صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | اندونيزيا د افغانستان د سولې په اړه د مرستې ژمنه وكړه

اندونيزيا د افغانستان د سولې په اړه د مرستې ژمنه وكړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اندونيزيا د افغانستان د سولې په اړه د مرستې ژمنه وكړه

دافغانستان جمهور رييس محمداشرف غني دتېرې دوشنبې په ورځ دنړۍ دستر اسلامي هېواد په توګه داندونيزيا له جمهور رييس جوكو ويدو دو سره په كتنه كې دهېواد په مركز او ولايتونو كې په وروستيو خونړيو پېښو كې دقربانيانو د غچ اخيستلو له پاره دبشر د ډېرستراو ګډ دښمن په توګه د طالبانو، دحقاني دشبكې، القاعده اوداعش په څېر دوحشي صفتو ترورېستي ډلو او دهغوى دملاتړو هېوادونو د ځپلو په موخه پرخپل هوډ ټينګار وكړاو د اندونيزيا په څېر دنړۍ له اسلامي هېوادونو او همدارنګه ورسره جوخت دامريكا، چين او روسيې په ګډون دنړۍ له نورو هېوادونو څخه يې هيله وكړه چې دسيمې او نړۍ دهېوادونو امنيتي، اقتصادي اوسياسي ثبات ته ديو سترګواښ په توګه دترهګرو دځپلو او دهغوى دملاتړو هېوادونو دپه نښه كولو له پاره سره يو لاس او يوموټى شي او دترهګرو ترمنځ له توپير كولو پرته دبشر دډېر ستر اوګډ دښمن په توګه دهغوى دځپلو له پاره رښتينې ، غوڅې اوهمغږې مبارزې ته په كلكه خپله ملاوتړى اوله دې لارې دې له ټولې سيمې اونړۍ څخه دترهګرو تور

ټغر ټول كړي ، په غبرګون كې يې داندونيزيا جمهور رييس هم دا ژمنه وكړه چې دافغانستان او سيمې دسولې په اړه به داندونيزيا ، افغانستان او پاكستان ددرې اړخېرې ګډې جرګه ګۍ پرمټ خپلو سوله ييزو هڅو ته دوام وركړي او هم به ددې ترڅنګ په خپل هېواد اندونيزيا كې دسولې، اقتصاد او نورو چارو دپرمخ بيولو په اړه خپلې تجربې دافغانستان له حكومت او خلكو سره شريكې كړو چې په غبرګون كې يې جمهور رييس غني هم ديوې  ډيرې مهمى اړتيا په توګه دخپل هېواد دسولې او دغه راز دخپل هېواد داقتصاد او دخلكو دژوندانه دنورو ډګرونو دچارو د پرمخ بيولو په برخه كې دمرستو له پاره داندونيزيا دجمهور رييس له ژمنو مننه وكړه او هيله يې وكړه چې افغانستان ته له تېرو نږدې اويا كلونو اوږدې مودې وروسته داندونيزيا دلومړنى جمهور رييس په توګه دنړۍ ددغه ستراسلامي هېواد دمشرسفربه مثبتې پايلې راونغاړي او ددواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ داړيكو دپراختيا له پاره به نوى باب پرانيزي اوله امله به يې دافغانستان په ګډون دسيمې دامنيتي ، اقتصادي اوسياسي ثبات هيلې پرغوړېدو راشي اوپه دې سيمه كې به روانو ستونزو او ناخوالو ته دپاى ټكى كېږدي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha