صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د كابل – اسلام آباد خبرې د وخت له ضايع كېدو پرته كومه بله ګټه نه لري

د كابل – اسلام آباد خبرې د وخت له ضايع كېدو پرته كومه بله ګټه نه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د كابل – اسلام آباد خبرې د وخت له ضايع كېدو پرته كومه بله ګټه نه لري

د افغانستان د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوى رييس په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي په لومړي پړاو كې پاكستان ته د سفر پر مهال د كابل ښار د جمهوريت روغتون ترڅنګ د امبولانس بم د چاودنې، د جلال آباد په ښار كې د ماشومانو د ساتنې د نړيوالې خيريه موسسې پر يو مركز او د كابل په انتركانتيننتل هوټل، كندهار ، هلمند او همدارنګه نورو سيمو كې د بې ګناه، بې دفاع او مظلومو خلكو له ګڼې ګوڼې څخه په ډكو سيمو كې په خونړيو پېښو كې د پاكستان د تورمخو او مكارو استخباراتي او پوځي كړيو د لاس لرلو په تړاو باوري شواهد، اسناد او مدارك په اسلام آباد كې د دغه هېواد له لوړ پوړو پوځي، استخباراتي او ملكي چارواكو سره شريك كړل او بيا د پاكستان يو لوړ پوړي پوځي او ملكي پلاوي د افغاني پلاوي د يادو اسنادو او شواهدو له ارزونې وروسته كابل ته د سفر پر مهال د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له چارواكو سره د يادو شواهدو او اسنادو په اړه خبرې وكړې او اوس د دويم ځل له پاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حكمت خليل كرزي په مشرۍ دويم جګپوړى پلاوى هم د تېرې جمعې په ورځ پاكستان ته سفر وكړ او د يادو شواهدو او همدارنګه د سولې او يووالي د عمل په اړه يې د دواړو اړخونو په تېره بيا د پاكستان د شويو ژمنو پر پلي كولو بحث او خبرې وكړې او پاكستاني لورې د دې له پاره چې په خپلې ډېرې مكارۍ او غدارۍ سره په افغانستان كې د امريكايي پوځيانو د وژلو له پاره د طالبانو، د حقاني شبكې، القاعده، داعش او لشكر طيبه په څېر د خپلو روزل شويو تروريستي ډلو له وحشيانه او خونړيو بريدونو څخه د امريكا پاملرنه بلې خوا ته واړوي او له بلې خوا خپل هېواد او هم خپل روزل شوي ترهګر د امريكا د پوځي ستراتېژۍ د پلي كولو او د امريكا د نورو زياتو اقتصادي او پوځي فشارونو او خبرداريو له خطرونو وژغوري،

 دا ځل يې هم د تېر په څېر د سولې او يووالي د عمل په اړه له افغاني چارواكو سره د خبرو ژمنه وكړه چې له دې لارې امريكا بيا د خپلو شومو موخو ښكار كړي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سولې او يووالي د عمل په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستيو خبرو د پلي كولو په برخه كې د پاكستان د پنجابي واكمنانو د ژمنو په غبرګون كې په زغرده دا ويلي دي چې نور په خالي ژمنو د پاکستان له لوري د وخت د ضاىع کولو مرحله پاى ته رسېدلې ده.د دغه وزارت وىاند شکىب مستغني د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته ووىل: له پاکستان سره د خبرو تازه پىل شوې لړۍ له پخوانىو سره ډېر توپىر لري. د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د ژمنې پر ځاى عمل او د ملامتۍ منل هغه پرمختګونه دي چې د خبرو په دغه دور کې رامنځته شوي دي.دى وايي: (( افغانستان نور د دې وخت نهلري چې د اسنادو په تدوىن، تصوىب او ىا هم دې ته ورته مواردو کې ىې ضاىع کړي، ىوازې هغه څه چې موږ ىې تمه لرو هغه عملي اقدامات دي. د افغانستان غوښتنې په واضح توګه له پاکستان سره مطرح شوي اواوس د دې موقع رارسېدلې چې پاکستانى لورى پرې عمل وکړي.)) له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنىت لوى ريىس او د کورنىو چارو وزىر هم د پاکستان له پوځي او استخباراتي چارواکو سره په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې د موجودىت په اړه د اسنادو د شرىکولو په هدف اسلاماباد ته تللي وو.د ملي امنىت لوى ريىس معصوم ستانکزي له پاکستانه له راسنتېدو وروسته رسنىو ته ووىل: پاکستان دا ومنله چې خاوره‌ىې د افغانستان پر ضد کارول کېږي.د کابل او اسلامآباد ترمنځ د پلاويو د تګ راتګ لړۍ له هغې وروسته ګړندۍ شوې چې په کابل او ىو شمېر ولاىتونو کې خونړۍ حملې وشوې.افغان حکومت وايي: ىادې حملې حقاني شبکې کړي، هغه شبکه چې پاکستان‌ىې په ملاتړ تورنېږي.د سىاسي چارو ىو شمېر کارپوهان بىا وايي: پاکستان په کابل کې له خونړىو حملو وروسته تر سخت فشار لاندې دى.د سىاسي چارو افغان کارپوه خالد سادات وايي: که پر پاکستان د نړىوالې ټولنې او په خاصه توګه د امرىکا فشارونه دوام ومومي، نو هرو مرو به دغه هېواد ىادو فشارونو ته غاړه کېږدي.دى وايي : (( پر پاکستان د امرىکا فشار که هغه د افغانستان له آدرسه وي او ىا هم د نړىوال سىاست له آدرسه، په ټوله کې به له هرې زاوىې پر پاکستان فشارونه د دې لامل شي چې دغه هېواد ىادو فشارونو ته تسلىم شي.))د ښاغلي سادات په خبره د ترهګرۍ پر وړاندې د رښتىنې مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ژمنو باور کول له خوش باورۍ پرته بل څه نهشي کېداى، خو اوس داسې برېښي چې نړىوال پر پاکستان د فشار راوړلو په برخه کې جدي دي او له دې ور هاخوا خبرې به د وخت له ضايع كولو پرته كومه مثبته پايله راونه نغاړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha