صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | په افغانستان کې نه ملک الطوايفي او نه هم نظام ميراثي دی

په افغانستان کې نه ملک الطوايفي او نه هم نظام ميراثي دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې نه ملک الطوايفي او نه هم نظام ميراثي دی

د واک لېونيانو ،قانون ماتوونکو او غاصبينو ته د افغان حکومت پيغام دا دی ،چې ولسمشر د قانون په پلي کولو کې جدي دی او د دې لپاره د زورواکو او موازي ادارو د ختمولو لپاره پياوړی هوډ لري، دا روښانه ده ،چې حکومت د ملت او نړيوالې ټولنې د غوښتنو پر بنسټ ستر تکل کړی او د خپلسريو واکمنو مخنيوی او د واک جزيرې به ختموی. ملت ته په کار ده ،چې په دې کې له حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږي او د زورواکيو او غير قانوني خلکو پرضد ګام پورته کړي! دا منو چې د غير قانوني واکمنيو د ختمولو لپاره ملت د ولسمشر د دريځ هرکلی کوي،خو دا بايد د حکومت په پاخه عملي ملاتړ بدل شی! د ولسمشر محمد اشرف غني پيغام دا دی،چې اوس د ملک الطوافيو او د قدرت د جزيرو وخت پای ته رسېدلی دی، حکومت د ملک الطوافيو او د واک د جزيزو د ختمولو لپاره په جديت ګامونه پورته کوي! افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې ملک الطوايفي نه ده او نه هم د هېواد نظام ميراثي دی. ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ يې په کابل کې د خان سټيل په نوم د اوسپنې ويلې کولو او سيخ جوړولو د لومړنۍ فابريکې پرانيستې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې هېڅ داسې قدرت نشته چې د افغانستان د ملي اهدافو مخه ونيسي. ولسمشر زياته کړه ،چې ولس په اساسي قانون ولاړ نظام غواړي او افغان سياسيون بايد دې ته ځان چمتو کړي چې د څلورو لسيزو ناورين نور بس دی:

((په دې خاوره کې هېڅ قدرت نشته چې د افغاسنتان د ملي اهدافو مخه ونيسي، موږ ټول بايد دې ته ځان چمتو کړو چې څلوېښت کاله بحران نور ختم کړو ، موږ ټول د څو ورځو لپاره دلته يوو، ځکه د خدای په فضل اوس نه ملک الطوايفي ده او نه هم ميراثي ده، خلکو چې هر چاته رايه ورکړه هغه راځي ولسمشر کېږي او د ولسمشرۍ هدف دا نه دی چې خاني وکړي ،بلکې د ولسمشرۍ هدف دا دی چې خدمت وکړي او موږ ټول به ان شاءالله په دغه فرهنګ ودرېږو.)) دا په داسې حال کې ده ،چې يو څو بدمسته او ځان غوښتونکي لا هم هڅې کوي، چې د هېواد د ګمرکونو پيسې د خپل ځان مال او شتمني وګڼی، مځکې نورې هم غصب کړي او د نظام پرضد غږ پورته کړي او يا هم د ائتلافونو د جوړولو هڅې وکړي، موږ وينو چې په شمال ، ختيځ او په لوېديځ کې يو شمېر د حکومت پر دسترخوان ناست او رالوی شوي کسان، د مرکزي حکومتد ننګولو لپاره تياری نيسي، دغو کسانو ته د ولسمشر پيغام وضح دی ،دوی دې واک او اختيار تل پاتې او ميراثي نه ګڼي، هغوی د قانون پرضد له ګام پورته کولو ،هېڅ هم نه شي تر لاسه کولی، او خلک هم اصلاحات غواړي، او له نړيوالې ټولنې سره د حکومت ژمنه دا ده ،چې په ادارو کې به اصلاحات راولي. ډېر به دا وايي، چې ګنې مرکزي حکومت د هغوی د ګوښه کولو صلاحيت نه لري، خو تېروتلي دی! افغان ملت پر خپل حکومت وياړي، د پلانونو هرکلی يې کوي او د زورواکو شتون ،نور نه غواړي، بلکې ملت د پرمختګ تکل کړی او د پر شا تګ ټول پلونه يې په ځان پسې نړولي دي! هغه کسان چې ځان د واک پر څوکۍ سرېښ بولي، د حکومت پيغام ورته واضح دی، چې د پرمختګ او اصلاحاتو مخنيوی نه شي کولی او نه هم د افغان ولس د ښې راتلونکې لپاره پياوړی هوډ ننګولی شي! ښه او غوره دا ده چې د ملت ارداو ته درناوی وکړي او د خپل نظام اطاعت ته د درناوي سرونه ټيت کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha