صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | افغانان د ټاپي پروژې د ساتنې او پلې كېدا وړتيا لري!

افغانان د ټاپي پروژې د ساتنې او پلې كېدا وړتيا لري!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغانان د ټاپي پروژې د ساتنې او پلې كېدا وړتيا لري!

افغان ولس د ټاپي پروژې د كار پيل ته ډېر خوشحاله دي او ولسمشر غني ته يې ژمنه وركړه ،چې له كورنيو ځواكونو سره اوږه په اوږه به د ټاپي پروژې د عملي كولو او ساتنې لپاره خپل ملي رسالت تر سره كوي، ولسمشر په هرات کې د بېلابېلو سويل لوېديځو او د هرات له خلكو ،ځوانانو او مدني ټولنې او دغه راز پانګوالو سره په كتنو كې څلور ورځې تېرې كړې او هغوى ټولو دا ژمنه وركړه ،چې د دې مهمې او تاريخي پروژې ساتنه به كوي، هرات د ولسمشر غني او بيا ټول ملت لپاره ډېر مهم دى او دا ولايت د دې وړتيا لري چې افغانستان د سيمې د هېوادونو د وصل او ټرانزېټ پر مهم مركز بدل كړي. په هرات كې د ولسمشر اشرف غني څلور ورځې پاتې کېدو دا اهميت نور هم په ډاګه كړ. ولسمشر غني په دې څلور بې سارې څلور ورځنۍ پاتې كېدنه كې له ډېرو فرصتونو ګټه پورته كړه، ولس يې ملي يووالي ته را وباله ،ترې يې د هېواد د پرمختګ او د ټاپي پروژې په څېر د نورو پروژو د ساتنې او د امنيت او ثبات په برخه كې د همكارۍ ژمنې واخيستې. ولسمشر غني په سړه سينه او ښه فرصت كې د هرات اهميت په ډاګه كړ او د سيمې هېوادونو ته يې ښكاره كړه ،چې افغانان د ټاپي پروژې هم امنيت ساتلى شي او هم يې په خپل وخت پلې كولى شي.

 ولسمشر غني له دې سره ټولې هغه اندېښنې له منځه يوړې ،چې يو شمېر سيمه ييزو او بهرنيو هېوادونو او په كور د ننه يو شمېر رسنيو خپرولې، هغوى ويل ،چې ګنې د ټاپي پروژې كار به له امنيتي خنډونو سره مخ شي، خو داسې نه ده، ولسمشر په هرات كې د څلور ورځنيو ليدنو او په دې موده كې د پاتې كېدا په ترڅ كې دا ټولې اندېښنې ختمې كړې! ډېر به دا وايي ،چې ګنې ولسمشر غني هرات ته د خپل امنيت د ساتنې لپاره د هېواد له ګڼو سيمو امنيتي ځواكونه بېولي وو، چې ګنې خپل ځواك او زور ښكاره كړي، خو ولسمشر دا زور په بل ناامنه ولايت كې هم ښكاره كولى شواى، دا اندېښنې او خبرې بې ځايه دي، بلكې حقيقت دا دى، چې ولسمشر د هېواد د پرمختګ او د سيمې د ټرانزېټ او لېږد رالېږد لپاره پر مهمې او خوندي څلور لارې بدلوى شي، دا په هېواد كې هرات دى، چې ولسمشر پرې ډېره تكيه كړې ده. سره له دې ،چې وسله والو طالبانو هم د ټاپي پروژې د امنيت په برخه كې د مرستې ژمنې وركړې، خو د هغوى په قول او ژمنو هېڅ باور نه شته، مهمه ونډه په دې كې ولس لري، چې خپل ولسمشر ته يې دا ژمنه وركړه او دا ولس دى ،چې د حكومت تر څنګ درېدلى او د ټاپي غوندې مهمې پروژې ته يې د زړه له تله هركلى ويلى دى. دې ته په كتو سره افغان ولس د سيمې ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه تركمنستان ته دا ژمنه وركوي ،چې د دا ډول پروژو د پلي كولو اوساتنې وړتيا لري او په دې كې ملي اجماع له ورايه ښكارېږي. ولسمشر غني هم دا ښكاره كړه، چې تر هر څو شپو او ورځو پورې ،چې وغواړي ، د هېواد په هر ځاى او سيمه كې له كوم امنيتي او نورو ستونزو پرته، پاتې كېداى او له ولس سره په ښه فرصت كې ليدلى شي. په هرات كې د ولسمشر څلور ورځې پاتې كېدل، د افغانستان په تاريخ كې بې سارې پېښه ده، ولسمشر غني چې پر پنجشنبه هرات ته تللى و د هرات د خلکو او مختلفو کړيو له استازو سره تر هراړخيزو ليدنو کتنو وروسته پر يکشنبه بېرته پلازمېنې ته راستون شو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha