صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | افغان ځواكونو ته د قهرمانانو خطاب دافغانستان دښمنان زيات وارخطا كړي دي

افغان ځواكونو ته د قهرمانانو خطاب دافغانستان دښمنان زيات وارخطا كړي دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان ځواكونو ته د قهرمانانو خطاب دافغانستان  دښمنان زيات وارخطا كړي دي

دا چې دافغانستان جمهور رييس محمداشرف غني اودغه راز افغان ولس دهېواد تاريخي دښمنانو او په سركې يې دپاكستان په څېر دسيمې اونړۍ دمغرضو او محركو استخباراتي اوپوځي كړيو په بې شرمانه لمسونو او د پاكستان دروزل شويو طالبانو، دحقاني شبكې، القاعده او داعش په ګډون دترورېستي ډلو، پېرودل شويو اجيرانو، مزدورانو، تالى څټواولاس پوڅو دځپلو او ټكولو په اړه دافغان ځواكونو سرښندنې ، له ځانه تېريدنې ، باتورۍ ،اتلولۍ او مېړانې تل او زياتې ستايلي اوهغوى يې دخپل دغه جګړه ځپلى هېواد افغانستان ملي قهرمانان، رښتيني بچيان اوخدمتګاران بللي دي او په افغانستان كې يې دښځو، ماشومانو اوبوډاګانو په گډون د بې ګناه ، بې دفاع او مظلومو خلكو دوژلو او داسې نورو بشري ضد فجايعو او تباهيو دسرته رسولو له پاره دترهګرو او دپاكستان په څېر دهغوى دملاتړو هېوادونو دناوړو پلانونو شومو موخواو توطئو دبيخې شنډولو اوناكامولو اوپه هېواد كې دوروستيو پيښو دقربانيانو دوينو غچ اخيستلو ته هڅولي او ددښمنانو دغه ډول شومې توطئې او ناوړه پلانونه يې پرى دهغوى پرخوب اوخيال بدل كړي دي نو همدارنګه ورسره جوخت دامريكا دمتحدو ايالتونو جمهور رييس ډونالډټرمپ هم دامريكا كانګرس ته په خپلې وروستۍكلنۍ وينا كې په افغانستان كې د وروستيو خونړيو پېښو دعاملينو غندلو او محكومولو په ترڅ كې دبشر دډېر ستر اوګډدښمن په توګه دترهګرو دځپلو او دهغوى د ملاتړو هېوادونو دشومو توطئو اوناوړو پلانونو دشنډولو اوناكامولو په برخه كې دسترو برياوو دلاس ته راوړلو له امله افغان ځواكونو ته دملى قهرمانانو او اتلانو خطاب كړى دى اوپه كلكه يې دا ژمنه وكړه چې په افغانستان كې به مېشت امريكايي پوځيان له افغان ځواكونو سره دپوره همغږۍ،

مرستې او سلامشورې له مخې دافغانستان په ګوټ ګوټ كې دطالبانو ،حقاني شبكې ، القاعده او داعش په ګډون ترورېستي ډلې په نښه كړى اوله دې وروسته به له طالبانو سره دسولې له خبرو پرته له هغوى اونورو ترهګرو سره دجنګ جګړو او زورازمايلو له لارې دافغانستان په ګډون دسيمې امنيتي،اقتصادي اوسياسي ثبات ته زمينه برابره كړي اوپه دې توګه به دترهګرو تورټغردتل له پاره له دغې سيمې ټول  اوخلك به يې له هوسا، بسيا او سوكاله ژوند څخه برخمن كړو.

دسياسي شنونكو اونورو كارپوهانو په اند دنړۍ ديوستر اوپرمختللي هېواد په توګه امريكا اودغه راز ترڅنګ يې دناتو او داروپايي ټولنې غړى هېوادونه بايد له دې وروسته له افغانستان سره داوږدمهالو ستراتېژيكو اوامنيتي همكاريو دلاسليك شويو مهمو تړونونو له مخې دسيمې او نړۍ سولې ته دسترګواښ په توګه په افغانستان كې دترهګرو دځپلو له پاره خپلې رښتينې او غوڅې مبارزې ته په كلكه خپله ملاوتړي اوپه دې برخه كې دې له پوره جديت اوقاطعيت څخه كارواخلي اوترهګر اودهغوى دملاتړو هېوادونومشران  دالقاعده دنړيوال ترورېستي سازمان دمشر اسامه بن لادن، دطالبانو دپخواني مشر ملا اخترمحمدمنصور، دعراق او لېبيا دوخت داستبدادى رژيمونو دمشرانو صدام حسين او معمر القذافي له برخليك سره مخ كړي اودخپلو اسلامي ضد،انساني ضد اوترقي ضدعملونو پرسختى جزادې ورسوى، نو هله به بشرد ترهګرو اودپاكستان په څېر دهغوي د ملاتړو هېوادونو له شره ډېر ژر خوندي شي اوپه آرامه به خپله ساو كاږى اوله دې پرته به د 2001 دسپټمبر مياشتې ديوولسمې نېټې او دغه راز په افغانستان كې به  دوروستيو خونړيو پېښو په څېربوګنوونكې اوزړه دردوونكې پېښې ګالي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha