صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | د ترهګرۍ د ملاتړ په صورت کې به، پر پاکستان نور فشارونو هم راوړل راشي!

د ترهګرۍ د ملاتړ په صورت کې به، پر پاکستان نور فشارونو هم راوړل راشي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترهګرۍ د ملاتړ په صورت کې به، پر پاکستان نور فشارونو هم راوړل راشي!

پاکستاني چارواکي اوس سخت وارخطا دي، چې پرې امريکا ټولې نظامي مرستې بندې کړې. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ ( پنجشنبه ) اعلام وکړ چې د پاکستان پوځ ته نږدې يو ميليارډ امنيتي مرسته تر هغو نه ورکوي چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد يې کلک اقدام نه وي کړى! ټاکل کېږي چې د امريكا دفاع وزارت ( پنتاګون ) هم پر پاکستان مرستې وځنډوي! پاکستان ته د مرستو يوه برخه د پنتاګون يا دفاع وزارت په لاس کې ده. همدا شان امريکا له پاکستانه غوښتي چې د نورو اقداماتو تر اعلامېدو وړاندې د حقاني شبکې ۲۷ غړي ور وسپاري! امريکا په خصوصي ډول د اسلام آباد چارواکو ته ويلي، که پاکستان دا کسان ور ونه سپاري ، پر ضد به يې نور جدي ګامونه واخلي! په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا د پخواني سفير زلمي خليلزاد په وينا امريکا په لومړي پړاو کې پر پاکستان مرستې بندوي، په دوهم ګام کې به د بلوچو، پښتنو او نورو ډلو ملاتړ پيل کړي! بلوچ او پښتانه ،له افغانستانه په زور هغه قبايلي قومونه دي، چې اسلام آباد يې مشران او مخکښان تل د ترهګرۍ په تور وژلي او بې کوره کړي دي،ددې تر څنګ يې د دغو قومونو پر ټولو حقونو ناوړه خېټه اچولې ده.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې جمهوري غوښتونکي سناتور باب کورکر هم ويلي چې د پاکستان حکومت له دوو مخو حکومتونو څخه تر ټولو بد دوه مخی حکومت دی،چې تر اوسه داسې بل دوه مخی حکومت ده نه و ليدلی. حقاني شبکه ،طالبان او نورې ترهګرې ډلې ،اسلام آباد د خپلو ناوړو موخو لپاره په افغانستان او کشمير کې د افغانانو او هنديانو پرضد جنګولي او دا لړۍ يې دوامداره ساتلې ده. په تېره بيا حقاني شبکه د پاکستان د پوځ (( ښی مټ )) ده، دغه ډلې امريکايي نظاميانو ته تر ټولو لوی خطر دی. امريکا وروسته له هغه د پاکستان پرضد اقدام کوي،چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي زېږديز کال له را د بره کېدا سره سم ويلي،چې له دې وروسته به پاکستان امريکايانو ته د احمقانو فکر نه کوي، ټرمپ پر خپل ټوېټر وليکل، چې امريکا په تېرو پنځلسو کلونو کې څه ناڅه ۳۳ ميليارډه ډالر ورکړي، خو بېرته دغه پيسې د ترهګرۍ پر پياوړتيا لګېدلې او پاکستان د دې په بدل کې امريکا ته دروغ ويلي! ښايي څوک ووايي ،چې پر پاکستان د امريکا د مرستو د بندېدو په صورت کې اسلام آباد  سعودي عربستان او چين ته مخ کړي، خو د امريکا په بنديزونو کې سعودي عربستان هم شامل دی، سعودي به هم پر پاکستان مرستې بندې کړي. چين به له ترهګر پاکستان سره د درېدو او اسلام آباد ته د نظامي تجهيزاتو په ورکولو سره په نړيواله کچه سخت ملامت شي، نو دا هم ناشونې ده،چې پاکستان دې نور هم نړۍ ته دروغ ووايي  او د ترهګرۍ ملاتړی دې پاتې شي. داچې پاکستان د پرمختللو نظامي تجهيزاتو لپاره سخته اړتيا لري، نو هرو مرو به د امريکا غوښتنې مني او هڅه به وکړي، چې له امريکا سره پاتې شي. موږ وليدل،کله چې په ۲۰۱۱ميلادي کال کې اسلام آباد ته څېرمه په مې مياشت کې د امريکا ځانګړو ځواکونو د ترهګرۍ مشر اسامه بن لادن وواژه ،نو پر پاکستان د امريکا د مرستو لړۍ پر کمېدو شوه ،خو اسلام آباد د اقتصادي ملاتړ لپاره چين ته مخ واړاوه،خو چين هم په هېڅ توګه د ترهګرۍ د ملاتړ له امله له انزوا ونه شوای ژغورلی، نو اوس به هم پاکستان له انزوا او پرې د سختو بنديزونو او نورو فشارونو څخه نور څه تر لاسه نه شي کړای، امريکا اوس پوه شوې، چې نور احمق پولۍ پاکستان ته ور نه کړي،چې بېرته د ترهګرۍ پر پياوړتيا ولګول شي. افغان حکومت او نړيواله ټولنه د پاکستان پرضد د امريکا د دغه اقدام هرکلی کوي او ترې غواړي، چې دا فشارونه ،نور هم پر اسلام آباد ډېر شي او بايد اړ شي، چې له ترهګرۍ لاس واخلي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha