صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | سياسيون دې هم د ولس په څېر د پرمختيايي پلانونو د تحقق لپاره كار وكړي

سياسيون دې هم د ولس په څېر د پرمختيايي پلانونو د تحقق لپاره كار وكړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
سياسيون دې هم د ولس په څېر د پرمختيايي پلانونو د تحقق لپاره كار وكړي

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د بنسټيزو پلانونو او دده د ژمنو پر بنسټ ، هرات د هېواد په صنعتي او منظم ولايت د بدلېدو په حال کې دى. له څو ورځو را هيسې ولسمشر غني په هرات كې د ټاپي پروژې د كار د پرانيستې له مراسمو وروسته د هرات او ګڼو نورو سوېل لوېديځو ولايتونو له مشرانو ،ځوانانو او د مدني ټولنې له فعالينو سره وليدل، ټولو د ولسمشر غني د پلانونو ستاينه او ننګه وكړه. وړمه ورځ هم د هرات ،هلمند ،نيمروز، فراه او كندهار له استازيو سره ولسمشر كتنې لرلې، ټولو دغو استازيو د ولسمشر پلانونه وستايل او له ټاپي پروژې يې ملاتړ اعلام كړ. پرون يکشنبه هم په هرات ښار کې ولسمشر غني له يوشمېر ځوانانو او مخورو سره په کتنه کې د ټاپي پروژې اهميت په ډاګه كړ او دې ته يې د اشارې په ترڅ کې وويل، د دې پروژې د رغونې پيل له جغرافيايي زندانه د مرکزي افغانستان را اېستل او په دولتي ادارو کې د ځوانانو ګومارل په افغانستان کې د يوه لوى بدلون پيلامه ده. ولسمشر غني زياته كړه چې په هرات کې د باور، يووالي او همغږۍ فضا رامنځته شوې او هيله ده چې ټول هېواد ته به وغځېږي. وړمه ورځ ولسمشر غني په هرات كې د گڼو ولايتونو د استازيو غونډې ته پر ملي او اسلامي هويت هم ټينګار وكړ، دا هغه مهمه مسئله ده ،چې يو شمېر ځان غوښتونكي يې پر ضد را پورته شوي او د دې ترڅنګ د حكومت د دا راز پرمختيايي او بنسټيزو پلانونو پرضد درېدلي دي،خو ملي اجماع دا ده ،چې د افغانستان ملي هويت او ملي يووالى ټينګ وساتل شي او دا ډلې پرې نه ښودل شي، چې د افغانستان ملي او اسلامي هويت د دښمن د غوښتنو او فرمايشونو قرباني او د پرمختيايي او بنسټيزو پلانونو په مخ كې خنډ واقع شي،

ولس پوهېږي ،چې دا ډلې د تعصب او ملي ګټو پرضد دريځونو په ګرداب كې تر ستوني ډوبې دي، دا ډلې دې پوه شي ،چې ولس لويه اجماع لري او ټول په يوه غږ د ولسمشر د كارونو او پلانونو ننګه او ملاتړ كوي. ولسمشر غني دغه راز د ولس استازيو ته په هرات كې وويل ،چې د ولس د ستونزو د هواري ترڅنګ به د خپلو اوبو مديريت هم په ښه توګه وكړي. دا ټول د ولس د هركلي وړ ګرځېدلي دي، ولس د خپل نظام ملاتړ كوي او د پرمختيايي پلانونو د تحقق لپاره يې مټې رانغښتې دي، ولس په دې كې د پر شاتګ پلونه ټول په ځان پسې نړولي او د خپلې ښې راتلونكې لپاره د يو شمېر ځان غوښتونكو او پردي پالو د ناوړو هڅو او اوتو بوتو پروا نه كوي. په همداسې حال كې موږ پر سياسيونو هم غږ كوو ،چې د سياسي اجماع د ټينګښت او د سياسي ناندريو د له منځه وړلو او د هېواد د ملي ګټو او ملي پلانونو د تحقق لپاره سره يو شي او داسې سياسي اجماع را منځته كړي ،چې  د نظام اصلاحاتي ،پرمختيايي او د فساد پرضد پلانونه تحقق ومومي او د دې ترڅنګ د هېواد او نظام په مخ كې پراته خنډونه چې سوله او ملي پخلاينه ننګوي او د پرمختګ مخنيوى كوي، په يوه غږ له منځه يوسي. دا د ټولو ملي رسالت اواخلاقي او ديني مسووليت دى  ولس داسې سياسي رهبر ته اړتيا لري، چې دا ملت په ښه لاره سيخ كړي ،نه داسې سياسيونو ته ، چې د ملت پرضد د تاريخي دښمن لپاره كار كوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha