صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په پاكستان كې د طالبانو پرشتون اعترافونو د دغه هېواد ناولې، جنګي او جنايتكاره څېره لا بر بنډه كړه

په پاكستان كې د طالبانو پرشتون اعترافونو د دغه هېواد ناولې، جنګي او جنايتكاره څېره لا بر بنډه كړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په پاكستان كې د طالبانو پرشتون اعترافونو د دغه هېواد ناولې، جنګي او جنايتكاره څېره لا بر بنډه كړه

د ا فغانستان د كورنيو چارو وزير ويس برمك او د ملي امنيت لوى رييس معصوم ستانګزى په وروستيو نونړيو پېښو كې د مغرضو ، محركو او مخربو پاكستاني استخبراتي او پوځي كړيو د لاس لرلو او دغه راز به دغه دوه مخي ، درواغخجن او خپلسري هېواد پاكستان كې د طالبانو، حقاني د شبكې ، القاعده او داعش په څېر د وحشي صفتو تروريستي ډلو او د هغوي د سل ګونو روزنځايونو او استخبارتي مدرسو د شتون په تړاو د باوري شواهدو او او اسنادو سره يو ځاى تېره اوونۍ د دغه هېواد د پلازمينې اسلام آباد ته سفر وكړ او په ترڅ كې يې دغه شواهد او اسناد د پاكستان له استخبارتي ، پوځي او ملكي چارواكو سره شريك كړل او په دي ترڅ كې پاكستاني كړيو د لومړي ځل لپاره د افغانستان د كورنيو چارو د وزير او دملي امنيت لوى رييس له قوله په پاكستان كې د طالبانو او حقانې شبكې په څېر د وحشي صفتو تروريستي ډلو پرشتون او د پاكستان له خاورې څخه په افغانستان كې د كورنيو او بهر نيو پوځيانو او نورو خلكو د وحشيانه او بى رحمانه وژلو او داسې نورو تباهيو له له پاره د طالبانو بريدونو اعتراف وكړ چې د سياسي شنونكو او نورو كارپوهانو له قوله په داسي حال كې چې دغو تورمخو ، دوه مخو او درواغجنو پاكستاني كړيو له دې څخه وړاندې په پاكستان كې د القاعده د نړيوال تروريستي سازمانو د مشر اسامه، طالبانو ، حقانې د شبكې او نورو تروريستي ډلو او د هغوى د مشرانو له شتونه او له هغوى سره دلاس لرلو او اړيكو له پاللو څخه تل انكار كاو او تل يي دا ويل چې هغوي په افغانستان كې مېشت دي او هلته د افغان ځواكونو او بهرنيو پوځيانو ااو داسې نورو كورنيو او اتباعو پرضد جنګې جنايتونه سرته رسوي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزير او د ملي امنيت لوى رييس په اسلام آباد كې له پاكستانې چارواكو سره په افغانستان كې په ورو ستيو خونړيو پېښو او په داسي نورو زړه درد دونكو او بوګنو ونكو پېښو كې د پاكستانې كړيو د لاس لرلو په تړاو د باوري شواهد و او اسنادو له شريكولو او هغوى ته  د افغانستان د جمهور رييس د ځانكړي پيغام له وړاندې كولو څخه وروسته خپل هېواد ته د بېرته راستنېدلو پر مهال په كابل كې په يو مطبوعاتي كنفرانس كې د يادو مهمو ټكو او واقعيتونو د څرګندولو په ترڅ كې داهم جوته كړه چې پاكستاني چارواكو په دې ترځ كې دا هم ژمنه وكړه چې له دې وروسته به د ترهګرو د ځپلو او په نښه كولو لپاره خپل استخباراتي اطلاعات هم د افغان كشفي او څارګرو ادارو سره شريك كړي، خو پر خپل وطن، سولې مين او جګړه ځپلي افغانان او نور عاطفه لرونكي، صله رحم لرونكي او زړه سواندي خلك بيا هم له افغانستان سره د ترهګرو د ځپلو په اړه د پاكستان دغو تشو ژمنو ته د شك په سترګه ګوري او وايي چې هېڅ باور پرې نه كوي او د تېر په څېر به يې په ډېرې سپين سترګۍ، بې شرمۍ او بې باكۍ سره بيا هم تر پښو لاندې كړي، وسله وال طالبان،  د حقاني شبكه او نورې تروريستي ډلې به لا خپلې ناولې غېږې ته را نږدې كړي او د تېر په څېر به يې  د افغانستان او امريكا پر ضد د جنګي جنايتونو د سرته رسولو لپاره له هغوى څخه د يوې سترې وسيلې او حربې په توګه كارواخلي او خپلو ناوړو پلانونو او شومو موخو او توطئوته به پرې د عمل جامه ور واغوندي. تر ټولو ښه او غوره داده چې د افغانستان ، امريكا، ناټو او اروپا په ګډون نړيواله ټولنه له دې وروسته بايد بيا د پاكستان ددغه دوه مخي او درواغجن هېواد ددغو تشو ژمنو او دوه مخي پاليسۍ ښكار نه شي او ډېره اړينه ده چې ددغه جنګي جنايتكار او دوه مخي هېواد پاكستان د پر نښه كولو او  د طالبانو او  د حقاني شبكې په څېر دې د هغوى د روزل شويو تروريستي ډلو د ځپلو لپاره خپلو پوځي، جنګي او اقتصادي فشارونو او بريدونو ته لا زور وركړي او له دې لارې دې دافغانستان په ګډون دسيمي د سولې ډېوه پر ځلېدو راولي او په دې توګه دې د افغانستان او امريكا په ګډون د سيمې او د نړۍ د هېوادونو خلك د بشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه د ترهګرو او د پاكستان په څېر د هغوى د ملاتړ كوونكو، روزونكو، توليدوونكو، صادروونكو او وسله وال كوونكو هېوادونو له شره د تل لپاره وژغوري ، چې ولسمشر غني په كابل كې د ځينو استوګنو سفيرانو او نورو استازو سره په وروستۍ كتنه كې هم د افغان شهيدانو د وينو پر غچ اخيستلو ټينګار وكړ او جوته يې كړه چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواكونو د اعلى سرقوماندان په توګه يې خپلو مېړنيو ، قهرمانو او سرښندونكو ځواكونو ته لارښوونه كړې ده ، چې د افغانانو پر ضد د بيا ترهګريزو بريدونو پر مهال دى د ترهګرو د ملاتړي پاكستان په خاوره كې هغوى په نښه كړي او هغوي دې له خاورو سره يې دې خاورې كړي.


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha