صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د واسطې او زور په وړاندې د ولسمشر غني دريځ پوخ ولسي ملاتړ غواړي

د واسطې او زور په وړاندې د ولسمشر غني دريځ پوخ ولسي ملاتړ غواړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د واسطې او زور په وړاندې د ولسمشر غني دريځ پوخ ولسي ملاتړ غواړي

د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه خبرداري پراخ هركلى شوى ،چې ويلي يې، وكيلان دې د كورنيو چارو وزارت په ګمارنو كې لاسوهنې نه كوي او كه يې دا كار وكړ، نو هغوى به د رسنيو له لارې په مستنده توګه افشا كړي، ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغوى چې په پيسو ګومارل شوي غلا يې کړې او چې د اړيکو له مخې راغلي، سنګر يې پرېښى دى. ولسمشر چې پرون يې د پوليسو ملي اکاډمۍ لسمې دورې فارغانو ته وينا کوله وويل، د پوليسو ګومارنې بايد د پوليسو د ذاتيه قوانينو له مخې وشي. همدې غونډې ته په وينا كې ښاغلي غني د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې دکورنيو چارو په وزارت کې دې د ګومارنو لپاره لاسوهنې نه کوي او خبردارى يې ورکړ چې دا ډول وکيلان به رسنيو ته افشا شي. په كور د ننه او آن نړيواله كچه د ولسمشر غني د زورواكيو پرضد دريځ او د اصلاحاتو لپاره يې د هلو ځلو ستاينه كېږي، خو په ستاينه څه نه كېږي، په اصل كې ولس بايد په عملي توګه د خپل مشر تر څنګ ودرېږي او هغه كسان چې غاصبان دي او يا هم واك د پلار او نيكه ميراث بولي، په ملي كچه محكوم او نور يې د ظلم مخنيوى وكړي، په اسلام كې هم امر شوى او دا د رسول الله ص غوښتنه ده ،چې بايد د ظالم مخنيوى وشي او له ظالم سره د هغه په لا ډېر ظلم كې نوره مرسته ونه شي.

 موږ په تېره يوه نيمه لسيزه كې وليدل ،چې په ملي شورا كې يو شمېر وكيلان او سناتوران له خپل موقفه ناوړه ګټه پورته كوي، وزارتونو، ولايتونو او آن ولسواليو او ښارواليو ته ځي او هلته چارواكي ګواښي او پرې د خېښۍ پاللو ټاكنې او ګمارنې تپي، خو ولسمشر نور نه غواړي ،چې دا لړۍ دوام پيدا كړي او په ټول جديت يې مخينوى كوي. ښاغلي غني ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د کورنيو چارو په وزارت کې ګومارنې د واسطو په اساس ترسره نهشي. د ښاغلي غني په خبره تر هغې چې پوليس اصلاح نهشي د قانون پلي کېدل به ستونزمن وي. دا په داسې حال کې ده چې په كورنيو چارو وزارت كې اصلاحات ښه په درز روان دي او د دې د بشپړولو لپاره ولسمشر پياوړى هوډ لري. د کورنيو چارو وزير ويس برمک هم د ځوانو افسرانو غونډې ته د خبرو پر مهال په پوليسو کې د بنسټيزو اصلاحاتو ژمنه بيا تکرار کړه. ويس احمد برمک ولسمشر ته په خطاب کې وويل: (( د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هر اړخيزې ستراتيژۍ چارې پاى ته رسېدلې او تاسو ته وعده درکوم چې هغه ستراتيژي به په راتلونکې اوونۍ کې د ښو لارښوونو لپاره تاسو ته هم واستول شي.)) ملت همدا تمه لري، خو دا چاره له لاسوهنو بايد پاكه وي او د ولسمشر دې كور ودان وي، چې د دغو لاسوهنو د مخينوي لپاره يې هوډ كړى دى. دا لومړى ،خو ډېر په زړه پورې ګام دى، وكيل بايد د خپلو مؤكلينو ستونزې له دولت سره شريكې كړي، د هغوى د پرمختګ لپاره پر قانوني لارو چارو بايد تګ وكړي، وكيل بايد په ريښتني توګه د خپلو خلكو استازولي وكړاى شي، موږ نه وايوو،چې خداى مه كړه ټول وكيلان يا سناتوران زور كاروي او چارواكي ګواښي ،خو شته په ملي شورا كې دا راز ډېر كسان چې چارې يې ټكنۍ كړې او د ملت پر حقونو يې پښې ايښې دي. ملت هم بايد د خپلو وكيلانو كړنو ته متوجې شي او هغه كسان غوره كړي، چې قانوني غم يې خوړلى شي. په پام كې ده ،چې د ولسي جرګې ټاكنې وشي، په دې ټاكنو كې بايد ملت ښه انتخاب وكړي او د چا په غوړو وعدو تېر نه وزي. دغه راز دې ولس له خپل ولسمشره په عملي  بڼه ملاتړ وكړي او هغه د واك لېونيان چې په غير قانوني توګه ځانونه د ملت استازي بولي او په كې خپله خېټه نوره هم پړسوي، بايد مخنيوى يې وكړي او ولس يې دې له ملاتړه لاس واخلي. 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha