صفحه اصلی | hiwad | سرلیکنه | له امريكا څخه د پاكستاني ترهګرۍ پرضد د عملي اقداماتو غوښتنه كېږي!

له امريكا څخه د پاكستاني ترهګرۍ پرضد د عملي اقداماتو غوښتنه كېږي!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
له امريكا څخه د پاكستاني ترهګرۍ پرضد د عملي اقداماتو غوښتنه كېږي!

وروسته له هغې ،چې د نوي ۲۰۱۸ ميلادي كال په مناسبت د امريكا د ولسمشر په څرګندونو كې پاكستان ته سخته ګوته ونيول شوه، نو په ګرده نړۍ كې يې تود هركلى وشو. د امريكا ولسمشر پر ټوېټر د پاكستان په اړه ليكلي: « د امريکا متحدو ايالتونو په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته له ۳۳ ميلياردو ډالرو زياته مرسته ورکړه او دوى يې په وړاندې له درواغو پرته هېڅ رانه کړل. دوى هغو ترورېستانو ته خوندي پناهځايونه ورکړل چې موږ يې په افغانستان کې د ځپلو هڅه کوو…» د پاکستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ترمپ دغه ټوېټري پيغام په ګرده نړۍ كې له پراخ هركلي سره مخ شوى او افغان حكومت يې ننګه او ملاتړ كوي، خو ورسره يې دا مهمه غوښتنه هم ده ،چې امريكا دې د پاكستاني ترهګرۍ پرضد عملي ګامونه پورته كړي! نړۍ اوس په دې پوه شوې ،چې د افغانستان غوښتنه برحقه ده او د پاكستاني ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د عملي اقداماتو وخت دى!

د پاكستان په اړه د ښاغلي ټرمپ دا پيغام له (۲۵۳۰۰۰) زيات لايک شوى، له (۸۵۰۰۰) ځله زيات بيا شريک شوى او له ۴۶ زره زياتې تبصرې پرې شوې دي. ټرمپ په ټوېټر کې نږدې ۴۷ زره پيغامونه (ټوېټونه) ليکلي او له ۴۵ ميليونه زيات تعقيبوونکي يا فالوورز لري،خو له ټولو يې اوسنۍ څرګندونې د پاكستان په اړه له تاوده هركلي سره مخ شوي دي. د ټرمپ څرګندونې د افغانانو له پراخ هرکلي او د پاکستاني چارواکو له غبرګون سره مخامخ شوې دي. سره له دې ،چې ښاغلي ټرمپ ګواښ کړی چې پر پاکستان به خپله ميلياردونه ډالره مرسته بنده کړي،خو دا هم بسنه نه كوي. كه هر څومره پاكستانيان وايي ،چې ګنې اسلام آباد له ترورېزم سره د مبارزې په لاره کې د متحد په توګه په وړيا ډول له امريکا سره مځکنۍ او هوايي اړيکې ساتلى او، پوځي اډې او استخباراتي همکاري يې کړې چې په ځواب کې يې امريکا له بې باورې پرته بل څه نهدي کړي،خو دا يې له پړې د اوږې خالي كولو هڅې دي، په حقيقت كې پاكستان پر هر چا او آن پر امريكا هم له شا ګوزار كړى دى. په همداسې حال كې پاكستاني چارواكي امريكا ته طعنې هم وركوي او پرې ملنډې وهي، چې ګنې په افغانستان كې ناكام شوي دي، نو امريكا دې د پاكستان ځواب د ترهګرۍ پرضد پر پوځي عملياتو وركړي! له دې پرته به د پاكستان دوه مخې پاليسي په هېڅ توګه بدله نه شي، اوس د دې ښه وخت دى، پاكستان سخت وارخطا او په وېره كې دى ،چې امريكا په پاكستان كې د ساتل شوې ترهګرۍ د له منځه وړلو اقدام ونه كړي! د دې بدنامۍ د پېښېدو د مخنيوي لپاره بيا هم له امريكا غوښتنه كوي،چې د خبرو لاره دې ونيسي!؟  په خبرو كې خو ښكاره د پاكستان ګټه ده، دا خبرې به يوې او بلې خوا ته بيايي او هسې به ځان ته برائت وركوي او د ترهګرۍ د ملاتړ د دوام لپاره به وخت تر لاسه كوي. پاكستان داسې كانې ډېرې كړې دي، لسګونه كلونه يې د افغانستان په اړه د سولې هڅې همداسې يوې او بلې خوا ته كش كړې او ساه يې پرې اېستلې او اوس به امريكا هم د ډيالوګ په پلمه يوې او بلې خوا ته بيايي او په رڼو سترګو به يې تېر باسي! خو دغه حالت هم د امريكا او هم د نړيوالې ټولنې لپاره د شرموونكى دى! امريكا بايد نور دغه شرم له خپل ځانه ايسته كړي او د ترهګرۍ پرضد خپله پيل كړې مبارزه دى د بري تر بريده ورسوي. دا هله كېداى شي، چې د پاكستاني ترهګرۍ جرړې وباسي او ورسره يې ملاتړې كړۍ وځپي! دا نه يوازې د افغانستان ،بلكې د سيمې او نړۍ لويه غوښتنه ده، ځكه پاكستاني ترهګرۍ د افغانستان ترڅنګ سيمه او نړۍ هم له ګواښونو سره مخ كړې ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha