صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پر پاكستان د لا ډېر فشار اړتيا

پر پاكستان د لا ډېر فشار اړتيا

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پر پاكستان د لا ډېر  فشار اړتيا

د افغانستان او اسلام آباد ترمنځ خبرې بيا هم د پنجاب د ناوړې پاليسۍ له امله ناكامې شوې دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ د افغان او پاکستاني پلاويو په خبرو کې پر مهمو مسئلو پرمختګ نه دى شوى او د پاکستان رسنيو دا خبرې ناکامې بللې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د افغان – پاکستان د سولې او پيوستون لپاره د عمل پر پلان دوه ورځنۍ خبرې وړمه ورځ /شنبه/ له بند حالت سره مخ شوې، د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلاف وليدل شو او حتى دوى ونه کړاى شواى چې د خبرو په پاى کې ګډه اعلاميه خپره کړي. ظاهراً افغان لوري له اسلام آباده د تروريستي ځالو پر ضد د عملي اقداماتو غوښتنه کوله ،خو پاکستان حاضر نه و، چې کلکه ژمنه وکړي.ځينو پاکستاني رسنيو ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو له قوله ويلي: پاكستاني لوري ټينګار درلود چې ټول افغان کډوال دې افغانستان ته ستانه شي ،چې په پاکستان کې د طالبانو پناهځايونه ختم شي. حال دا چې پاكستان خپله د ترهګرۍ ځالې پالي او هغوى يې تر خپل سيوري لاندې ساتلي دي.

  دا منو چې پاكستان بيا هم د دا ډول خبرو لپاره غوښتنه كوي، خو په دې كې د پاكستان چل ول دى ، په دې پلمه وخت ضايع كوي او له نړيوال فشاره د ځان ژغورنې هڅې كوي. په اصل كې له اسلام آباد سره هم د افغانستان او هم د امريكا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې ژور اختلافات شته ،چې له فشار پرته په دا ډول تېر ايستونكو خبرو او دوه اړخيزو سفرونو نه شي حل كېداى، دا اختلافات د ترهګرۍ پر سر دي او افغانستان ،سيمه او نړۍ له پاكستانه غوښتنه كوي، چې د ترهګرو له ملاتړ او روزنې لاس واخلي، خو پنجاب بيا ترهګر خپلې مټې بولي او پر ترهګرو ډلو په افغانستان ،هند ،سيمه او نړۍ كې د خپلو ګټو لپاره بريدونه كوي. يا هم پاكستان نېغ په نېغه په افغانستان او هند كې د ترهګريزو خونړيو او بشري ضد بريدونو پړه پر دغو ډلو ور اچوي او خپله اوږه ترې خالي كوي، نو پنجاب له دې ډلو لاس نه اخلي او په اوسني فشار هم حاضر نه دى ،چې له ترهګرۍ لاس واخلي. په ورته وخت كې د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم منلې ،چې پر پاكستان فشارونو نتيجه نه ده وركړې او تر اوسه يې له اسلام آباده هېڅ داسې څه نه دي تر لاسه كړي، چې د ترهګرۍ پرضد دې كوم اقدام كړى وي. سربېره پر دې افغانستان له اسلام آباد سره د پولو پر سر شخړه لري او پنجاب پرله پسې هڅې كوي ،چې ډيورنډ كرښه پر افغانستان د خپلې نړيوالې پولې په توګه په رسميت وپېژني او په كابل كې د پنجاب لاسپوڅى حكومت مستقر كړي، خو افغانان دا نه مني او د ملي حاكميت د بشپړ تحقق لپاره يې د پرمختګ ډېر پړاووته تر شا پريښي دي. افغانستان د  يو خپلواك هېواد په توګه د اسلام آباد د غليم هندوستان ترڅنګ له امريكا ،اروپايي ټولنې او د سيمې او  نړۍ له بل هر مهم هېواد سره خپلې اړيكې پالي او په دې كې د پنجاب په څېر د چا له خوا د خنډونو د را ولاړولو پروا نه لري. د دې ترڅنګ افغان حكومت دا مسووليت ادا كوي ،چې پاكستان ته ور بهېدونكې اوبه مهاراو هغه ترهګري ختمه كړي ،چې پنجاب يې د دغو اوبو د مديريت په مخ كې د خنډونو په توګه كاروي، دې ټولو ته په كتوسره له اسلام آباد سره ژور اختلافات شته او په همداسې حال كې د افغانستان غوښتنې برحقې دي ،چې نړيوالې ټولنې هم پرې اعتراف كړى دى. دغه ژور اختلافات بايد پر پنجاب په زور حل او دې ته اړ شي ،چې د ترهګرۍ د كارولو پر ځاى له افغانستان ،سيمې او نړۍ سره د مشاركت ، سوداګرۍ او تلپاتې روا او مشروع ګټو د پاللو لپاره پاليسي غوره كړي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha