صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | پركونړ د پاكستان توغنديزو بريدونو دكابل_اسلام آباد پرخبرو بيا خپل تور سيورى وغوړاوه

پركونړ د پاكستان توغنديزو بريدونو دكابل_اسلام آباد پرخبرو بيا خپل تور سيورى وغوړاوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پركونړ د پاكستان توغنديزو بريدونو دكابل_اسلام آباد پرخبرو  بيا خپل تور سيورى وغوړاوه

په داسې حال كې چې دپاكستان دوه مخي ، سپين سترګي، مكار،غدار، درواغجن او تېري كوونكي حكومت دامريكا د فشارونو اوپوځي ګواښونو له وېرې دخپل هېواد دژغورلو له پاره له افغان چارواكو سره د سوله ييزو خبرولړۍ پيل كړې اوژمنه يې كړې ،چې ددغه ډول سوله ييزوخبرو پرمټ به دكابل اواسلام آبادترمنځ روانو خپلمنځي شخړو، لانجو او ستونزو ته دپاى ټكى كېږدو، خو له ډېره بده مرغه د پاكستان حكومت له خپلو دغه ډول ژمنوسره سره بيا هم په افغانستان كې دامريكا،ناټو او اروپايي ټولنې بالقوه اوبالفعل پوځي اوملكي حضورته له پروا ساتلو پرته په ډېرې سپين سترګۍ سره له تېرو څو ورځو راهيسې دكونړ ولايت د دانګام اوسركاڼو پرسرحدي ولسواليو دتوپونو او توغنديو په ګډون ددرندو وسلو ګوزارونه وكړل او دتېر په څېر يې ددغو ولسواليو خلك دژمي په دغه ساړه موسم كې له ځاني اومالي زيانونو، زياتو خواشينيو ، اندېښنو اوبې ځايه كېدو سره مخ كړل چې دسولې له پاره يې له افغاني چارواكو سره دپاكستاني چارواكو پر وروستيو خبرو بيا خپل تورسيورى وغوړاوه او دافغانستان په وړاندې يې خپلې بې باورۍ لازياتې كړي.سياسيون اونور كارپوهان په دې اند دي چې د پاكستان په څېر دترهګرو له ملاتړو ،درواغجنو ،مكارو غدارو ، سپين سترګو اوتېري كوونكو هېوادونو سره دسولې خبرې او تګ راتګ دوخت له ضايع كولو پرته كومه بله ګټه نه لري اوپرځاى يې بايد امريكا له دې وروسته دپاكستان په خاوره كې روزل شوې ترورېستي ډلې په نښه كړي ،

دافغانستان اوجنوبي آسيا په اړه دې خپلې پوځي ستراتېژۍ ته دعمل جامه ورواغوندي او د ترورېستي ډلو مشران دې دالقاعده دنړيوال ترورېستي سازمان دمشر اسامه بن لادن، دطالبانو دپخواني مشرملااختر محمدمنصور، دعراق اولېبيا دوخت داستبدادي رژيمونو دجمهورو رييسانوصدام حسين او معمرالقذافى له برخليك سره مخ اوله خاورو سره دې برابر كړي،نوهله به دافغانستان، هند اوآن دامريكا په ګډون دسيمې اونړۍ دهېوادونو خلك دترهګرو دروزونكو، توليدوونكو، صادروونكو اوسله وال كوونكو هېوادونو دناوړوتوطئو او دهغوى دګوډاګيو روزل شويو ترورېستي ډلو د ځانمرګو اوغلچكي بريدونو، بمي چاودنو او  داسې نورو فجيعو او شنيعو عملونو له شره دتل له پاره خوندي شي، دسياسي شنونكو په اند غوره داده چې له دې وروسته دې نړيواله ټولنه دافغانستان دسولې په اړه دسيمه ييزو اونړيوالو غونډو، جرګو اوكنفرانسونو دپرېكړو دپلي كولو له پاره دپاكستان ددغه درواغجن ، مكار اوتېري كوونكي هېواد د ژمنو د پلي كولو له پاره له دغه هېواد څخه نړيوال تضمينونه واخلي چې د افغانستان او سيمې دسولې په اړه خپلو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندي او بيا يې دتېر په څېر ترپښو لاندې نه كړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha