صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د سياسي اجماع جوړښت او د ملي يووالي ساتل

د سياسي اجماع جوړښت او د ملي يووالي ساتل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سياسي اجماع جوړښت او د ملي يووالي ساتل

له دې څوك سترګې نه شي پټولى ،چې اوسني حكومت د تېر حكومت په پرتله لس چنده ډېر كار كړى او افغانستان په سياسي ،اقتصادي او پرمختيايي برخو كې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي، دغه راز دا هم پټه نه ده ،چې اوسنى حكومت په بهرني سياست كې بريالى دى، دښمن يې انزوا كړى او پرضد يې د نړيوالې ټولنې ملاتړ تر بل هر وخته ډېر تر لاسه كړى ، خو په كور د ننه سياسي ستونزو او كش مكش دا ټولې لاسته راوړنې تر سيوري لاندې راوستلې او دغه راز يې مغرضو كړيو او رسنيو ته وخت وركړى ،چې لا نور پارونو ته لمن ووهي او ملي يووالي ته زيان ورسوي. ښه بېلګه يې د ملي يووالي حكومت دى، چې يوه ډله له بلې راضي نه ده او د لا نورو امتيازونو د تر لاسه كولو هڅې يې دوامداره ساتلې دي.

  خبرونه وايي ،چې د بلخ مستعفى والي عطا محمد نور په بلخ كې خپلو پلويانو ته ويلي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان په ۱۶ ولايتونو کې سوله ييزې مظاهرې وکړي. وايي، د دغو مظاهرو هداف دا دى چې حکومت د جمعيت او عطا محمد نور مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي. دغه راز ښاغلي نور دا هم ويلي چې ډېر ژر به جدي موقف اختيار کړي. دا په داسې حال كې ده ،چې ولسمشر محمد اشرف غني د ليندۍ مياشتې په وروستيو کې اعلام وکړ چې د ښاغلي نور استعفا يې منظوره کړې او پرځاى يې انجنير داوود د بلخ د نوي والي په توګه  ګمارلى دى، خو عطامحمد نور يې نه مني او ځان برحاله والي بولي او  زياتوي ،چې لرې کول يې د ارګ او جمعيت د مذاکراتو په نتايجو پورې اړه لري، هغه مذاکرات چې تراوسه يې کومه ښکاره نتيجه نه ده ورکړې .دغو سياسي ناندريو ملي يووالي ته زيان اړولى او سره له دې ،چې د ښاغلي نور دريځ غير قانوني او د ملي ګټو پر خلاف دى، خو هغه ته ور چارپېرې كړۍ ،چې په ګډوډۍ كې يې ګټې دي، ښاغلي نور ته وايي،چې ګنې تاسو برحقه ياست او ستونزه په ولسمشر كې ده؟! ښاغلى نور هم همداسې فكر كوي او دغو غوړه مالانو يې سترګې ور پټې كړې او ځان برحقه؟! بولي. دغو كړكېچونو آن د امريكا مداخلو ته هم لاره پرانيسته او د ولسمشر د قانوني اقدام ملاتړ يې وكړ. اوس په افغانستان او عراق كې د امريكا پخوانى سفير او په ملګرو ملتونو كې د امريكا استازى زلمى خليلزاد كابل ته راغلى ،چې د دغه كړكېچ  حل ولټوي. ښاغلي خليلزاد ته اجرائيه رييس په يوه شخصي مېلمستيا كې ويلي ،چې دا ستونزه د ارګ او ښاغلي نور ترمنځ ده، خو دا يې هم ويلي ،چې ګنې دى ( ښاغلى عبدالله ) دا ستونزه حلولى شي، له همدې امله غوښتنه كوو ،چې دغه سياسي كړكېچ دې د قانون او ملي ګټو په پام كې نيولو سره ژر حل شي، كه ښاغلى ډاكټر عبدالله عبدالله يې حلولى شي او كه هم يو بل څوك، بايد ژر يې دې حل كړي او په دې توګه د سياسي اجماع د تحقق او ملي يووالي د ساتلو لپاره ګامونه پورته شي، چې د هېواد د پرمختيايي پلانونو له مخې خنډونه لرې او د نظام پياوړې او ځوانه انرژي دې د هېواد د آبادۍ او د تاريخي او قسم خوړلي دښمن د نابودۍ لپاره وكارول شي!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha