېر د هغوى روزونكي، تغذيه كوونكي او لمسوونكي هېوادونه د كابل پروسې په دويمه نړيواله  غونډه كې د جمهور رييس محمد اشرف غني وړاندې شوې جامع او هر اړخيزې طرحې د پلي كولو په برخه كې د تېر په څېر له ضدو نقيضې څپ څپاندې، دوه مخې او درواغجنې پاليسۍ څخه بيا هم كارواخلي او په دې برخه كې ترلاسه شوي طلايي فرصتونه له لاسه وركړي، نو له امله به يې له ډېرو ناوړو عواقبو سره مخ شي او آن تردې، چې طالبان ، پاكستان او مشران به يې د افغانستان او جنوبي آسيا په اړه د امريكا د جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د اعلام شوې پوځي ستراتيژۍ ښكار شي او د عراق او د ليبيا د استبدادي رژيمونو د وخت د جمهورو رييسانو صدام حسين او معمر القذافي او دغه راز د القاعده د نړيوال تروريستي سازمان د مشر اسامه بن لادن له برخليك سره به مخ شي او له خاورو سره به خاورې شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha