صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | طالبان به نور د پټېدا او تېښتې ځای ونه لري!

طالبان به نور د پټېدا او تېښتې ځای ونه لري!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
طالبان به نور د پټېدا او تېښتې ځای ونه لري!

افغان هوايي ځواك او د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په دې وروستيو کې د ترهګريزو ډلو او طالب جنګياليو د ځپلو لپاره هوايي او چاڼيزو عملياتو ته زور ورکړی دی، په دغو عملياتو کې د دې ډلو د وسله والو خوځښتونو، د هغوی د راټولېدو د ځايونو او هم د دوی د اکمالاتي سرچينو په له منځه وړلو ډېر تمرکز شوی دی، د دې لپاره تر ډېره تکيه پر هوايي ځواک کارولو شوې ده، افغان هوايي ځواک او تر څنګ يې د ناټو الوتکې د افغانستان په هر ځای او سيمه کې د طالبانو او ترهګرو فعاليتونه ځپي او د هغوی د اکمال سرچينې به له منځه يوسي. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د پرېکنده ملاتړ ځواکونو ويلي، د هېواد په شمال ختيځ او سوېل کې يې د طالب اورپکو د پټنځايونو د ويجاړولو لپاره هوايي بريدونه ډېر کړي،چې په عملياتو کې ۵۲ _ B بم غورځوونکې الوتکې هم ګډون لري. دا عمليات د چين او تاجکستان پولو ته څېرمه د ترهګرو فعاليتونه له منځه وړي. په بريدونو کې به هغه امنيتي تجهيزات هم له منځه ځي، چې طالبانو له افغان امنيتي ځواکونو نيولي وو.

دا عمليات ډېر دقيق دي، چې د ملکي وګړو د زيانونو کچه به راټيټه کړي. دا عمليات په داسې حال کې زور اخلي ،چې طالبان او ترهګر د نوي جګړه ييز فصل لپاره تياری نيسي! تر اوسه د شاوخوا ۳۰ ميليون ډالرو په ارزښت د طالب اورپکو عايداتي سرچينې ويجاړې شوې او جنګيالي يې ځپل شوي دي. دې ته په کتو سره به نور په افغانستان کې طالبان د پټېدو ځای ونه لري او د هغو ترهګرو ډلو هېڅ پټنځای به پاتې نه شي چې هېواد ته زيان اړوي او ويجاړوي يې. افغان ولس هم دغو عملياتو ته هرکلی وايي ځکه په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې خونړيو بريدونو ګڼه مرګ ژوبله اړولې او قربانيان يې ولسي وګړي دي،په کابل او ننګرهار کې وروستيو بريدونو،چې مسؤوليت يې وسله والو طالبانو منلی ، ۲۳۷ کسان شهيدان او تر ۳۰۰ ډېر نور يې ټپيان کړي دي. دا ستر بشري جنايت دی، چې ولس يې هم غندي او د دغه راز بريدونو د مخنيوي غوښتنه کوي،خو ستونزمنه ځکه ده ،چې دا بريدونه په بهر په ځانګړي توګه پاکستان کې پلانېږي او پاکستان هڅې کوي، چې پرې راغلی نړيوال فشار له خپلو اوږو پورته او پر افغانستان يې واچوي. له همدې امله د افغانانو غوښتنې دا دي ،چې په پاکستان كې دې ترهګر وځپل شي او پر پاکستان دې ډېر فشار واچول شي، ترڅو نور ونه شي کولی ،چې د افغانستان په لويو او وړو ښارونو کې د بريدونو لپاره ترهګر را ولېږي. د دې ترڅنګ بله لويه غوښتنه داده چې د طالبانو او ترهګرو د ځپلو عمليات دې په ډېره دقيقه توګه وشي، دا عمليات که هوايي بريدونه دي او يا هم چاپې اچول، بايد په کې ملکي زيانونه رامنځته نه شي او په دقيقه توګه د موخې ځايونه په نښه شي. دا منو چې د ناټو ځواکونه ژمنه کوي چې دا عمليات يې ډېر دقيق دي، خو ولسي زيانونه بايد په پشپړه توګه بند شي. بل اړخ ته پر طالبانو غږ کوو چې د پاکستان د ګټو لپاره له جګړې لاس واخلي، هغوی دې هڅه وکړي، چې له پاکستانه ځان ګوښه او خپلې کورنۍ ترې وژغوري او د دې لپاره دې پر نړيواله ټولنه غږ وکړي او مرسته دې ترې وغواړي. له دې پرته به د ټولو ترهګريزو بريدونو او سترو سترو جنايتونو پړه بيا هم طالبان پر خپله غاړه اخلي او يا به دښمن د هر راز ترهګريزو بريدونو او سترو سترو بشري جنايتونو پړه پر طالب جنګياليو اچوي. دا خاموشي بايد ماته شي او طالبان دې دا نور هېر کړي، چې هغوی دې د افغانستان جګړه وګټي! طالبان بايد پوه شي، چې افغان ځواکونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي او تر راتلونکو دوو کلونو پورې به افغان هوايي ځواک پر خپلو پښو ودرېږي! نو طالبانو ته ستونزمنه ده چې په جګړه کې بريالي شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha