صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | افغان حکومت په اسلام آباد کې د پښتنو د احتجاج ملاتړ کوي!

افغان حکومت په اسلام آباد کې د پښتنو د احتجاج ملاتړ کوي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان حکومت په اسلام آباد کې د پښتنو د احتجاج ملاتړ کوي!

افغان حکومت او ملت دواړه له ډيورنډ کرښې پورې غاړې د بېلو شويو پښتنو وروڼو د هغې داعيې او دريځ ننګه او ملاتړ کوي ،چې د ظالم پنجابي د ظلمونو د پای ته رسېدا په هيله يې غوره کړی دی، افغانان دې ته د ترهګر پنجاب د ظلمونو پرضد د محکومو پښتنو وروڼو د را پورته کېدا لومړنی غوره اقدام بولي او هغوی ته په زغرده وايي ، چې د دې خوا افغان وروڼه مو تر څنګ ولاړ دي او هېڅ دې دا وېره نه لري ، چې ګنې د هغوی دا دريځ به خدای مه کړه ناکام او يا هم کمزوری وي،دا لومړی ځل دی ،چې له ډيورنډ کرښې پورې غاړې پښتون افغان د غاصب او ترهګر پنجابي پرضد غږ پورته کوي او نور په راڼه ميدان د پنجابي د ظلمونو او بې عدالتيو د مخنيوي غوښتنه کوي. له لسګونو کلونو را وروسته له ډيورنډ کرښې پورې غاړې پراته او بېل شوي افغان پښتانه او بلوڅ وروڼه د پنجابي تر ظلم او تېري لاندې دي ، د هغوی مشران او آزادي غوښتونکي مخکښان وژل کېږي ،بې کوره کېږي او د ترهګر ټاپه پرې لګول کېږي او بيا يې د له منځه وړلو لپاره غاصب او ترهګر پنجابي مټې رانغاړي او پرې په بېلابېلو نومونو وسله وال عمليات تر سره کوي، په دې ترڅ کې اوس، نو د پښتنو زغم پای ته رسېدلی او د پنجابي ظالم پرضد يې غږ پورته کړی دی.

له شاوخوا له لسو ورځو راهيسې په زرګونو پښتانه په اسلام آباد کې راغونډ شوي او د پښتنو خلاف د ظلمونو او بې عدالتيو د پای ته رسېدو لپاره له حکومته د اقداماتو غوښتنه کوي. افغان حکومت د دغو پښتنو د برحقه دريځ ملاتړ کوي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په اسلام آباد کې د دغو زرګونو پښتنو د اعتراضي غونډې ملاتړ اعلام کړ، ولسمشر غني پر ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې پښتانه له افراطيت او ترهګرۍ ستومانه شوي او دا مدني لاريون يې پيل کړی دی. ښاغلي غني ويلي چې د پښتنو د داسې مدني او سوله ييز حرکت ملاتړ کوي او د ترورېزم او افراطيت پر ضد يې ګټور ګام بولي. ولسمشر غني د دغو احتجاج کوونکو حرکت ته په اشارې ويلي چې هغوی د عدم تشدد د فسلفې پيروي کړې او د فخر افغان ستر پاچاخان په ګامونو يې ګام اېښي دى. د افغانستان ولسمشر د پښتنو اعتراض کوونکو حرکت د تشدد پر ضد هڅه بللې او له نړيوالو رسنيو يې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښتونکى ږغ بدرګه کړي. د پښتنو د روان لاريون پراخوالي او جديت ته په کتو د پاکستان رسنيو هڅه کړې چې هغه زيات منعکس نه کړي. د ولسمشر تر څنګ دلته هم ټول افغانان په يوه غږ د بې عدالتۍ پرضد د خپلو پښتنو وروڼو د راولاړېدا ملاتړ کوي او هغوی ته ډاډ ورکوي ،چې تر څنګ يې ولاړ دي او دا بايد د لوی افغانستان د بيا را ولاړېدا او د ترهګرۍ او افارطيت د زوال پيلامه وي! په دې کې د افغان ولس او ملت دريځ  روښانه دی او نور ټول د هغې ترهګرۍ له لاسه په تنګ شوي ،چې پنجابي د خپلو ناوړو موخو د دوام لپاره ساتلي دي. د پنجابي  پرضد دا را ولاړېدل بايد سراسري او د افغانستان د بشپړې آزادۍ تر بريده ورسول  شي! نن چې په لر او بر کې ټول افغان قومونه د پنجاب د ملېشو او د هغوی د ترهګريزو کړنو له امله سخت په تنګ شوي دي. که افغان ملت د ترهګرۍ د ملاتړي پنجاب پرضد يو موټى نه شي او خپل شتون په روښانه توګه په ډاګه نه کړي، نو ترهګري پای نه مومي او نه به هم پر افغان لر او بر ملت تپل شوې جګړه پای ته ورسېږي. له نړيوالې ټولنې ،ملګرو ملتونو او د امريکا په مشرۍ له ناټو هم غوښتنه کوو،چې د افغان ملت د آزادۍ د داعيې ملاتړ وکړي او هغه ترهګريز بنسټونه او خوځښتونه له منځه يوسي ،چې افغانستان ،سيمه او نړۍ يې ناامنه کړې ده. تل دې وي افغانستان او تل دې وي ملي يووالی!

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha