صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د سولې لپاره د ولسمشر غني بې ساري وړانديزونه او د طالبانو سوړ غبرګون

د سولې لپاره د ولسمشر غني بې ساري وړانديزونه او د طالبانو سوړ غبرګون

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سولې لپاره د ولسمشر غني بې ساري وړانديزونه او د طالبانو سوړ غبرګون

وسله والو طالبانو وړمه ورځ (پنجشنبه) د ولسمشر غني د هغو وړانديزونو پر ضد سوړ غبرګون وښود،چې د چهار شنبې په ورځ يې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې طالبانو ته په مشروط ډول د سولې لپاره کړي دي، ولسمشر محمد اشرف غني ، دا ځل وسله والو طالبانو ته په مشروط ډول اوربند، د سياسي ګوند په توګه د دې ډلې پر رسميت پېژندلو، د ټولو بنديانو د خلاصون ، پر اساسي قانون د بيا کتنې او له تورو لېستونو د هغوی د ايستلو وړانديزونه وکړل، چې د ملګرو ملتونو ،امريکا ،اروپايي ټولنې او د هند په شمول د سيمې دوستو هېوادونو يې هرکلی او ملاتړ وکړ،خو طالبانو ،چې لا هم د پاکستان تر فشار لاندې او د هغوی په برمته کې دي، د ولسمشر دا وړانديزونه، نه دي منلي، د کابل پروسه يې فرصت نه ،بلکې دسيسه بللې او له سولې سره يې يوځای کېدل ، (( تسليمي )) بللې ده.د طالبانو دا پرېکړه او غبرګون د ملي ګټو، ولس او ملي او اسلامي غوښتنې پرضد دی!

هيلې دا وې ،چې ښايي دا بې ساري وړانديزونه به د طالبانو دريځ نرم کړي او دا ډله به سولې ته چمتو شي،خو داسې ونه شول. افغان حکومت سوله د اسلامي او ملي غوښتنې له مخې ستر لومړيتوب ګڼي ، خو افغان حکومت هم په سياسي او هم په پوځي ډګر کې ګټلې او که بياهم وسله وال طالبان د پنجاب په فرمايش او غوښتنه جګړه غوره کړي، نو ځپل کېږي او سخت زيانونه به وګالي. دا جګړه د طالبانو په ګټه نه ده. اوس ټول پوهېږي،چې طالبان د پنجابي د ګټو لپاره جنګېږي او د پنجاب په فرمايش له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د اړيکو پرې کول غواړي. طالبان وايي ،چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، خو دا بهرني ځواکونه، افغان ځواکونه روزي ،هوايي ځواک پياوړی کوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له کورنيو ځواکونو سره مرسته کوي، له هغوی پرته نه پاکستان ،نه روس ، نه چين او نه هم کوم بل هېواد شته ، چې په دغه مهم وخت کې له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخو کې مرستې وکړي. همدا شان د طالبانو دا غوښتنه هم ناسمه ده ،چې له افغانستان سره دې نړيوال ملاتړ او د سيمې د هېوادونو سياسي او اقتصادي اړېکې پرې شي او د پنجابي په خوښه دې د کابل پر تخت لاسپوڅې څېره کېني، دا نه عقل مني او نه هم افغان ولس،کله چې د ۲۰۱۴ م کال په پای کې نږدې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل او پوځي او امنيتي واګې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، خو طالبانو هېڅ سياسي او ملکي لاره غوره نه کړه،بلکې د پنجاب د ګټو لپاره يې جګړې ته ترجع ورکړه، طبانو ته دا ډېر مهم او غوره فرصتونه وو، چې د سياسي قوت په توګه را څرګند او د رايې  له لارې د واک تر لاسه کولو لپاره کار وکړي، نو بيا هم طالبان له داسې فرصتونو ګټه نه پورته کوي او که ټول بهرني ځواکونه هم له افغانستانه ووزي، خو بيا هم جګړه نه پرېږدي، خو افغان حکومت په خپلواکه توګه پرېکړه کړې ،چې له چا سره پوځي ،سياسي  او اقتصادي اړېکې وپالي او له کوم دښمن هېواد سره څنګه معامله وکړي، افغان حکومت دغه راز پراخ پوځي او پوخ سياسي ملاتړ لري، چې د خپلې ښې راتلونکې لپاره ترې غوره ګټه پورته کوي او له نړيوالې ټولنې او دوستو هېوادونو د زړه له تله مننه کوي، چې په سختو وختونو کې يې ملاتړ کړی دی. افغان حکومت اوس خپله ښه او غوره راتلونکې يقيني کړې او جګړه هم د سولې لپاره غوره بولي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha