صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | راستنو شويو كډوالو ته د آسانتياوو برابرول د حكومت يو پرځاى ګام دى

راستنو شويو كډوالو ته د آسانتياوو برابرول د حكومت يو پرځاى ګام دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
راستنو شويو كډوالو ته د آسانتياوو برابرول د حكومت يو پرځاى ګام دى

د پاكستان اوايران دهېوادونو چارواكو پر افغانستان دتېرې نږدې څلوېښت كلنې تپل شوې جګړې په بهير كې په خپلو هېوادونوكې له افغان كډوالو سره دمرستې له پاره دامريكا په ګډون دنړۍ له بډايو ،شتمنو او پرمختللو هېوادونو اونړيوالو خيريه ټولنو او سازمانونو څخه په مېلياردونو ډالره ،خواړه، خيمې اوداسې نورې مرستې ترلاسه كړې اوخپل هېوادونه يې پرې وپړسول او وپړقول اوآن دپاكستان سپين سترګى ،غدار اومكار حكومت پرې داټومي قدرت خاوند شو اوهم يې دافغان كډوالو له زياتو مجبوريتونو او محتاجيو څخه دخپلو دښمنوهېوادونو دځپلو له پاره ديوې سترې وسيلې اوحربې په توګه كار واخيست چې دثبوت سترې بېلګې يې دسوريي جګړې ته له ايرانه دلسو زرو افغان كډوالو لېږل او دافغانستان، هند اوآن دامريكا په ګډون دسيمې اونړۍ د هېوادونو پرضد دجګړې له پاره دپاكستان په خاوره كې په دېرش زره استخباراتي مدرسو كې ددوه اويا ترورېستي ډلو روزل دي چې اوس دپاكستان او ايران دحكومتونو چارواكو په ډېرې ناځوانۍ او سپين سترګۍ سره په افغان كډوالو پسې كوتكونه راخيستي اودكډوالو په اړه دنړيوالو اصولو اومنشورونو پرخلاف يې په جبري ډول له خپلو هېوادونو پرشړلو، وهلو،

ډبولو او ځورولو لاس پورې كړى، آن تردې پورې چې دپاكستان ددوه مخي، خپلسري، درواغجن ، سپين سترګي ، مكار او غدار هېوادتورمخو پنجابي چارواكو له دغې خاورې څخه دڅه دپاسه دوه ميليونو افغان كډوالو دوېستلو له پاره مخكې يوه مياشت اواوس اوس يې دوه مياشتې موده ټاكلې ده چې دبشر دحقوقو او دكډوالو دنړيوالو سازمانونو په ګډون يې دنړيوالو اونورو بشردوستو ټولنو او عاطفه لرونكو خلكو زيات غبرګونونه، غوسې اوكركې راپارولي دي، خو له نېكه مرغه دافغانستان حكومت يې په غبرګون كې افغانستان ته له پاكستان اوايرانه راستنوشويو افغان كډوالو ته دآسانتياوو دبرابرولو له پاره دافغانستان دجمهور رييس محمداشرف غني په مشرۍ دكابينې د وړمې ورځې په غونډه كې داپرېكړه تاييده كړه چې افغان حكومت د ۱۳۹۶ لمرېز كال هغه بودجه چې وزارتونو او ادارو نه ده مصرف كړې دراستنو شويو كډوالو لپاره د آسانتياوو دبرابرولو اودغه راز دهېواد په ښارونو كې دكارموندنې په موخه په پام كې نيولې ده چې دحكومت دغه پرځاى ګام به په افغانستان كې دستونزو د اوارولو په اړه دراستنو شويو كډوالو اندېښنې پاى ته ورسوي اوهغوى به دخپل وياړلي اوتاريخي هېواد په خوږې غېږه كې له خپلونورو هېوادوالو سره اوږه په اوږه دخپل هېواد په رغولو، آبادولو ، سمسورولو اوښېرازه كولو كې رغنده او فعاله ونډه واخلي اوله دې لارې به افغانان دپاكستان او ايران په څېر دنړۍ هېوادونو ته دګدايۍ دكچكول دوړاندې كولو له ډېر سپك او سپېره احتياجه دتل له پاره خلاصون ومومي.


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha